ناروې مېشت بلوڅ خبريال کيا بلوڅ ته له هغه وروسته ټېلېفونونه او ټېلېفوني پېغامونه ترلاسه کېدل پيل شول چې کله د سويډن پوليسو د لادرکه بلوڅ خبريال ساجد حسېن مړ موندلو اعلان وکړ.
۳۹ کلن ساجد حسېن بلوڅ د مارچ پر دوهمه نېټه د سويډن په اوپسالا ښار کې ورک شوی وو. نوموړي په ۲۰۱۲ز کال پاکستان ځکه پرېښود چې په ادعا يې د خبريالی له کبله يې ژوند په خطر کې وو.
هم په دې اساس هغه تر خپل مرګ څه موده وړاندې په ۲۰۱۹ ز کال کې په سويډن کې پناه ترلاسه کړه او د بلوچستان ټايمز په نوم ويبپاڼه کې به يې زياتره ليکنې د بلوچستان د وضعيت په اړه خپرولې.
کيا بلوڅ د مې پر ۱۱مه نېټه مشال راډيو ته وويل چې د هغه او ساجد حسېن ترمنځ ډېر شيان مشترک دي. دواړه بلوڅان دي، د يوې سيمې ياني مکران اوسېدونکي دي، دواړو به د بلوچستان د بشري حقونو په اړه خبريالي کوله، دواړو د دړکو له کبله پاکستان پرېښود او دواړه په اروپا کې مېشت شول.
کيا بلوڅ زياتوي، د ساجد حسېن ورکېدو او مړینې يې هغه ويرولی دی.
د سويډن پوليسو د مې پر لومړۍ نېټه ويلي وو، ابتدايي پلټنې ښيې چې د ساجد حسېن مرګ ښايي يوه حادثه وي خو حتمي لامل به يې د پوسټمارټم تر بشپړېدو وروسته معلوم شي.
کيا بلوڅ هم وايي، د ساجد حسېن د مرګ علت په اړه څه نشي ويلای خو دوی دواړو چې په بلوچستان کې څه ليدلي او بيا له هغه ځای څخه راوتلي دي نو ځکه ورسره پرله پسې يوه نامالومه وېره ملګرې وي.
۲۶ کلن کيا بلوڅ د ازاد خبريال په توګه د پاکستان انګريزې ورځپاڼې ډيلې ټايمز، د امريکا ډپلوماټ مجلې او د برتانيا ورځپاڼې دي ګارډين سره د بلوچستان د سياسي او بشري چارو په اړه خبريالي کړې او ورله يې ليکنې کړې دي.
نوموړی وايي، په بلوچستان کې لومړی د ده په وينا استخباراتي ادارو او وروسته بلوڅ بېلتونپالو جنګياليو تنګولی نو اړ شو چې هېواد پرېږدي او په ۲۰۱۷ ز کال کې ناروې ته ولاړ او په ژورناليزم کې يې ماسټري وکړه.
خو نوموړي ته د دړکو ادعاوې په حکومتي کچه نه دي تصديق شوې.
البته د ده په خبره، ناورې ته له تګ سره سم يې ځان خوندي احساس کړ خو د ساجد حسېن مرګ بيا وېرولی دی.
دی وايي، په کومه ورځ چې د ساجد حسین د مرګ خبر خپور شو نو خپلوانو او دوستانو ورته ټېلېفونونه او پېغامونه لېږدول پیل کړل خو ده له وېرې څخه په سمدستي توګه ځواب ورنکړ البته وروسته يې یو ملګري دوو ته ځواب ورکړ نو د ده په وينا هغوی ورته وويل چې د ساجد تر مرګ وروسته اوس تاسو هم خوندي نه ياست او له دې ځای څخه کډه وکړه.
اوس له کوره کم وځم، ځينو سرچېنو داسې هم راته ويلي دي چې له کوره بهر زما فعاليتونه څارل کېږي.عبدالله عباس
هغه بلوڅان چې د سياسي فعاليتونو له کبله يې پاکستان پرې اېښی دی او د اروپا په بېلا بېلو هېوادونو کې مېشت دي، هم وايي چې د ساجد حسېن مرګ له دوی څخه د خونديتوب احساس اخيستی دی.
په ۲۰۰۶ م کال کې د بلوڅ سياستوال نواب اکبر خان بګټي په پوځي عملياتو کې تر وژل کېدو وروسته په بلوچستان کې ځينو ډلو له پاکستان څخه د ازادۍ لپاره وسله واله مبارزه پیل کړه چې پرضد يې پوځي عمليات پیل شول.
