د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر کې چاودنې ۴ عسکر وژلي او ۲ یې ټپي کړي دي

په خیبر قبایلي ضلع کې وخت نا وخته پر امنیتي ځواکونو بریدونه کېږي. (انځور: ارشیف)
په خیبر قبایلي ضلع کې وخت نا وخته پر امنیتي ځواکونو بریدونه کېږي. (انځور: ارشیف)

د خیبر پښتونخوا د قبایلي ضلعې خیبر په باړه کې د ملېشه ځواک پر یوې قافلې په بمي چاودنه کې څلور امنیتي عسکر وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.

د ملېشه ځواک یوه چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې دا پېښه د ډېسېمبر پر ۲۰مه ماسپښین مهال د باړې په بر قمبرخېلو کې له کړپه پوستې سره نږدې شوې ده.

نوموړي وویل چې د ملېشه ځواک پر یوه قافله د ریموټ کنټرول په په وسیله برید شوی دی. د دوی په وینا، دې قافلې امنیتي پوستو ته خوراکي توکي رسول.

چا تر اوسه د دې پېښې ذمه واري نه ده منلې.

دا چاودنه په داسې حال کې شوې ده چې د پاکستان پوځ غواړي د خیبر په تیرا دره کې د وسلوالو پرضد عملیات پراخ کړي او د هغې سیمې مشران په مشروط ډول ورسره د سیمې پر خالي کولو سلا شوي هم دي.

د تیرا قبایلي مشران وايي، پوځ باور ورکړی دی چې سیمه به په یوه کال کې دننه له وسلوالو پاکوي او بې کوره شوي خلک به بیرته خپلو سیمو ته ستنوي.

  • انځور سایز

    فرهاد شینواری

    فرهاد شینواری په خیبر کې د مشال راډیو خبریال دی او د هم هغې سیمې پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو موضوعاتو خبریالي کوي. 

XS
SM
MD
LG