د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبایلي ضلعو لپاره بیا د لسګونو اربو روپو اعلان


د قبایلي سیمو ځینې مشران
تصویر له تاخچې (ارشیفه)
د قبایلي سیمو ځینې مشران تصویر له تاخچې (ارشیفه)

د پاکستان حکومت وايي، د قبایلي ضلعو د پرمختیايي چارو او بیارغونې لپاره څه باندې یونیم سل اربه روپۍ اېښې دي.

دا خبره د نومبر پر ۱۷ مه نېټه په اسلام آباد کې د پاکستان وزیر اعظم عمران خان لپاره د خزانې سلاکار ډاکټر عبدالحفیظ شیخ په یوه خبري ناسته کې وکړه. د نوموړي په خبره دا پېسې به دې سیمو کې د پرمختیايي ډانچې پراخولو، د صحت، تعلیم او سړکونو په جوړولو لګېږي.

د یادولو ده چې دغه ډول اعلانونه د پاکستان مخکیني وفاقي حکومت او د عمران خان په مشرۍ اوسنی وفاقي حکومت بیا بیا کوي چې په پخوانۍ فاټا کې یې د پرمختیايي کارونو لپاره په لسګونه او سلګونه اربه روپۍ بېلې کړې دي خو د سیمې ځايي سیاسي او ولسي مشران وايي، حکومتونه تش اعلانونه کوي.

بیا بیا د حکومتي پرمختايي اعلانونه خبره مو له خېبر ضلع د واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف د قامي اسمبلۍ له غړي اقبال اپرېدي سره وڅېړله. دي وايي حکومت يې ژمن دی چې په قبایلي ضلعو کې د بیا ودانۍ او پرمختیايي کارونه وکړي او د تعلیم او صحت چې کومې منصوبې ولاړې دي، هغه بیرته پیل کړي نو د نورو خصوصي فنډونو ترڅنګ ورته وفاقي حکومت دا فنډ هم ورکړی.

د شمالي وزیرستان یو مشر ملک قسمت خان وزیر وايي، له انضمامه وروسته یې په ټولو سیمو کې نظام د ګډوډۍ ښکار دی. د ده په خبره د انضمام  هېڅ ګټه او اصلاحات په نظر نه ورځي بلکې ستونزې یې تر پخوا لا ډېرې شوې دی. 

نوموړي په دعوې سره وویل چې د دوی په پنځه کلنه حکومتي دوره کې په قبایلي ضلعو کې دومره زیات پرمختیايي کارونه وکړي چې په بندوبستي سیمو کې به هم نه وي شوي.

په دا وروستیو کې وزیر اعظم عمران خان د باجوړ دورې پر مهال اعلان کړی وو چې قبایلي ضلعو ته به تر لسو کلونو پورې هر کال سل اربه روپۍ ورکوي خو د دې سیمو مشران وايي د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ حکومت د قبایلي ضلعو لپاره یواځې اعلانونه کوي او تر دې دمه يې هېڅ یوه غټه پروژه نه ده لیدلې.

له باجوړه د قامي اسمبلۍ پخوانی غړي شهاب الدین خان وايي، له باجوړه تر وزیرستانه ټولې سیمې یې کتلې دي خو د اوسني حکومت هېڅ یو کار هم ورته په نظر نه دی ورغلی. دوی خو تر اوسه د خاصه دارو مسله هواره نه کړه، نه يې تاڼې جوړې کړې او نه عدالتونه جوړ شو نو دوی دې وښيي چې په کوم ځای کې به دا پېسې لګوي.

شهاب الدین خان زیاتوي دا خو لا لېرې خبره ده چې په سیمه کې به به نوې منصوبې پیلېږي، هغه د دوی د وخت فنډونه لا قبایلي ضلعو ته نه دي ورکړل شوي.

شهاب الدین خان د مشال راډیو له خبریال خالد خان سره
شهاب الدین خان د مشال راډیو له خبریال خالد خان سره

د شهاب الدین خان غوندې ګیلې او ماڼې له مومندو د عوامي نیشنل پارټۍ د صوبايي اسمبلۍ غړی نثار مومند هم کوي. نوموړی وايي، د اوسني حکومت هېڅ یو ترقیاتي کار یې په سیمه کې نه دی لیدلی. د ده په خبره دا هرڅه یواځې د غونډو، ملاقاتونو او اعلانونو تر حده دي، په میدان هېڅ نشته.

قبایلي سیمې په دوه زره اتلسم کال مې میاشت کې د پاکستان مسلم لیک ن په حکومت کې د فاټا اصلاحاتو ترمیمي بل له منظورېدو پس په خېبرپښتونخوا صوبه کې ورګډې کړل شوې خو اوسېدونکي یې وايي، له ګډېدو سره یې په سیمه کې انتظاميي ګډوډي ډېره شوې او دپرمختیا پرځای پرشا روان دي.

د شمالي وزیرستان یو مشر ملک قسمت خان وزیر وايي، له انضمامه وروسته یې په ټولو سیمو کې نظام د ګډوډۍ ښکار دی. د ده په خبره د انضمام هېڅ ګټه او اصلاحات په نظر نه ورځي بلکې ستونزې یې تر پخوا لا ډېرې شوې دی.

پخوانۍ فاټا په شمالي او جنوبي وزیرستانونو، اورکزو، کورمې، خیبر، مومند او باجوړ ضلعو مشتمله دي چې په تېرو څو لسیزو کې ترهګرۍ او د ناکراریو ګڼو پېښو دغه سیمې ډېرې سختې ځپلې او د خلکو په وینا لا یې هم امنیت ډاډمن نه دی.

XS
SM
MD
LG