د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نواز شریف خلاف د بغاوت مقدمه حکومت نه ده کښلې: شبلي فراز


د پاکستان پخوانی وزیر اعظم نواز شریف په لاهور کې له احتساب عدالته د راوتو مهال: ۲۰۱۹، ۱۱ اکتوبر
د پاکستان پخوانی وزیر اعظم نواز شریف په لاهور کې له احتساب عدالته د راوتو مهال: ۲۰۱۹، ۱۱ اکتوبر

د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير ويلي چې د دې هېواد د پخواني وزيراعظم او د مسلم ليګ ن د رهبر نواز شريف پر ضد د بغاوت مقدمه حکومت نه ده درج کړې او نه هم پکې لاس لري. شبلي فراز د اکتوبر پر شپږمه (پرون) د وفاقي کابينې له غونډې وروسته په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل چې وزيراعظم عمران خان هم په دې کې ښکېل نه دی.

له دې وړاندې پرون د لاهور پوليسو هم ويلي ول چې د نواز شريف او د هغه د ګوند د لسګونه غړو پرضد د بغاوت مقدمه د هېڅ رياستي ادارې لخوا نه ده درج شوې بلکې د بدر رشيد په نوم يوه کس درج کړې ده.

د اکتوبر پر پينځمه د لاهور په شاهدره تاڼه کې بدر رشيد د نواز شريف او پاکستان مسلم ليګ ن پر شاوخوا ۴۰ مشرانو د بغاوت مقدمه درج کړه چې پکې ادعا شوې چې نواز شريف د پاکستان او رياستي ادارو پر ضد د کرکې او پارونې ويناوې کوي او د هغه د ګوند نومول شوي مشران بيا د هغه د خبرو ملاتړ کوي.

د اېف ای ار په غبرګون کې د مسلم ليګ ن ګوند يو مشر او د پاکستان پخواني وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ويلي چې د پاکستان تحريک انصاف واکمن حکومت دې د بل چا په نومونو د دوی پرضد د بغاوت مقدمې نه درجوي بلکې پخپله دې راوړاندې شي چې ولس ته یې حقيقت معلوم شي.

تر دې ړواندې د اکتوبر پر درېیمه د پاکستاني وزیراعظم د سياسي چارو سلاکار ډاکټر شهباز ګیل پر پخواني وزیراعظم نواز شریف د غدارۍ تور پورې کړی وو.

شهباز ګیل په ټويټر پاڼه په يو ويډيو کې نواز شريف ته غدار ويلي ول خو ثبوت یې ونښود.

ده ویلي، "دې [نواز شريف] د مودي [هندي وزيراعظم] پټکۍ تړلی دی. دا غدار له دې پټکي سره دا پيغام ورکوي چې ستا او زما عزت زيات شوی دی. نن دوی دا خبرې کوي چې زموږ دفاعي ادارې سمې نه دي."

بلخوا د ګوجرانوالې پوليسو د نواز شريف زوم او د مسلم ليګ نواز يو مخکښ محمد صفدر پرضد د رياست خلاف د بغاوت مقدمه درج کړې ده.

د ګوجرانوالې په سيټلايټ ټاون کې درج شوې دې مقدمه کې پر صفدر تور پورې شوی چې د رياستي ادارو خلاف يې له کرکې ډکه وينا کړې ده.

صفدر په هغه وينا کې ويلي که مريم نواز ونيول شوه نو د کور کمانډر کور مخ ته به احتجاجي پرلت وهي.

د دې وينا پر اساس د صفدر پرضد د غدارۍ مقدمه درج شوې ده. په پاکستان کې د سياستوالو پرضد د غدارۍ او ترهګرۍ مقدمې درج کولو خبره نوې نه ده.

تر دې مخکې پر ډيرو سياستوالو، فعالانو او خبريالانو د غدارۍ مقدمې درج کړل شوې دي.

په تېرو وختونو کې پر سياستوالو لکه مخدوم جاويد هاشمي، خواجه اصف، شاعر فيض احمد فيض او پر ۱۹۷۳م کال کې د حيدر اباد سازش مقدمه کې عبدالولي خان، غوث بخش بزنجو، نواب خير بخش مری، سردار عطا الله مينګل او انقلابي شاعر حبيب جالب پرضد هم د غدارۍ مقدمې درج کړل شوې وې.

