د لاسرسي ځای

تازه خبر

سي پي جې: د خبريالانو وژونکي په خلاصه پښه ګرځي


په ۲۰۲۰ کال کې يوه خبریاله په مظاهره کې غوښتنه کوي چې: خبریالان مه وژنئ
په ۲۰۲۰ کال کې يوه خبریاله په مظاهره کې غوښتنه کوي چې: خبریالان مه وژنئ

د خبريالانو د ژغورنې کمېټې په خپل کلني راپور کې ويلي چې د نړۍ په يوشمېر هېوادونو کې لا هم د خبريالانو وژونکي په خلاصه پښه ګرځي او حکومتونه د دوی په محاکمه کولو کې پاتې راغلي دي.

د اکتوبر پر ۲۸مه په نيويارک کې خپور شوي دې راپور کې ويل شوي چې د تيرو ۱۰ کلونو پر مهال په نړۍ کې ۲۷۸ خبريالان وژل شوي چې په هغوی کې د ۲۲۶ قاتلان لا هم نه دې سزا شوي. په راپور کې راغلي چې پر دې سربېره ګڼ خبريالان ځورول شوي او له بندېزونو سره مخامخ شوي دي.

د راپور له مخې صوماليا د خبريالانو لپاره تر ټولو خطرناکه هېواد ګرځېدلی چې ورپسې شام، عراق، جنوبي سوډان او افغانستان راغلی خو پاکستان په دې نوملړ کې پر نهم نمبر دی چې هلته هم د خبريالانو د وژلو، ځورونو او بندیزونو پېښې رامنځ ته شوي دي.

د خبريالانو ژغورنې کمېټې پر خپله وېبپاڼه ورکړي چې په پاکستان کې له ۱۹۹۲ز کال راهيسې ۶۲ خبريالان وژل شوي چې وروستی هغه يې د روان کال (۲۰۲۱ز) د اکتوبر پر ۱۰مه د بلوچستان په حب ښارګوټي کې ووژل شو.

د خبريالانو حقونو سازمانونه وايي چې په پاکستان کې پر يوشمېر هغو خبريالانو بريدونه شوي يا ځورول شوي چې د امنيتي ادارو يا حکومت پر تګلارو په څرګند ډول نيوکې کوي.

د پاکستان خبريالانو مرکزي اتحاديې مشر شهزاده ذوالفقار وايي چې په دې هېواد کې د خبريالانو قاتلين او بريدګر په ازاده ګرځي. نوموړي د اکتوبر پر ۲۸مه مشال راډيو ته وويل چې بلخوا په دې هېواد کې خبريالان تر يوشمېر بندیزونو لاندې دي.

"نن سهار ماته يو چا خبره کوله چې په بلوچستان کې دا وخت ډېر سياسي بدلونونه روان دي. يو صحافي شته چې ازادانه رپورټنګ وکړي؟ ما په مسخرو کې ځواب ورکړ چې په بلوچستان کې صحافي نشته. هغه وخندل. بيا ما ورته وويل چې ايا په پاکستان کې صحافي شته؟ په پاکستان کې څوک ازادانه صحافت کولای شي؟ په پاکستان کې څوک څېړنيز جرنلزم کولای شي؟ هېڅوک يې نه کوي. زه خو دا ګورم چې په پاکستان کې صحافت وار په وار کمزوری کېږي او وار په وار له منځه ځي."

د خبريالانو ژغورنې کمېټې دا راپور له هغه څو ورځې وروسته خپور شوی چې د اکتوبر پر ۲۶مه د بې پولو خبريالانو نړيوال سازمان په خپل يو بيان کې د پاکستان حکومتي چارواکي تورن کړي ول چې پر ټولنيزو رسنيو يې د يوې خبريالې عاصمه شيرازي پرضد له کرکې او تشدده ډک کېمپېن را پارولی دی. دغه پاريس مېشتي سازمان ويلي چې د واکمن ګوند پاکستان تحريک انصاف ملاتړيو له هغه وروسته په عاصمه شيرازي پسې خوله خلاصه کړې چې کله هغې پر بي بي سي اردو وېبپاڼې د پاکستان پر خرابېدونکي اقتصاد او د حکومت لخوا د نه پاملرنې په اړه ليکل کړي ول.

عاصمه شيرازي د اکتوبر پر ۲۸مه مشال راډيو ته وويل چې په پاکستان کې خبريالان د عمران خان په مشرۍ اوسني حکومت پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخامخ شوي دي.

