د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ازادې اروپا راډیو مشرتابه له افغان ولسمشره غوښتي، د خبریالانو خوندیتوب یقیني کړي


چک جمهوریت کې د ازادې اروپا/ مشال راډیو مرکزي دفتر
چک جمهوریت کې د ازادې اروپا/ مشال راډیو مرکزي دفتر

د د ازادې اروپا راډیو مشرتابه له افغان ولسمشر محمد اشرف غني غوښتي چې ټول هغه څه چې په واک کې یې دي وکاروي څو د دې راډیو او نورو مسلکي خبریالانو خوندیتوب یقیني شي.

د ازادې اروپا سرپرستې مشرې ډیزي سېنډلر ښاغلي غني ته د یوه لیک په استولو په هلمند کې د خپل خبریال الیاس داعي وژنه یاده کړې چې غږ یې د هغې په وینا، د دې لپاره په لوی لاس چوپ کړای شو چې افغان ولس ته ریښتیا ونه رسولی شي.

په هلمند کې د نومبر ۱۲مې پر سهار د ازادۍ راډیو خبریال محمد الیاس داعي په مرکز لښکرګاه کې د مقناطیسي ماین په چاودنه کې ووژل شو.

سېنډلر د دغې وژنې په تړاو د ځینو نیونو یادونه هم کړې، خو وایي په دې اړه ورسره هېڅ کوټلي معلومات شریک شوي نه دي.

په لیک کې دغه راز په افغانستان کې د ازادۍ راډیو د دفتر مشرتابه او کارکوونکو ته د روانو ګواښونو یادونه هم شوې چې اټکل دی په راروانو اوونیو او میاشتو کې لا ډېر شي.

ډیزي سېنډلر ټینګار كړی چې د ۲۰۱۸ز کال په غبرګو ځانمرګي حملو کې د درېوو همکارانو له بایللو سره سره هم ازادي راډیو د افغانستان خلکو ته د ریښتیاوو رسولو په برخه کې خپله دنده پرېنښوده او اوس به هم د خپلو ژورنالستانو د خوندیتابه لپاره خپل ټول وس کوي، خو وایي په یوازې سر بریالۍ کېدلی نه شي.

د ازادې اروپا سرپرستې مشرې ولسمشر غني هڅولی چې خپل امنیتي ځواکونه او پولیس د ازادي راډیو د خبریالانو د وروستیو وژنو پلټنې، محاکمې ته د وژونکو مخامخولو او د نورو دغه ډول پېښو مخنیونې ته وګوماري.

XS
SM
MD
LG