د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تحریک انصاف بهرنۍ چندې د ملکي تاریخ غټه رسوايي ده: مولانا فضل الرحمان


مولانا فضل الرحمن
مولانا فضل الرحمن

په اسلام اباد کي د پاکستان جمهوري تحریک کاري کمېټۍ (سټېرینګ کمېټۍ) تر غونډې روستو د تحریک مشر مولانا فضل الرحمان د مسلم لیګ ن مرستیالې مشري مریم نواز او نورو مشرانو په شریک خبري کانفرنس کي وویل چې د جنورۍ پر ۱۹مه د بهرنیو چندو قضیې (فارن فنډنګ کېس) د نه فیصله کولو پرضد د ټاکنو کمېشن مخې ته احتجاج کوي.

مولانا فضل الرحمان د جنورۍ پر ۱۸مه وویل، چې په دغه احتجاج کې به د راولپېنډۍ او اسلام اباد د حزب اختلاف د ګوندونو کارکنان ګډون کوي او د دې احتجاج لپاره یې له ټول هېواده خلک نه دي رابللي.

له بهره د غیر قانوني پیسو ترلاسه کولو په لړ کې مولانا فضل الرحمان تور ولګولو چې د تحریک انصاف مشر عمران خان د خپل ګوند د مالي پانګو په نوم په ناقانونه توګه په کروړونو روپۍ ترلاسه کړې وې خو له تېرو شپږو کلونو راهسسې دا مهمه قضیه نه فیصله کیږي.

نوموړي زیاته کړه دا د پاکستان په سیاسي تاریخ کې تر ټولو لويه رسوايي (سکېنډل) ده چې مرکزي کردار یې د هېواد وزیر اعظم عمران خان دی، خو له تېرو شپږو کلونو راهیسې یې فېصله نه کیږي او د دې لامل دا دی چې کېدای شي عمران خان له ادارو سره یو ډول مفاهمت یا اېن ار او کړی وی.

مولانا فضل الرحمان د فارن فنډنګ کیس ته د "اېن ار او مور" وویل.

قومي مفاهمت یا د اېن ار ټکې د عمران خان لخوا اکثر کارول کیږي او هغه د مخالف ګوندونو احتجاجونو په رد عمل کي وايي چې دوی د درغلیو یا کرپشن په مقدمو کي له حکومته اېن ار او غواړي او هم د دې لپاره دوی د احتجاجونو له لارې پر حکومت فشار اچوي چې د دوی مشران د احتساب له عمله بچ شي.

په خبري کانفرنس کي د اسلا اباد په لور د حکومت په ضد د لانګ مارچ په اړه هم خبرې وشوي او د مسلم لیګ ن مرستیالې مشري مریم نواز وویل چې د جنورۍ د ۳۱مې نېټې وروسته به دوی په دغه اړه یو فیصله کوي او په خبري کانفرنس کي دوی په کراچۍ، راولپنډۍ او حېدر اباد کي په شریکه د نورو جلسو جلوسونو نېټې هم اعلان کړي.

د ۲۰۱۴ کال په نومبر کې د تحريک انصاف يو بنسټګر او پخواني غړي، اکبر بابر خپل ګوند ته له بهره د ناقانونه پیسو ورتلو خبره کړې وه او بيا یې کېس د ټاکنو کمېشن ته وړی وو.

خو د عمران خان حکومت دا تورونه رد کړي دي او پر اپوزیشن ګوندونو، پيپلز پارټي او مسلم ليګ (ن) له بهره د غيرقانوني پیسو ترلاسه کولو تور پورې کوي چې هغو یې بې بنياده بولي.

XS
SM
MD
LG