پر دې مهال يوشمېر سیاسي فعالان یا خو ووژل شول او يا لادرکه کړل شول چې د لاردکه بلوڅانو لپاره کارکوونکي تنظيم، وايس فار ميسينګ بلوچ پرسنز يې تور د پاکستان په امنيتي ادارو لګوي خو د پاکستان پوځ دا تورونه نه مني او ادعا کوي چې هند د بلوچستان وسله والې ډلې د خپلو سياسي ګټو لپاره استعمالوي.
خپله وسله والو بېلتونپالو هم د ځينو بلوڅ ملت پالو د وژولو ذمه وارې منلې چې د دوی په ادعا د پاکستان پوځ ملاتړي ول.
خو دې جګړې سلګونه بلوڅان اړ کړي چې خليجي هېوادونو يا اروپا ته پناه يوسي.
اروپا مېشت بلوڅ فعالانو د بلوچستان د بشري وضعيت په اړه د بلوچ هيومن رايټس کونسل اف بلوچستان په نوم د بشري حقونو يو سازمان جوړ کړی او په سويډن او فرانس کې يې له حکومت سره رجسټر کړی دی.
د دې سازمان وياند عبدالله عباس د مې پر ۱۱ مه مشال راډيو ته وويل چې د يوه اټکل له مخې په اروپايي هېوادونو کې شاوخوا ۶۰۰ بلوڅ فعالان مېشت دي چې پکې تر ۴۰۰ زياتو په جرمني کې د پناه لپاره درخواستونه ورکړي دي.
د ساجد تر مرګ له مخه به زه په ډاډه زړه دباندې تلم خو د هغه تر مرګ وروسته داسې احساسوم لکه په بلوچستان کې چې یم ځکه چې په بلوچستان کې به چې کله هم دباندې وتم نو اندېښنه به راسره وه چې ښايي کور ته روغ رمټ رانشمحمل بلوڅ
عبدالله عباس د ساجد حسېن نږدې ملګری دی او وايي چې د ساجد تر مرګ وروسته يې مسلکي کار نه دی اغېزمن شوی البته لږ څه وېرېدلی دی.
د ده په خبره: ''اوس له کوره کم وځم، ځينو سرچېنو داسې هم راته ويلي دي چې له کوره بهر زما فعاليتونه څارل کېږي.''
عبدالله عباس دا نکړه څرګنده چې له چا وېرېږي او فعاليتونه يې څوک څاري.
نوموړي وايي، په ۲۰۱۴ مه کال کې يې له هغه وروسته پاکستان پرېښود کله چې په ساده جامو کې کسانو په کراچۍ کې د خپل پوهتون مخې ته ووهلی او وروسته يې پر اپارتمان او بيا پر کور چاپې ووهل شوې.
خو په حکومتي کچه دا تصديق ونشو چې د نوموړي دا خبرې څومره سمې دي.
۳۲ کلن عبدالله عباس چې دا وخت په جرمني کې دی، د بلوڅ ځوانانو سازمان بلوچ سټوډنټس ارګنايزېشن ازاد غړی وو چې په وينا يې کار يې د لادرکه يا وژل شويو بلوڅانو په اړه دستاويزي مالومات جع کول وو.
د بلوڅ سټونټس ارګنايزېشن ازاد يو بل غړی ۳۱ کلن حمل بلوڅ هم د ساجد حسېن مرګ وېرولی دی.
هغه دا وخت په جرمني کې د پناه لپاره درخواست ورکړی دی.
د ده په خبره، د نواب بوګټي تر مرګ وروسته يې په تربت کې احتجاجي مطاهره کوله چې د ۲۰۰۶ کال د اګست په مياشت کې پوليسو و نيولی او يوه مياشت يې په زندان کې تېره کړله خو د هغه په وينا تر خوشي کېدو وروسته يې سياسي هلو ځلو ته دوام ورکړ چې په نتيجه کې ورباندې د ترهګرۍ دفعو لاندې مقدمه جوړه شوه او هېواد يې پرېښود.
حمل بلوڅ هم د ساجد حسېن د مرګ د لامل په اړه په ډاډه زړه څه نشي ويلای خو البته د ده په خبره وېره يې زياته شوې ده.
''د ساجد تر مرګ له مخه به زه په ډاډه زړه دباندې تلم خو د هغه تر مرګ وروسته داسې احساسوم لکه په بلوچستان کې چې یم ځکه چې په بلوچستان کې به چې کله هم دباندې وتم نو اندېښنه به راسره وه چې ښايي کور ته روغ رمټ رانشم، هسې نه څوک مې په لار کې ووژني يا مې اوچت کړي. کومه وېره چې مې په بلوچستان کې درلودله هغه اوس دلته لرم.''
د فېسبوک تبصرې