د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډانلډ ټرمپ: که افغانستان د بګرام اډه امریکا ته ونه سپاري نو بدې پېښې به رامنځ ته شي


امريکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ
امريکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ یوځل بیا د بګرام د هوايي اډې د نیولو پر هوډ ټینګار کړی دی.

ولسمشر ټرمپ د سېپټېمبر پر ۲۰مه پر خپله ټولنیزه شبکه ټروت سوشل په یوه بیان کې ګواښ وکړ او ویې لیکل چې که افغانستان د بګرام هوايي اډه هغه چا ته چې جوړه کړې یې ده، یعنې امریکا ته ونه سپاري، نو بدې پېښې به رامنځ ته شي.

ټرمپ ویلي دي چې امریکا هڅه کوي دا اډه بېرته ونیسي ځکه د ده په وینا، طالبان له امریکا څخه ځینو شیانو ته اړ دي.

هغه نور جزییات نه دي ورکړي او سپینې ماڼۍ هم په دې اړه تبصره نه ده کړې، خو ښاغلي ټرمپ مخکې هم ویلي ول چې هڅه کوي د بګرام هوايي اډه بېرته ونیسي او دلیل یې دا ورکړی وو چې دا اډه د چین د اټومي وسلو تاسیساتو ته نېږدې ده.

نوموړي په تېرو څو ورځو کې بیا بیا امریکا ته د بګرام هوايي اډې د سپارلو په اړه جدي څرګندونې کړې دي او د سژپټېمبر پر ۱۸مه یې په لندن کې د برتانیا له وزیراعظم کایر سټارمر سره د لیدو پر مهال هم ورته ټینګار کړی وو.

د امریکايي ولسمشر استدلال دا دی چې دا سیمه له هغه ځایه چې چین اټومي وسلې پکې جوړوي، یوازې یو ساعت فاصله لري.

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د سېپټېمبر پر ۱۹مه راپور ورکړی وو چې امریکايي چارواکو د تروریزمترهګرۍ په اړه د طالبانو له مشرانو سره خبرې کړې دي.

د بګرام هوايي اډه (آرشیف)
د بګرام هوايي اډه (آرشیف)

د طالبانو چارواکو د امریکا دا غوښتنه رد کړې ده خو د اړیکو د ښه کولو په اړه خبرو ته چمتووالی ښوولی دی.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ذاکر جلالي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي دي افغانستان او امریکا له یوبل سره تعامل ته اړتیا لري او کولای شي چې د متقابل درناوي او ګډو ګټو پربنسټ سیاسي او اقتصادي اړیکي ولري خو په افغانستان کې د امریکا له پوځي حضور پرته.

امریکا د بګرام هوايي اډه د ۲۰۲۱ کال په جولای میاشت کې د افغانستان د هغه مهال حکومت ته سپارلې وه.

د بګرام هوايي اډه چې د کابل د شمال په څلوېښت کیلوميتره واټن کې پرته ده په ۱۹۵۰مه لسیزه کې د پخواني شوروي اتحاد په مرسته جوړه شوې، خو په تېرو دوو لسیزو کې امریکايي پوځیانو په پراخ ډول کار ترې اخیست.

دا اډه د ۲۰۲۱ کال په جولای میاشت کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتلو کې د ګډوډۍ له پېښېدو یوازې څو اونۍ مخکې د افغانستان د هغه مهال حکومت ته وسپارل شوه.

د همدې کال د اګست پر ۱۵مه نېټه پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته واشنګټن د افغانستان له اوسنیو واکمنو سره خپل ښکاره اړیکي یوازې د برمته وو د خوشې کولو لپاره د خبرو ترحده محدود کړل.

افغانستان اوس مهال په نړیواله کچه يوازې دی او د اقتصادي فعالیتونو، د بهرنیو مرستو او د خصوصي پانګونو د ترلاسه کولو په چارو کې له ستونزو سره مخامخ دی.

ولسمشر ټرمپ له دې مخکې د پاناما کانال او ډنمارک د ګرینلنډ ټاپو په ګډون د نړۍ د ځینو نورو سیمو د نیولو یا د هغو د پېرلو په اړه هم خبرې کړې وې او همداراز ویلي یې وو، چې غواړي کنېډا د امریکا ۵۱م ایالت وي چې دې څرګندونو د دې هېوادونو سخته غوصه پارولې وه.

XS
SM
MD
LG