د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګوادر کې د حق غوښتنې ولسي تحریک بیا احتجاجونه پیل کړي


ګوادر کې د حق غوښتنې ولسي تحریک د ۲۰۲۱ز کال پر ۱۰م ډېسېمبر یو پراخ احتجاجي لاریون کړی وو
ګوادر کې د حق غوښتنې ولسي تحریک د ۲۰۲۱ز کال پر ۱۰م ډېسېمبر یو پراخ احتجاجي لاریون کړی وو

د بلوچستان په ګوادر ضلع کې د حق غوښتونکي ولسي تحريک مشرانو د دې ادعا پر اساس بیا احتجاجونه پیل کړي چې په وينا يې د يوې میاشتې پر تېرېدو سربېره هم حکومت له دوی سره پر کړي تړون عمل نه دی کړی.

د مولانا هدایت الرحمن په مشرۍ د ګوادر او شاخوا سيمو اوسېدونکو د خپلو غوښتنو په حق کې شااوخوا يوه میاشت پرلت وهلی وو چې بالاخره د صوبې وزیراعلی د ډېسېمبر پر ۱۶مه په ځانګړي توګه ګوادر ته ولاړ او له پرلتوالو سره يې يو ۱۹ نکاتي تړون لاسليک کړ چې ورسره پرلت پای ته ورسېد.

په تړون کې حکومت ژمنه کړې وه چې ګوادر ته څېرمه په عرب سمندرګي کې د کبانو نیونو لپاره له سيند صوبې ورتلونکي ټرالران يا لويې کشتۍ بندوي، له ايران سره به پر سرحد د کاروبار لپاره خلکو ته اساني ورکوي او هلته به انتظامي واک له ملېشې ځواکه ولسي حکومت ته سپاري، په ګوادر کې به ځينې امنيتي پوستې ختموي او د پرلتوالو پرضد جوړې شوې مقدمې به بیرته اخلي.

خو د حق غوښتونکي تحريک مخکښ او پر تړون لاسليکونکی مولانا هدايت الرحمن وايي چې د جنورۍ پر ۱۶مه نېټه د حکومت له لورې پر تړون د عمل کولو د ژمنې يوه میاشت پوره شوه خو د ده په ادعا لا هم د تړون پر مادو عمل نه دی شوی.

نوموړي د جنورۍ پر ۲۴مه نېټه مشال رېډيو ته وويل چې په سمندر کې د کب نیونې لوی ټرالران (کشتۍ) لا هم ولاړې دي، د دوی پرضد مقدمې نه دې ختمې شوې، د سرحد انتظامي واک لا هم له اېف سي ځواکونو سره دی، امنيتي پوستې لا هم پر ځای دي او د ګاډو مالکانو ته معاوضې نه دې ورکړل شوې.

د ګوادر کب نیوونکو سازمان مشر خداداد د ۲۰۲۱ز کال په ډېسېمبر مياشت کې مشال رېډيو ته ويلي ول چې د ضلعې ابادي درې لکه ده چې پکې دوه نېم لکه کسانو روزګار په مستقيمه او غیر مستقیمه توګه له کب نيونې سره تړلی دی.

دوی وايي چې له سيند څخه نېږدې ۳۰۰۰ لویې کشتۍ هره ورځ ورځي او د بلوچستان په سمندري حدودو کې په ناقانونه توګه د ورځې په زرګونه کیلوګرامه کبان نيسي چې له کبله يې د ځايي کب نیوونکو کار اغېزمن شوی دی.

مولانا هدایت الرحمن وايي چې پر تړون د عمل نه کولو خلاف دوی د جنورۍ له ۲۰مې ڼيټې له اورماړه څخه احتجاجي جلسې شروع کړې دي. "موږ به هم دغسې غونډې په سربندن، پسني او اوتل سيمو کې هم کوو. که حکومت پر تړون عمل ونکړ نو د مارچ پر لومړۍ نېټه به د ګوادر په هم هغه ځای کې تر نامعلومې مودې پورې پرلت پيلوو چې پکې مو تېر ځل پرلت وهلی وو. دا وار ښايي د خپلو غوښتنو فهرست اوږد کړو."

خو د بلوچستان حکومت بیا وايي چې د تړون عملي کولو ته ژمن دی.

د صوبې مواصلاتو او تعميراتو وزير سردار عبدالرحمن کېتراڼ د جنورۍ پر ۲۴مه نېټه مشال رېډيو ته وويل، چې حکومت به تړون عملي کوي خو "په دې کې به وخت لګېږي. تاسو ته معلومه ده چې وړې وړې غلاګانې کېږي. او بیا دا پراخ سمندر دی چې ګوره خدای پاک پکې د چا چا رزق ليکلی دی خو موږ چې له مولانا صیب (هدايت الرحمن) سره کومې وعدې کړې دي هغه به پوره کوو."

د دې په غبرګون کې چې مولانا هدایت الرحمن وار له مخه د حکومت له لورې پر تړون د عمل نه کولو په ادعا بیا تحريک پیل کړی، کېتراڼ وويل چې دا د هغه له لوري حکومت ته د یادګېرنې هڅه ده.

ګوادر چې د چين په مرسته جوړ شوی یو مهم بندر او د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ وروستی پړاو دی د دواړو هېوادونو په اړيکو کې ډېر ارزښت لري نو ځکه د تېرې مياشتې ولسي تحريک د پاکستانيو او نړيوالو مطبوعاتو پام ځان ته ور اړولی وو.

XS
SM
MD
LG