خو پوښتنه دا ده چې د بغاوت مقدمه څنګه درجېږي او په قانون کې یې په اړه څه راغلي دي؟

قانون پوه شبير حسين ګګياڼي د اکتوبر پر څلورمه مشال راډيو ته وويل چې په ۱۹۹۷م کال کې يو ايکټ (قانون) منظور شوی وو او د هغه د شقونو له مخې بيا د بغاوت او سلامتيا په اړه مقدمې درجېږي.

د ده په خبره په ايين کې ارټيکل شپږم لویه غداري ده.

ګګياڼي د ۱۹۹۷م کال د ايکټ په اړه زياته کړه، "دا يو ځانګړی قانون دی او د دې لپاره ځانګړی عدالت وي. په هغه کې داسې شقونه شته چې د پوځ خلاف او يا واقعې داسې خبرې چې د ملک سلامتيا خلاف وي نو پرې د بغاوت مقدمې درجېدای شي."

خو د ده په وینا، ايين ولس ته دا حق ورکړی دی چې د رايې اظهار وکړي او داسې نه ده چې يو کس د رايې اظهار وکړي او د هغه خلاف به د بغاوت مقدمه درج کړي.

ده زیاته کړه چې که واقعې يو سړي غدار وي او دوي (ادارو) سره داسې شواهد موجود وي نو د ۱۹۹۷ قانون لاندي پرې غداري او ترهګرۍ مقدمې درجېدای شي.

نوموړي وويل چې په پاکستان کې اوس هم د بريتانوي راج قوانين کارول کېږي.

ده وویل، "د بېلګې په توګه د عامه نظم ګډوډولو له قانون سره سم سرکار امنيتي ادارو ته وايي دا سړی د حکومت خلاف جلسه جلوس کول غواړي نو هغه دې تر دېرشو ورځو جېل ته ولېږي او دا قيد بيا تر ۹۰ ورځو غځېدای هم شي."

د لاهور لمس پوهنتون د سياسياتو څانګې پروفيسر ډاکټر محمد وسيم وايي، د بغاوت مقدمې د فشار اچولو تکنيک دی چې سياسي حکومتونه يې د خپلو مخالفونو پرضد کاروي.

نوموړي د اکتوبر پر څلورمه مشال راډيو ته وويل چې د بغاوت مقدمو دوه قسمونه دي، يو څوک چې د رياست خلاف سرګرميانو کې ککړ وي او بل يې سياسي استعمال دی.

ده وويل، "د بغاوت مقدمې اوس زياتې شوې دي. د پخواني وزيراعظم نواز شريف په واکمنۍ کې په ۱۹۹۷ز کال کې [شنونکی او خبريال] نجم سيټي د بغاوت په مقدمه کې نيول شوی وو. څو ورځې مخکې پر [خبريال] ابصار عالم د بغاوت مقدمه وشوه. نو له دې ښکاري چې سياسي فشار ډېر زيات شوی دی."

د ډاکټر محمد وسیم په وینا، د دې معنا دا ده چې يو کمزوری ملکي حکومت دی او یو قوي اسټبلشمنټ يې اډانه ده.

ده وویل، "د دې ترڅنګ د اسټبلشمنټ خپل يو سوچ هم دی. که فشار زياتول غواړي نو بيا دا قانون کاروي. د دې ډول [بغاوت] مقدمو جوړولو مقصد سياسي مخالفان د قانون منګولو ته سپارل دي."

ډاکټر وسيم وويل چې په ايين کې د رايې اظهار، د بيان ازادي او نور بشري حقونه موجود دي خو حکومتونه په اساسي قانون کې هغه شقونه زيات کاروي چې پر ولس يا مخالفونو کنټرول وساتي.

د تحريک انصاف حکومت په وار وار پر اپوزېشن په هېواد کې د ګډوډۍ رامنځته کولو تور پورې کړی دی. ان دا چې د پاکستان وزيراعظم عمران خان خبريال نديم ملک سره د اکتوبر پر لومړۍ نېټه په مرکه کې د نواز شريف هلې ځلې يو خطرناکه لوبه بللې وه.

خو اپوزشن وايي، د حکومتي ناسمو تګلارو ضد احتجاجي تحريک چلوي.

په تاريخي تناظر کې په پاکستان کې د ستر خيانت مقدمه د پخواني پوځي واکمن پرويز مشرف ضد درج شوې وه او يو ځانګړې عدالت د ۲۰۱۹ز کال په دسمبر مياشت کې مشرف ته د مرګ سزا اورولې وه. خو د ۲۰۲۰ز کال په جنوري مياشت کې لاهور های کورټ د مشرف د مرګ سزا منسوخه کړه.

XS
SM
MD
LG