"په پاکستان کې خبريالانو ته ښکنځل او ډزې دواړه کېږي. دلته يوشمېر خبريالان بېروزګاره شوي، پر هغوی بريدونه شوي، ځورول شوي او تر فشار لاندې راوستل شوي دي چې دا ډول هغوی حق خبره ونکړي. د دوی پرضد هره حربه کارول کېږي. که خبرياله يوه ښځه وي نو ښکنځلې ورته کېږي، ځورول کېږي او د انټرنېټ له لارې ګواښل کېږي. زما پر کور دوه ځله بريد شوی دی. دا ډول کارونه پخوا هم کېدل خو له بده مرغه په اوسني حکومت کې ډېر په ډاګه شوي دي. "

تر دې وړاندې د بې پولو خبريالانو نړيوال سازمان د جولای پر پینځمه نېټه پر خپله وېبپاڼه د هغو ۳۷ حکومتونو يا رياستونو د مشرانو عکسونه خپاره کړي و چې په خبره یې صحافتي ازادۍ ته يې زيان رسولی. ياد سازمان د پاکستان وزيراعظم عمران خان هم پر صحافتي ازادۍ د بنديز لګوونکیو په نوملړ کې شامل کړی و.

سازمان ليکلي و، له کله چې ( ۲۰۱۸زم کال) عمران خان د پاکستان وزيراعظم جوړ شوی نو په دې هېواد کې د رسنيو ادارو ته دړکې ورکول کېږي او چې کوم خبريالان د دوی په وينا له سرو کرښو تېرېږي نو تښتول کېږي او تشدد پرې کېږي.

بلخوا په پاکستان کې د فريډم نېټورک (ازادۍ شبکه) په نوم د رسنيو د حقونو ادارې د اپرېل پر ۳۰مه په خپل راپور کې ویلي و چې د ۲۰۲۰ز کال له مې میاشتې څخه بيا د ۲۰۲۱ز کال تر اپریل میاشتې پوری په پاکستان کې د خبریالانو پرضد د تشدد او د هغوی د ځورولو ۱۴۸ پیښې ثبت شوي دي.

په راپور کې ويل شوي و چې په دې موده کې شپږ خبریالان وژل شوي، پينځه تښتول شوي، د اوو خبریالانو د وژنې هڅه شوې، ۲۵ نیول شوي او د ۲۷ خبریالانو پرضد مقدمې درج شوي دي.

په پاکستان کې مو خبريالانو ته د ورپېښو ستونزو په اړه د اکتوبر پر ۲۷مه نېټه په بېلا بېلو وختونو کې د اطلاعاتو او خپرونو وزير فواد چودري ته د هغه پر موبايل ټېليفون وکړ او پر وټس اپ مو پيغام ورولېږی خو نوموړي يوه ته هم ځواب ورنکړ.

په ورته حال کې مو د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د بشري حقونو قايمه کمېټۍ غړي او د واکمن ګوند پاکستان تحريک انصاف غړي سيف الرحمان سره تماس ونيو. نوموړي مشال راډيو ته وويل چې د دوی کمېټۍ د يوشمېر مشرانو خبريالانو په حضور کې د خبريالانو د ساتنې په اړه پر يوه قانوني مسوده کار روان کړی دی.

سيف الرحمان زياته کړه چې حکومت يې ژمن دی چې د خبريالانو ژوند خوندي کړي او هر چا چې پر خبريالانو بريد کړی يا يې هغوی ځورولي، نو "ناجايز" کار يې کړی دی.

"خبريال دا حق لري چې خپل غږ اوچت کړي. هغه خپل سوچ فکر او سترګې لري، چې څه ويني، هغه وړاندې کوي. زه يقين لرم چې حکومت به د هغو خلکو خلاف کارروايي کوي چې له اييني دايرې يا قانوني اختياراتو څخه يې تجاوز کړی وي. نو زه اميد لرم چې د هغوی خلاف به کارروايي کېږي او پکار هم ده چې وشي. "

د بې پولو خبریالانو نړیواله اداره وايي په پاکستان کې مطبوعات په بشپړ ډول ازاد نه دي او رسنۍ د وسله والو، امنيتي ځواکونو او حکومتي چارواکو تر سخت فشار لاندې دي.

د دې ادارې له اړخه د رسنيو د ازادۍ په جوړ کړي نوملړ کې پاکستان له ۱۸۰ هېوادونو څخه پر ۱۴۵م نمبر دی چې په وينا یې په ښه حالت کې قرار نه لري.

XS
SM
MD
LG