د لاسرسي ځای

تازه خبر

د القاعده مشر ايمن الظواهري وژل شوی، انتوني بلېنکن وايي امریکا ژمنه پوره کړه


ايمن الظواهري په ۲۰۱۱ز کال کې د اسامه بن لادن تر وژل کېدو وروسته د القاعده شبکې مشري پر غاړه اخيستې وه.
ايمن الظواهري په ۲۰۱۱ز کال کې د اسامه بن لادن تر وژل کېدو وروسته د القاعده شبکې مشري پر غاړه اخيستې وه.

د امریکا د بهرنيو چارو وزیر د افغانستان په پلازمينه کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري تر وژنې وروسته ويلي چې هغه ژمنه يې پوره کړه چې له افغانستانه د رامنځته کېدونکي ترهکرو ګواښونه پرضد به اقدام کوي.

د امريکا ولسمشر جو بایډن د اګست پر لومړۍ نېټه په سپینه ماڼۍ کې وویل چې ايمن الظواهري په کابل کې وژل شوی دی.

نوموړي زیاته کړې ده چې پر الظواهري" بریالی هوايي برید" د ده په لارښوونه شوی دی.

طالبانو په کابل کې د دغه هوایي برید په اړه چې د جولای پر ۳۱مه شوی، جدي غبرګون ښودلی، خو د الظواهري د وژلو په اړه یې څه نه دي ویلي.

د کابل په شیرپور سیمه کې تر برید دوه ورځې وروسته امریکا اعلان وکړ چې دغلته یې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري په نښه کړی دی.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د اګست پر لومړۍ نېټه ناوخته وويل چې " د ترهګرو دا مشر" نور په نړۍ کې نشته.

"امریکا په بریالیتوب سره د افغانستان په کابل کې هوایي برید ترسره کړ چې پایله کې یې د القاعده امیر ایمن الظواهري ووژل شو، تاسو پوهیږئ چې الظواهري د اسامه بن لادن یو مشر وو، دی به تل له بن لادن سره اوسېده، پر امریکا د ۲۰۰۱ز کال د سېپټېمبر د ۱۱مې نیټې برید پر مهال هغه د القاعده دویم نمبر مشر و، هغه په ژوره توګه دغه برید کې شامل وو، هغه د دې برید چې پّ پایله کې یې ۲،۹۷۷ خلک ووژل شول مسول وو، هغه له لسیزو را په دې خوا د امریکایانو پر ضد حملې پلانولې."

پر امریکا د ۲۰۰۱ز کال تر برید وروسته الظواهري امريکا ته یو لوی هدف وو او د هغه پر سر یې ۲۵ میلیونه ډالره جایزه ایښې وه.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن تر برېد وروسته د اګست پر دوېيمه نېټه پر ټويټر پاڼه وليکل د الظواهري له وژنې وروسته نړۍ لا خوندې شوې ده. هغه زیاته کړه:" امریکا به د هغو کسانو پرضد اقدام ته دوام ورکړي چې زموږ هېواد، خلک او یا زموږ متحدین ګواښوي."

د امریکا د استازو جرګې د اطلاعاتو کمېټې مشر ادم شیف بیا په خپره کړې اعلامیه کې د الظواهري موندل او وژل یوه ستونزمنه چاره بللې، خو زیاتوي: "طالبان باید د دې ځواب ووايي چې الظواهري په کابل کې څه کول؟

سره له دې چې د ښاغلي شیف په خبره، دوی (طالبانو) له نړۍ سره په وار وار ژمنه کړې وه چې افغانستان به د ترهګرو لپاره خوندې پټنځای نه‌ وي.

د امریکا د سېنېټ یو مخکښ سنېټر لنډسي ګراهام د اګست پر دوېمه نېټه د ټويټر پاڼې له لارې د الزهواري په وژنه ولسمشر بايډن ته مبارکي ورکړې خو ويلي يې دي چې د افغانستان په اړه ستاسو (بايډ) د افغانستان پرېښودلو هراړخېزه تګلاره به امريکا بېرته پرېشانه کوي ځکه چې د ده په ادعا، افغانستان يو ځل بیا د سختدريځه اسلام په خوندې ځای اوړي.

