د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهبازشریف له وزیراعلی تر وزیراعظمۍ


شهباز شریف خبریالانو ته لاس پورته کړی - د ۲۰۲۲ز کال د مارچ ۲۸مې انځور.
شهباز شریف خبریالانو ته لاس پورته کړی - د ۲۰۲۲ز کال د مارچ ۲۸مې انځور.

د مسلم لیګ (ن) مشر شهباز شريف د اپريل په يوولسمه د پاکستان د ۲۳م وزيراعظم په توګه وټاکل شو.

هغه همهغې اسمبلۍ پر دې منصب ټاکلی چې په ۲۰۱۸ز کال کې يې پکې ماتې خوړلې وه. نوموړي ته دا ماتې د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان ورکړې وه چې د اپرېل پر ۱۰مه د شهباز شريف په مشرۍ کې د اپوزیشن له خوا د راوړل شوي عدم اعتماد تحریک په نتيجه کې د وزیراعظمۍ له چوکۍ څخه لیرې کړل شو.

شهباز شريف د پوځ سره ښې اړيکې لري. فکر نه کوم چې دا تعلقات به خراب شي
هارون رشيد

د پنجاب په لاهور کې زیږیدلی، ۷۰ کلن شهباز شريف د پاکستان مسلم ليګ (ن) مشر او د پخواني وزیراعظم نواز شريف کشر ورور دی چې په لومړي ځل په ۱۹۸۸ز کال د پنجاب اسمبلۍ غړی وټاکل شو او له تېرو ۲۴ کالونو راهیسې د پنجاب یا قامي اسمبلۍ د غړي په حېث پارلېماني سياست کوي.

تر ۲۰۱۳ز کال پورې د هغه سياست د پنجاب صوبې شاوخوا راڅرخېده خو په ۲۰۱۸ز کال کې د سپريم کورټ له خوا د وزیراعظم له څوکۍ څخه د نوازشريف تر نااهله کېدو وروسته شهباز شريف مرکزي سياسي بهير ته داخل شو او په ۲۰۱۸ز کال کې په قامۍ اسمبلۍ کې د اپوزيشن مشر شو.

د پرمختيايي کارونو انتظام

د شهباز شريف سیاست او شخصيت بېلا بېل اړخونه لري. کارپوهان که يو خوا هغه يو ښه منتظم ګڼي نو بل خوا د هغه له پوځ سره د پردې شاته اړيکې تر پوښتنې لاندې راولي. شهباز شريف په ۱۹۹۷، ۲۰۰۹ او ۲۰۱۳ز کال کې درې واره د پنجاب وزیراعلی جوړ شوی وو.

په پاکستان کې د اردو نيوز وبپاڼي د پارلېماني چارو خبريال بشیر چودري وايي چې د شهباز شريف تر ټولو لوی شهرت دا دی چې هغه يو ډېر ښه منتظم دی.

شهبازشریف په ۲۰۰۷ کال کې د خپل ورور نواز شريف سره
شهبازشریف په ۲۰۰۷ کال کې د خپل ورور نواز شريف سره

نوموړی زیاتوي: "د شهباز شریف تر ټولو مهمه خوبي دا ګڼل کېږي چې یو بهترینه منتظم دی. هغه د وزیراعلی په حېث پنجاب صوبه ډېره ښه چلولې ده او چې کله هم وزیراعلی جوړ شوی، په پنجاب کې پرمختګ شوی دی او خلکو دغه پرمختګ منلی هم دی."

بشير چودري د شهباز شريف د ښه منتظم مثال له خپلې يوې تجربې څخه ورکوي. د نوموړي په وینا، چې کله هغه د پنجاب وزیراعلی وو نو غوښتل يې په پينډۍ ښار کې يو پل جوړ کړي خو چې کارونه یې زر بشپړ شي.

هغه زیاتوي: "د پروژې مشر انجنیر وویل چې دا به په ۱۵۰ ورځو کې جوړېږي خو شهباز شریف ورته وویل چې زه یې په ۶۵ ورځو کې تیار غواړم. هغه ځواب ورکړ چې له تخنیکي پلوه دا په ۶۵ ورځو کې نه شي جوړېدای. شهباز شریف دغه انجینیر له څوکۍ لرې کړ او پرځای یې نوی کس وګماره او دا پل په ۶۵ ورځو کې جوړ شو."

د پوځ سره اړيکې

د شهباز شريف په اړه ويل کېږي چې هغه ډېر زیات محنت کوي، ډېر کم خوب او زیات کار کوي. د نوموړي مشر ورور نوازشريف له تېرو شاوخوا درې نيمو کلونو راهيسې د پاکستان د پوځ پر مشرتابه نيوکې کوي خو پر شهباز شريف تل دا تنقید شوی چې هغه د پردې شاته له پوځ سره اړيکې لري.

بشیر چودري وايي چې کله هم د واک په مهال د پوځ سره د نوازشريف اړیکې خراب شوي نو شهباز شريف د دواړو غاړو ترمنځ لانجې هوارې کړې دي. دی زیاتوي: "په ماضي کې چې کله هم د نواز شریف له اسټيبلشمنټ سره تاوتریخوالی راغلی نو شهباز شریف او د ده ملګری چودري نثار به تل د پوځ مرکزي دفتر جي اېچ کیو ته تلل او ستونزې به یې حل کړې. دوی به د وفاقي حکومت او اسټيبلشمنټ ترمنځ د تعلقاتو ښه کولو لپاره کار کاوه. د شهباز شریف یوه خوبي ده چې له اسټیبلشمنټ سره په رابطه کې اوسي او له ساتلو یې ډډه هم نه کوي."

