د لاسرسي ځای

تازه خبر

په مرکز کې د واک بدلېدل به پر بلوچستان حکومت اغېز ولري؟


د عمران خان ګوند په بلوچستان کې هم په حکومت کې د بلوچستان عوامي ګوند سره شریک دی
د عمران خان ګوند په بلوچستان کې هم په حکومت کې د بلوچستان عوامي ګوند سره شریک دی

ټاکل شوې ده چې د پاکستان قومي اسمبلۍ د اپریل پر نهمه، د وزیراعظم عمران خان خلاف د اپوزېشن له خوا پر وړاندې شوي عدم اعتماد تحریک رایې واچوي.

که چېري اپوزېشن ګوندونو لږ تر لږه ۱۷۲ رایې ورکړې نو عمران خان به وزیراعظمي له لاسه ورکړي. دا په داسې وخت کې ده چې د عمران خان تحریک انصاف ګوند په بلوچستان کې هم په حکومت شریک دی. هلته بلوچستان عوامي ګوند، تحریک انصاف او ځینې نور ګوندونه ګډ حکومت لري.

دا وخت د بلوچستان عوامي ګوند په مشرۍ، پاکستان تحریک انصاف، عوامي نیشنل ګوند، بلوچستان نیشنل ګوند عوامي، هزاره ډیموکرېټک پارټۍ او جمهوري وطن پارټۍ شریک حکومت لري. په دې مخلوط حکومت کې تر بلوچستان عوامي‌ ګوند وروسته تحریک انصاف تر ټولو زیاتې یعني اووه څوکۍ لري کوم چې د یاد حکومت لپاره د غړو په پوره کولو کې مهم رول لوبولی وو.


اوس که څه هم بلوچستان عوامي ګوند په مرکز کې د تحریک انصاف د حکومت پرضد له اپوزېشن سره ولاړ دی خو په صوبه کې لا هم د دوی د اتحاد راتلونکی نه دی څرګند. په صوبايي‌ کچه د اپوزېشن تر ټولو لوی ګوندونه جمعیت علمای اسلام او بلوچستان نیشنل ګوند مېنګل دي.

د بلوچستان نېشنل ګوند مشر سردار اختر مېنګل د اپرېل پر اتمه مشال راډیو ته وویل، لکه څنګه چې د ده په وینا، تحریک انصاف په درغلیو واک ترلاسه کړی وو هم داسې بلوچستان عوامي ګوند کړي وو. له نوموړي‌ مې وپوښتل چې ایا دوی به د عمران خان د حکومت په څېر په بلوچستان کې هم د حکومت ضد راپورته کېږي او که نه؟ هغه وویل: "موږ چې په اپوزېشن کې ناست خلک یو، موږ ته تر اوسه داسې څه خبره نده شوې خو په بلوچستان عوامي ګوند کې دننه د اقتدار حوس دی او شاید هم دا وجه ده چې په هغوی کې په خپله هم دا خواهش انتشار خپروي."


د جمعیت علمای اسلام د بلوچستان اسمبلۍ غړی عبدالواحد صدیقي‌ وايي، دی فکر نه کوي چې په مرکز کې د حکومت بدلېده به په بلوچستان کې پر حکومت څه ډېر اغېز وکړي. نوموړي د اپرېل پر اتمه له مشال راډیو سره په خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې ښايي‌ جمعیت علما اسلام هم په صوبايي حکومت ور شریک شي:

"تر کومه حده پورې چې زموږ تعلق دی نو موږ دا وایو چې په مرکز کې به حکومت خامخا بدلېږي خو زما خیال نه دی چې هغه دې په بلوچستان کې پر حکومت اغېز وکړي، جمعیت علما چې تر اوسه په حکومت کې برخه نه درلوده نو اوس که د نویو حالاتو مطابق پرېکړه وکړي نو شاید په حکومت ورشریک شي خو زما په فکر به حکومت هم دا وي او بدلېږي به نه."

د پاکستان سياسي کړکېچ: د ګوندونو او سپريم کورټ رول او چیلېنجونه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:01 0:00


خو په اپوزېشن کې د ناست پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي مرستیال مشر عبدالرحیم زیارتوال مشال راډیو ته وویل

"بلوچستان ارمي پارټۍ چې دوی بلوچستان عوامي پارټۍ ورته وايي، دا دوو برېګېډرانو جوړه کړې ده، په درې میاشتو کې یې جوړه هم کړه او اکثریت یې هم ورکړ، نو دې برېګېډرانو دا لوړه کړې ده چې په سیاست کې به لاسوهنه نه کوي اوس کې دا لاسوهنه بنده شي نو دا تر ټولو لویه سزا ده."

په دې اړه مو د بلوچستان عوامي ګوند له وزیرانو سره بیا بیا د رابطې هڅه وکړه خو بریالي نه شوو.

د یادونې وړ ده چې بلوچستان عوامي پارټۍ پر دوی د لګېدلو تورونو په غبرکون کې وايي چې په اپوزېشن کې ناست ټول ګوندونه ولس رد کړي‌ او دوی ته یې رایه ورکړې ده نو ځکه اوس داسې خبرې کوي.

XS
SM
MD
LG