هغه ادعا کړې چې په افغانستان کې د القاعده د سپټمبر د ۱۱مې څخه د مخکې په څېر روزنيز کېمپونه جوړ شوي دي.

خو طالبانو تل ویلي، په افغانستان کې هېڅ ترهګره ډله فعالیت نه‌کوي.

د امریکا پخواني ولسمشر باراک اوباما بیا د بې ‌پیلوټه الوتکې په برید کې د ایمن‌الظواهري وژل کېدو ته په اشارې په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دې خبر وښودله چې په افغانستان کې له جګړې پرته هم د ترهګرۍ له‌ منځه وړل امکان لري.

د رشيد دوستم او رحمت الله نبيل غبرګونونه

د الظواهري وژنې ته د افغانستان ځینې سياسي مشرانو او پخواني چارواکيو هم غبروګون ښودلی دی.

د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني پخواني مرستیال عبدالرشید دوستم هم د پوښتنې په ډول په خپله فېسبوک‌ پاڼه لیکلي، د کابل په ډیپلوماتیکه سیمه کې د ایمن‌الظواهري وژل څه معنی لري؟

د هغه په خبره، ستونزه یوازې القاعده نه ‌ده، بلکې طالبان د ټولو ترهګرو ډلو لپاره پراخه خوندي چتر دی.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمت‌الله نبیل هم ویلي، اوس باید افغانان او نړیواله ټولنه پر دې اندېښمنه شي چې چا د القاعده مشر ته پناه ورکړې وه.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په وار وار ویلي، له ټولو ترهګرو ډلو سره‌ یې اړیکې پرې کړي.

الظواهري د ۲۰۱۱ز کال له مې میاشتې را په دې خوا چې د القاعده شبکې بنسټ اېښودونکی اسامه بن لادن د پاکستان په اېبټ اباد ښار کې د امريکايي ځواکونو په ځانګړو عملياتو کې ووژل شو، دغه شبکه رهبري کوله.

الظواهري د مصر تبعه دی او په وروستیو کلونو کې یې څو ځله د وژلو اوازې خپرې شوي دي.

تېره مې میاشته کې د ملګرو ملتونو یوه راپور وښوده چې الظواهري د طالبانو له مشر ملا هبت الله اخوندزاده سره بیعت تجدید کړی دی.

امریکایي رسنیو د هغه هېواد د چارواکو په حواله ویلي چې پر نوموړي د یکشنبې ( د جولای ۳۱مه) د سهار پر شپږ بجو او ۱۸ دقیقو بې پیلوټه الوتکې برید وکړ.

خپلواکو سرچینو لا د دغه برید په اړه او دا چې ریښتیا هم الظواهري په کې وژل شوی او که نه، څه نه دي ویلي.

د طالبانو غبرګون

طالبانو بیا پر دغه برید غبرګون ښودلی او د نړیوالو اصولو او دوحې تړون "ښکاره سرغړونه" یې بللې ده.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي، لومړیو کې د برید څرنګوالی معلوم نه وو، خو په خبره یې د امنیتي او استخباراتي ارګانونو له پلټڼې وروسته په ډاګه شوه چې دا د امریکا د بې پیلوټه الوتکې برید وو.

په خبرپاڼه کې راغلي " دا ډول کړنې د تېرو ۲۰ کلونو د ناکامو تجربو تکرار او د امریکا، افغانستان او سیمې د ګټو خلاف عمل دی".

طالبانو ویلي، برید د هستوګنې پر یوه کور ترسره شوی، خو دا یې نه دي ویلي چې څوک په کې وژل یا ژوبل شوي دي او که نه.

دا پر کابل د طالبانو له واکمنۍ وروسته په ظاهره د امریکا دویم هوایي برید دی چې ترسره کوي یې.

امریکا د ۲۰۲۱ز کال په اګست مياشت کې چې طالبان واک ته رسیدلي‌ ول، د کابل هوایي ډګر ته نېږدې سیمه کې پر یوه کور هوایي برید وکړ.

لومړی امریکایي چارواکو وویل چې هغه برید کې یې د داعش وسله وال په نښه کړي، خو وروسته څرګنده شوه چې د یوې کورنۍ ۱۰ غړي په کې وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG