د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر ښځو د تشدد نړیواله ورځ: خاوند مې د ایس نشه کوي، هره ورځ به یې وهلم


پر ښځو د تشدد خلاف د نړیوالې ورځې په تړاو یو کښلی انځور
پر ښځو د تشدد خلاف د نړیوالې ورځې په تړاو یو کښلی انځور

په خیبر پښتونخوا کې د ښځو د حقونو لپاره کارکونکې غېر سرکاري ادارې وایي، پکار ده چې په ټولنه کې پر ښځو د تشدد او له دوی سره د زور زیاتي خلاف پوهه زیاته کړل شي او د دې لپاره دې سرکاري او غیر سرکاري ادارې او د کور کلي مشران دې غونډې جوړې کړي.

د چارسدې تاجمینه ګل مشال راډیو ته وایي، څو کاله ورسره په کور دننه تر تاوتریخوالي او تشدد لاندې تېره شوې ده او اوس یې د بچو د خرچې او پالنې مقدمه په عدالت کې روانه ده: "زما خاوند به پخوا نشې کولې نو وهل ټکول خو مخکې هم ول خو اوس د ایس نشه کوي، په تېرو دریو کالونو کې یې وهل هم زیات کړي ول. دا اوس عام وهل نه وو، کله به یې راباندې ډز هم وکړي کله به یې په چاړه ووهلم، زه به اکثره بې هوشه شوم، وروستي ځل یې په سړک بهر دومره ووهلم چې ګاوندیانو روغتون ته بوتلم، بیا وروڼو خپل کور ته راوستم او اوس د پلار کره یم. "

د تاجمینې د واده ۱۳ کاله وشول او څلور بچې یې دي، هغه خپله د کشیده کارۍ کار کوي او اوس له خاونده بېله شوې ده.دا زیاتوي چې په خاوند یې د بچو د خرچې کېس کړی دی، خو هغه عدالت ته نه حاضرېږي.

پر ښځو د تشدد شمېرې

د عورت فاونډېشن یو مشر عاصم ملک مشال راډیو ته وویل، دا وار یې د کویډ-۱۹ وبا او په ځینو سیمو کې د کاري مشکلاتو له وجې یې پر ښځو د شوي تشدد شمېرې نه دي راټولې کړي. نوموړی زیاتوي، دوی د اخبارونو په راپورونو هم باور نه شي کولی ځکه دغه تصدیق غواړي، خو په تاڼو کې پر ښځو د تشدد پېښو رپوټېدل زیات شوي دي، بله دا چې د کورونا وبا او د خلکو مالي مشکلاتو هم داسې مسلې زیاتې کړي دي.

د نومبر ۲۵مه پر ښځو د تشدد خلاف نړیواله ورځ ده خو سږ کال پر ښځو د تشدد ختمولو او په دې اړه د عامه پوهاوي زیاتولو تر پېغام لاندې لمانځل کېږي.

په پاکستان کې د ټولنیز پرمختګ لپاره کارکوونکې ادارې سسټېنېبل سوشل ډیولپمنټ په خپل یوه وروستي راپور کې ویلي په دغه هېواد کې د ۲۰۲۱ز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې شپږ زره اووه سوه ۵۴ ښځې تښتول شوي، له ۱۸۹۰ سره جنسي زیاتی شوی دی، په دغو کې یوازې په اسلام اباد کې ۳۴ د جنسي زیاتیو پېښې رپوټ شوي دي. په سوات کې له تېرو اوو کالونو راهیسې پر ښځو د تشدد د پېښو په اړه مالومات راټولولو غېر سرکاري ادارې د اوېکننګ مشر عرفان حسین بابک هلته په روان کال کې پر ښځو د تشدد د مختلفو پېښو په اړه مشال راډیو ته وویل، پر ښځو د تشدد ډېر کېسونه زیاتره پټ پاتې شي: "په ۲۰۲۱ز کال کې تر اوسه ۱۹ ښځې د غېرت په نوم وژل شوې دي او د کورني تشدد ۲۵۲ کېسونه رپوت شوي دي. "

د ۲۰۲۱ز په جولای کې په اسلام اباد کې د یوې نجلۍ نور مقدم د وژنې او پر ښځو د تشدد یوشمېر نورو وروستیو پېښو په ټولنه کې د ښځو د وضعیت او د حقونو په اړه بحث راپاروو.د هغه پېښې خلاف د اسلام اباد پشمول په یو شمېر نورو ښارونو کې مظاهرې شوې دي. د اسلام اباد د پولیسو د رپوټ ترمخه د هغه جینۍ یو ملګري ظاهر جعفر په خپل کور کې دننه له نور مقدمې څخه سر غوڅ کړی. خو نوموړی پر ځان له لګېدلي توره انکار کوي، او دا وخت یې په عدالت کې مقدمه روانه ده. پر دغه پېښه د پاکستان په پارلمان کې هم څو واري بحث راپورته شوی دی.

