د هند په تامل ناډو ریاست کې د ټېل ماټېل په پېښه کې ۳۹ کسان وژل شوي دي.
رویټرز خبري اژانس ویلي چې د سېپټېمبر پر ۲۷مه د فلمي ستوري تهلاپاتي ویجې د راتلونکي کال ټاکنو لپاره د خپل ګوند "تاميلاګا ويتري کاګام" کمپاين کاوه چې پر دې مهال ټېل ماټېل وشو او پکې ۳۹ کسان ووژل شول. په وژل شوو کې نهه ماشومان هم دي او تر ۵۰ زیات زخمیان شوي دي.
ویجې چې د درېیو لسیزو راهیسې د تامل سینما یو له خورا شتمنو فلمي ستوریو دی، پروسږ کال د خپل ګوند له جوړېدو راهیسې یې څو ځلې لویې ولسي غونډې کړې دي.
رویټرز د نوموړي په حواله ویلي چې په کارور ضلع کې د ټېل ماټېل په پېښه کې د خلکو په مړینه سخت خپه دی. نوموړي له اغېزمنو کورنیو سره یې د ملاتړ ژمنه کړې ده.
د تامل ناډو اعلا وزیر د وژل شوي هر کس کورنۍ ته د یو میلیون هندي روپیو ورکولو اعلان کړی دی.
بل پلو د تامل ناډو اعلا وزیر اېم کې سټالین د وژل شوي هر کس کورنۍ ته د یو میلیون هندي روپیو ورکولو اعلان کړی دی.
خو د هند یو پولیس چارواکي د سېپټېمبر پر ۲۸مه ویلي چې په تامل ناډو ریاست په کارور ضلع کې د ټېل ماټېل په پېښه کې د ۳۹ کسانو تر وژل کېدو وروسته پولیسو د هنرمند ویجې د سیاسي ګوند خلاف مقدمه درج کړې ده.
فرانس پريس اژانس د چارواکو او عیني شاهدانو په حواله ویلي چې شاوخوا ۲۷،۰۰۰ کسان د سېپټېمبر پر ۲۷مه د یو سیاسي لاریون په ترڅ کې د څو ساعتونو لپاره په سخته ګرمۍ کې ولاړ وو. اژانس زیاته کړې چې دغه مهال خلکو د ویجې د ليدو هڅه کوله چې ناڅاپه ګڼه ګوڼه جوړه شوه او وېره خپره شوه.
اې اېف پي وايي چې په ټولنیزو رسنیو په خپرو شوو ویډیوګانو کې لیدل شوي چې نوموړی د وېري له خپریدو لږ وخت مخکې د ګوند پلویانو ته د اوبو بوتلونه اچوي.
عیني شاهدانو ویلي چې د ساعتونو ځنډ، د پولیس سرتېرو کم شمېر او د خلکو د ونې له څانګې څخه د لیدونکو پر سر د لوېدو له امله هم دا پېښه شوې ده.
په هند کې زیاتره د مذهبي رسمونو او سیاسي غونډو یا لاریونونو پر مهال د ټېل ماټېل پېښې کېږي. د هند اوسېدونکي د دې لامل د حکومت لخوا ناسم اقدامات یادوي.