د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وايي له قرغیزستان سره دوه اړخیزه سوداګري تر ۲۰۰ مېلیونه ډالره پورې لوړوي


د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف (ښي لوري ته) د ډېسېمبر پر څلورمه په خپل دفتر کې قرغیز ولسمشر صدر جپاروف ته لاس ورکوي.
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف (ښي لوري ته) د ډېسېمبر پر څلورمه په خپل دفتر کې قرغیز ولسمشر صدر جپاروف ته لاس ورکوي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف له قرغیزستان سره د دوه اړخیزه سوداګرۍ کچ ۲۰۰ مېلیونه امریکايي ډالرو ته د لوړولو هوډ ښوولی دی.

د وزیراعظم دفتر د ډېسېمبر پر څلورمه په بیان کې ویلي چې شریف په اسلام اباد کې له قرغیز ولسمشر صدر جپاروف سره په ملاقات کې ورته د سوداګرۍ زیاتولو وړاندیز وکړ چې هغه ومانه.

وروسته شریف د پاکستان او قرغیزستان سوداګرۍ فورم ته په وینا کې ژمنه وښوده چې په راتلونکو دوو کلونو کې له هغه سره د سوداګرۍ کچ له پینځه مېلیونه څخه تر ۲۰۰ مېلیونه ډالره پورې لوړوي.

د پاکستان د حکومت د معلوماتو څانګې ریاست پر خپله ووبپاڼه په بیان کې لیکلي، د سوداګرۍ په فورم کې د "درملو، تعلیم، بانکدارۍ، کانونو، معلوماتي ټېکنالوژۍ، انرژۍ او د شیانو لېږد یا لاجېسټېکي چارو" په ګډون د بېلابېلو څانګو "۲۰ قرغیز استازو"، پاکستانیو چارواکو او "۸۳ پاکستانیو شرکتونو یا کمپنیو" ګډون وکړ.

بیان وايي، پاکستان او قرغیزستان په غونډه کې "د درمل جوړونې، معلوماتي ټېکنالوژۍ، کانونو، پانګونې، انرژۍ، لاجېسټيکي او بانکي چارو په ګډون" په یوشمېر برخو کې ۱۱ مفاهمتلیکونه لاسلیک کړل.

د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو چارو وزیر جام کمال خان غونډې ته په وینا کې ټینګار وکړ چې دواړه هېوادونه د کرنې، درمل جوړونې، معلوماتي ټېکنالوژۍ او دوامداره او زرغونې انرژۍ په برخو کې د همکاریو او پانګونو راز، راز موقعې لري چې باید ورڅخه ګټه واخیستل شي.

د پاکستان وزیراعظم هغې غونډې ته په وینا کې زیاته کړه چې قرغیزستان ته "د کراچۍ او ګوادر د بندرونو له لارې سمندر ته چټکې رسایۍ ورکولو ته چمتو" دی.

ولسمشر جپاروف غونډې ته په وینا کې وویل، د دواړو هېوادونو ترمینځ د سوداګرۍ پراخولو او اقتصادي همکارۍ لپاره ډېر فرصتونه موجود دي.

نوموړی له یو حکومتي پلاوي سره یوځای د ډېسېمبر پر درېیمه په دوه ورځني سفر پاکستان ته ولاړ او هلته یې یوشمېر مفاهمتلیکونه لاسلیک کړل.

دا د ۲۰ کلونو په موده کې پاکستان ته د قرغیزستان د ولسمشر لومړی سفر وو.

XS
SM
MD
LG