ایا پر ښځو د تشدد پېښې زیاتې شوي دي؟

د نومبر پر ۲۱مه د چارسدې ضلعې د پولیسو ترمخه په سردریاب سیمه کې یو تن په کور دننه خپله د تره لور د رشتې نه د انکار کولو له وجې په ډزوو ویشته. د سوات ضلعې په بریکوټ کې د تېر اګست پر ۲۰مه د شپې ناوخته دوه ښځې د غیرت یا پت په نوم وژل شوي او یوه ژوبل شوې ده.

د بریکوټ پولیس وایي، دغه پېښه په ناوګۍ کلي کې شوې ده چې په وژل شویو کې یوه نجلۍ د اګست پر ۲۲مه ودېدله.

بلخوا په خیبر پښتونخوا کې د ښځو د حقونو غېر سرکاري ادارې وایي د دوی دفترونو ته له ورغلیو کېسونو دا ظاهرېږي چې پر ښځو د تشدد پېښې زیاتې شوي دي. هم د داسې یوې غیر سرکاري ادارې د هوا لور مشرې خورشید بانو مشال راډیو ته وویل، ښځې روزانه د دوی دفترونو ته فونونه کوي او د سرپناه غوښتنه کوي: "له موږ سره زیاتره د کورني تشدد، جنسي ځوورنو، د ماشومانو د خرچې کېسونه راځي. ډېرو ښځو ته دا نه وي معلومه چې څنګه قانوني مرستې تر لاسه کړي، د طلاق کېسونه هم راځي."

د طلاق کېسونه زیات شوي

د پېښور های کورټ یوه وکیله مشال راډیو ته وایي د پخوا په نسبت اوس د بچو د خرچې او طلاق د کېسونو شرح زیاته شوې ده: "د کورونا وبا له وجې چونکې عدالتونه بند ول نو کېسونه جمع شول په دغو کې زیاتره د ماشومانو د خرچې مقدمې دي. په داسې مقدمو کې ښځه او خاوند له یو بل نه بېل اوسېږي او خاوند د میاشتې د بچو خرچه ښځې ته ورکوي."

د عورت فاونډېشن د خیبر پښتونخوا مشره شبینه ایاز مشال رادیو ته وایي د قانون له جوړولو سره سره باید د پوهې لپاره زیات کار وشي: "زموږ دفتر ته روزانه د یوې یا دوو ښځو فونونه راځي، دا د تشدد ښکار ښځې وي چې د سرپناه مالومات کوي یا قانوني مرستې غواړي. یو فون خو روزانه خامخا وي."

د خیبر پښتونخوا د کورني تشدد خلاف قانون

د خیبر پښتونخوا حکومت د ۲۰۲۱م کال په جنوري میاشت کې د کورني تشدد خلاف قانون منظور کړی خو د دغه قانون طریقه کار (رولز اف بزنس) لا نه دی منظور شوی.

د خیبر پښتونخوا د ښځو د وضعیت په اړه د حکومتي کمېشن مشره رفعت سردار وایي، پر ښځو د کورني تشدد د مخنیوي قانون د قانون وزارت ته لېږل شوی دی چې دوی يې څنګه منظور کړي نو عملي کار به پرې پیلوي. رفعت سردار دا هم وایي پر ښځو د تشدد خلاف د پوهې لپاره یې یو مهم هم پېل کړی دی. دا زیاتوي چې په پاکستان کې په درېوو کې یوه ښځه تر کورني تشدد تېرېږي. د دې په اند دا شمېره ښايي په درېوو کې دوه وي ځکه چې ډېرې پر هغوی د شوي تشدد حال نه وايي.

رفعت سردار وایي د دغه قانون په اړه به د صوبې پولیسو ته هم مالومات ورکوي چې څنګ به پر ښځو د تشدد د پېښو مقدمې درجوي. په خیبر پښتونخوا کې په سرکاري توګه چې پکې غېر سرکاري ادارې او د ښځو د حقونو فعالان هم شامل دي وایي دوی په دې اړه سره له ننه (۲۵ نومبر) یو مهم هم پیل کړی چې په پوهنتونونو او نورو تعلیمي ادارو کې به غونډې کوې چې مقصد یې پر ښځو د هر قسم تشدد خلاف په ټولنه کې پوهه زیاتول دي.

XS
SM
MD
LG