د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان به د اپوزېشن څنګه مشر وي؟


عمران خان له هغه وروسته وزیراعظم شوی وو چې ګوند یې د ۲۰۱۸م کال د جولايي پر ۲۵مه په عامو انتخاباتو کې پراخې چوکۍ ګټلې وې.
عمران خان له هغه وروسته وزیراعظم شوی وو چې ګوند یې د ۲۰۱۸م کال د جولايي پر ۲۵مه په عامو انتخاباتو کې پراخې چوکۍ ګټلې وې.

د پاکستان لرې کړل شوي وزیراعظم او د تحریک انصاف مشر عمران خان د اپریل پر اتمه ولس ته په ټلویژني وينا کې ویلي وو چې "په راتلونکي کې به له بهره د راوړل شوي حکومت پرضد دریږي.

د عمران خان دریځ دی چې ګواکې د اپوزېشن ګوندونو جوړېدونکی حکومت له بهره د ده پرضد د یو دسیسې په توګه رامنځته شوی دی.

د اپوزېشن ګوندونو چې له کله د هغه پرضد د عدم اعتماد راوړلو هلې ځلې چټکې کړې نو نوموړي دا تور پورې کړ چې ګواکې امریکا د ده د لرې کولو لپاره له اپوزېشن ګوندونو سره لاس یو کړی دی.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا تور رد کړ چې ګواکې دوی د پاکستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي.


اوس پوښتنه دا ده چې عمران خان به د اپوزېشن د مشر په توګه څنګه رویه او چلند ولري؟

په پیښور کې خبریال او شنونکی شمیم شاهد وايي چې په عمران خان کې سیاسي برداشت نشته او هغه ښايي‌ تر لرې کېدو وروسته په هيواد کې کړکيچ رامنځته کړي.

ده وویل، "جلسې جلسونه او مظاهرې به کوي، او د هغه به دا هڅه وي، چې راتلونکي حکومت ته مشکلات پيدا کړي او حکومت به دې ته مجبوروي چې په هيواد کې بیا پارليماني ټاکنې وشي."

د شمیم شاهد په وینا، دا ځکه چې له تيرې يوې میاشتې هغه ویلي وو چې نه حکومت پرېږدي او نه استعفا ورکوي خو انتخاباتو ته تیار دی.

د اپوزېشن ګوندونو له خوا عمران خان یو ناکامه وزیراعظم بلل کېده او تورې پورې کاوه چې ملک یې د تباه پر لور روان کړی دی.

خو عمران خان د دې په غبرګون کې دریځ درلود چې په ملک کې کمزوری اقتصاد ورته له تېرو حکومتونو پاتی دی کومو چې د ده په وینا پراخې درغلۍ کړې وې.

په اوسني رامنځ ته شوي‌ حالت کې بله پوښتنه دا ده چې ایا د اپوزېشن د مشر په توګه له عمران خان سره داسې څه لاسته راوړنې شته چې ولس ته یې وړاندې کړي؟

په ملاکنډ پوهنتون کې د سیاسیاتو د څانګې استاد معراج الحمید ناصري وايي چې د درې نيم کلنې واکمنۍ پر مهال عمران خان د وزیراعظم باوجود د اپوزیشن د يو مشر په ډول چلند درلود.

ناصري وویل چې عمران خان به هر وخت په خپلو ويناګانو کې یوازې تنقید کاوه خو د ده په وینا، له عمران خان سره داسې مهم او سنجیده موضعات هم شته چې مثبت دي او سیاست پرې کولای شي؟

ده زیاته کړه، "دوی په خپله واکمنۍ کې داسې څه کارونه کړي دي لکه د صحت او تعلیم په صوبايي محکمو کې يې خلکو ته روزګارونه ورکړي دي، د علاج لپاره يې صحت کارډ منصوبه جاري کړې ده او په سرکاري محکمو کې د څارنې نظام عملي کول هم یوه ښه منصوبه ده."

خو معراج الحمید ناصري وویل، دا هم یو حقیقت دی چې د عمران خان پلویان نه د هغه له خپلو ژمنو په شا کيدو ته ګوري او نه یې کارکردګۍ ته ګوري او بس ورپسې دي.

عمران خان له هغه وروسته وزیراعظم شوی وو چې ګوند یې د ۲۰۱۸م کال د جولايي پر ۲۵مه په عامو انتخاباتو کې پراخې چوکۍ ګټلې وې.

خو د اپوزېشن ګوندونو تور پورې کړی وو چې ګواکې پوځ د تحریک انصاف په حق پراخې درغلۍ کړې وې او هغه یې واک ته رسولی وو. خو پوځ او تحریک انصاف دواړو دا تورونه رد کړي وو.

XS
SM
MD
LG