د۱۹۹۹ کال تصویر: هغه مهال د پنجاب وزیراعلی شهبازشریف د فلسطيني سیاستوال یاسرعرفات سره په لاهور کې
د۱۹۹۹ کال تصویر: هغه مهال د پنجاب وزیراعلی شهبازشریف د فلسطيني سیاستوال یاسرعرفات سره په لاهور کې

د پاکستان په سياسي تاريخ کې تل داسې ليدل شوی چې کله هم د يو ګوند مشر وزیراعظم جوړ شوی نو له وخت تېرېدو سره يې د پوځ له مشرتابه سره اختلافات رامنځ ته شوي دي او بيا زیاتره وخت له څوکۍ لیرې شوي هم دي.

د دې تازه مثال د عمران خان او نوازشريف د وزیراعظمۍ له څوکيو څخه د ليرې کېدو ورکول کېږي. خو پوځ تل دا ويلي چې دوی نه څوک په واک کې راوستي او نه يې ليرې کړی دی.

د عمران خان پرضد د عدم اعتماد تحریک راوړلو پر مهال هم پوځ ښکاره دا دريځ خپل کړ چې د ایین له مخې به په دې عمل کې غيرجانبداره وي.

په اسلام اباد کې د انډيپنډنټ نيوز وبپاڼې مدير هارون رشيد وايي چې شهباز شريف د خپل مشر ورور او مریم نواز په پرتله د پوځ پرضد سختې خبرې نه کوي. د ده په وينا: "ما اورېدلي دي چې [د پوځ مشر] جنرال قمر جاويد باجوه هم هغه ښه کس ګڼي او ما ته نه ښکاري چې له پوځ سره به يې تعلقات کړکېچن شي."

شهباز شريف ښه منتظم، خوارېکښ خو جذباتي سړی دی
بشير چودري

په لندن کې مېشته ګل بخاري د پاکستان پوځ پر سياسي رول سختې نيوکې کوي خو دا هيله منه ده چې شهباز شريف به پوځ د ډغرې حد ته ونه رسوي.

هغه زیاتوي: "خلک غواړي چې د پاکستان پوځ مسلکي وي. زما غوندې خلک هم له زړه غواړي چې د پوځ عزت وکړي او دوی هم اوس په دې پوه شوي دي چې نور داسې تاثر ورنکړو چې ګواکې دا ټول کارونه موږ کوو. خلک له زړه غواړي چې پوځ دې په سیاست کې مداخله نه کوي. دا وخت یوازې د عمران خان ملاتړي غواړي چې پوځ په سیاست کې مداخله وکړي ځکه د دې مداخلې بغیر عمران خان وزیراعظم نشي کېدلې."

په شخصیت کې بدلون

د شهباز شريف ماضي ته که وکتل شي نو هغه به تل د خپل مخالفه ګوندونو په تېره بیا د پیپلز پارټي د مشرانو بېنظير بوټو او د هغې مېړه اصف علي زرداري خلاف سختې خبرې کولې.

د شهباز شريف ورېره مريم نواز او زوی حمزه شهباز هم پيژندلي سیاستوال دي
د شهباز شريف ورېره مريم نواز او زوی حمزه شهباز هم پيژندلي سیاستوال دي

خو بشیر چودري وايي له وخت سره په هغه کې بدلون راغلی دی. "تاسو ولیدل چې کله د اپوزیشن مشر شو نو د وینا پر مهال یې خپل سخت مخالفه حکومت ته هم د مېثاق اقتصاد وړاندېز وکړ. له وخت تېرېدو سره هغه نه یوازې له اصف زرداري نه په خپلو کړو خبرو بښنه وغوښته بلکې هغه یې خپل دوست جوړ کړ. په اسمبلۍ کې به شهباز شریف او اصف زرداري لاس په لاس کې نیولي راننوتل او د حزب اختلاف غړو به د مېزونو په ټکولو سره د دوی هرکلی کاوه."

بشیر چودري زياتوي چې د شهباز شريف په شخصيت او سياسي رویه کې د بدلون راتلو سربېره هم کله نا کله هغه احساساتي شي چې دا د ده يو کمزوري ده. "د شهباز شریف خامي دا ده چې دی جذباتي ډېر دی. د ده په اړه یوه خبره مشهوره ده چې کله پرې جذبات غالبه شي نو ان ستن یا کهمبه هم برطرفوي. بله مسله یې دا ده چې دی مځکني حقیقتونه نه مني. د ده بس یو سوچ وي او غواړي چې هم دغه سوچ یې په هرحال کې عملي شي."

خو د کارپوهانو په وينا، د وزیراعظم په حېث شهباز شريف له يو شمېر چبلېنجونو سره مخامخ دی او ښايي هغه يوه داسې منځنۍ لارخپله کړي چې د سختو رويو ښکار د پاکستان سياست عادي حالت ډګر ته راوګرځوي.

XS
SM
MD
LG