د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باجوړ پرلتوالو له حکومته "د وسله والو د بیا منظميدو" د مخنيوي غوښتنه وکړه


د امن لپاره د باجوړ د خلکو پرلت د اګست په ۱۹مه پيل شوی دی
د امن لپاره د باجوړ د خلکو پرلت د اګست په ۱۹مه پيل شوی دی

د خيبر پښتونخوا په باجوړ کې ولسي خلکو او سیاستوالو د ترهګرۍ پر ضد په يو پرلت کې له حکومته د امنيت غوښتنه وکړه.

د اګست په ۲۳مه دې پرلت ته، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين وويل چې امنيتي ادارې بايد وسله وال بيا منظمېدو ته پرينږدي. هغه زیاته کړه چې د باجوړ خلک بيداره شوي او په دې پوهيږي چې د وسله والو تر شا د چا لاس دي.

پشتين باجوړ ته پر لاره څو ځایه د پولیسو لخوا ودرول شو خو هغه بيا هم جلسې ته ورسيد. نوموړي د خپلې وينا په وخت وويل: "دا غونډه د دې ثبوت دی چې د دې ځای خلک امن غواړي. د باجوړ سیمه د ګلونو وطن دی، د بمونو وطن نه دی. لکه د نورو قبايلي سيمو دلته په باجوړ کې هم هدفي وژنې کيږي. دا دې نورې بندې شي. په وسله والو سترګې پټول بې امني راوستل دي. موږ پښتانه له رياسته نور څه نه غواړو. موږ دا وايو چې زموږ پر وطن دې څوک پښې نه ږدي. زموږ وسایل دې نه خوړل کيږي."

منظور پشتين د باجوړ خلکو ته وينا کوي
منظور پشتين د باجوړ خلکو ته وينا کوي

د باجوړ په غونډه کې ديني عالمانو هم برخه درلوده او د بېلابېلو سیاسي ګوندونو ځايي مشرانو هم پکې خبرې وکړي. دوی وويل چې د اګست له ۱۹مې څخه پيل شوی دا پرلت به تر هغې دوام کوي تر څو ورته د پاکستاني ریاست ذمه وارو چارواکو د امنيت ډاډ نه وي ورکړی.

د مسلم ليګ (ن) ځايي مشر، شهاب الدین خان وويل چې په تېرو څو کلونو کې يو څه ارامي وه خو اوس داسې معلوميږي چې ترهګري بيا سر اوچتوي. هغه پر خلکو غږ وکړ چې د امن له غوښتنې لاس وانخلي.

شهاب الدين خان زیاته کړه: "په نور پاکستان کې ترقياتي کارونه روان دي خو دلته نه یوازې ترقي نشته، بدامني راروانه ده. دلته څوک نه د کالج جوړولو خبره کيږي او نه د سړک. وايي،‌ دلته بې امني ده. زموږ د وسايلو لوټ روان دی خو د امن راوستلو وعده چا ونه کړه. راځئ چې له حجرې، له جومات، له ممبر او له جرګه غږ وکړو چې امن مو پکار دی. امن غواړو، امن غواړو، امن غواړو."

شهاب الدين خان پر خلکو غږ وکړ چې هېڅوک بايد د وسله والو او مشکوکو خلکو سره راشه درشه ونه لري. نوموړي زیاته کړه چې که چا داسې وکړل، هغه بايد په ګوته شي چې ټول قام پرې خبر شي چې څوک د شرخوښو ملګرتيا کوي.

د جولای د مياشتې له پيل راهیسې په وزيرستان، پېښور، سوات، هرنايي، دير او مومندو کې خلکو د امن لپاره جرګې، جلسې او غونډې کړې دي. دا ولسي غونډې تر هغې وروسته شروع شوې چې په سوات او قبايلي ضلعو کې خلکو د وسله والو له بيا منظمیدو او هدفي وژنو شکايتونه وکړل.

د پاکستان حکومت د سولې تر مذاکراتو وروسته، د تحريک طالبان پاکستان غيرقانونه وسله والې ډلې سره د تېرې مې مياشتې څخه د نامعلوم وخت لپاره اوربند کړی دی. حکومتي چارواکو دا اوربند د اوږدمهالې سولې لپاره ارزښتناک بللی خو په شويو ولسي غونډو کې ويناوال تور پورې کوي چې وسله والو ته په قبايلي سيمو کې د بيا میشته کېدو اجازه ورکول کيږي.

د پاکستان حکومت او تحريک طالبان ترمينځ د سولې د ممکنه تړون په اړه يو ليکل شوی سند مشال رېډيو ته په لاس ورغلی چې پکې دواړو خواوې د نګران، مصالحتي، د زیانونو پوره کولو او د قیديانو لپاره د څلورو کمېټيانو پر جوړولو سلا شوې دي.

په سند کې ليکل شوي چې “ټي ټی پي به له افغانستانه پاکستان ته وراوښتونکو طالبانو نومونه له امنيتي ځواکونو سره شريکوي او هغوی به ورته اسانتياوې برابروي.” د پاکستان حکومت په رسمي توګه د دې سند تصديق نه کوي.

د خيبر پښتونخوا د وزيراعلی سلاکار، بيرسټر محمد علي سيف د اګست په ۱۷مه، مشال راډيو سره په خبرو کې دا تورونه رد کړل او وې ويل چې تر اوسه پورې د وسله والو سره هېڅ ليکلې معاهده نه ده شوې.

XS
SM
MD
LG