د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اسلام اباد کې د حکومت او مخالفو سیاسي ګوندونو جلا جلا جلسې


مريم نواز او حمزه شهباز د مسلم ليګ (ن) د احتجاجي قافلې مشري کوي
مريم نواز او حمزه شهباز د مسلم ليګ (ن) د احتجاجي قافلې مشري کوي

د مارچ په ۲۷مه د پاکستان حکمران تحريک انصاف او د مخالفو سیاسي ګوندونو د اتحاد غړي په اسلام اباد کې د جلا جلا جلسو لپاره ورټول شوي.

د تحريک انصاف مشر او د پاکستان وزيراعظم عمران خان خپلې جلسې ته د امر باالمعروف نوم ورکړی او پرېډ ګراونډ ته یې خپل پلويان ورجمع کول پيل کړي دي. د دې ګوند غړي د هېواد له بېلابېلو ښارونو اسلام اباد ته رسېدلي او ځيني یې لا هم پر لاره دي.

بلخوا له اپوزیشن ګوندونو جوړ، پاکستان جمهوري غورځنګ بېلابېلو ګوندونو پلويان هم اسلام اباد ته ورغلي‌دي. دوی خپلې جلسې ته د ګرانۍ ختمولو نوم ورکړی دی. د پيپلز پارټۍ او بلوچستان نېشنل پارټۍ (مينګل) پلويان له سند او بلوچستان څخه په بېلابېلو قافلو کې اسلام اباد ته روان دي.

د مسلم ليګ (ن) قافلې له پنجابه د مريم نواز او حمزه شهباز په مشرۍ پر جي ټي روډ ورغلې دي. همداراز د عوامي نیشنل ګوند او جمعيت علمای اسلام (ف) غړي د خېبر پښتونخوا او کراچۍ څخه وررسېدلي دي. ټولې غاړې د خپل قوت ښودلو لپاره د ډيرو کسانو د راغونډولو په تکل کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د مارچ په ۲۸مه به د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د وزيراعظم عمران خان پر ضد د عدم اعتماد تحريک غونډه کيږي.

دا تحريک اپوزیشن ګوندونو د مارچ په اتمه د اسمبلۍ د سپېکر په دفتر کې جمع کړی وو او غوښتنه کوي چې زر تر زره دې پرې رايه واچول شي. دوی ادعا لري چې پر وزيراعظم عمران خان د اسمبلۍ د غړو اعتماد ختم شوی نو ځکه بايد له چوکۍ ليري شي. خو عمران خان دا ردوي او وايي‌د عدم اعتماد تحريک سره د مقابلې لپاره تیار دی.

د پاکستان قامي اسمبلۍ د غړيو شمېر ۳۴۲ دی. د عدم اعتماد تحريک د بريا لپاره حکومت مخالفه ګوندونو ته د ۱۷۲ رايو اړتيا ده، خو دوی ادعا کوي چې د اسمبلۍ شاوخوا ۲۰۰ غړي ورسره همفکره دي او د وزيراعظم عمران خان پرضد به د تحريک عدم اعتماد په ملاتړ کې رايه وکاروي.

بلخوا د قامي اسمبلۍ د وېپپاڼې له مخې، د پاکستان تحريک انصاف په مشرۍ واکمن حکومت او د دوی اتحادي ګوندونه دا وخت په اسمبلۍ کې ۱۷۸ غړي لري او د حکومت مخالفه غړيو شمېر بيا ۱۶۲ دی.

دا په داسې حال کې ده چې د واکمن ګوند د اسمبلۍ يوشمېر غړي له حکومت څخه "منحرف" شوي چې د راپورونو تر مخې شمېر شاوخوا ۲۰ دی. بلخوا اتحادي ګوندونو هم د وزيراعظم پرضد په عدم اعتماد تحريک کې له حکومت سره د درېدو غوټ دريځ نه دی څرګند کړی.

XS
SM
MD
LG