د لاسرسي ځای

تازه خبر

"شمالي وزیرستان کې ناامني او وسله وال فعاليتونه زيات شوي"


ډېره اسماعيل خان کې تر بريد وروسته انځور (ارشيف)
ډېره اسماعيل خان کې تر بريد وروسته انځور (ارشيف)

په داسې حال کې چې نن[ د مې پر دویمه] د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخکښ عارف وزير په جنوبي وزيرستان کې په يوه وسله وال بريد کې له ژوبلېدو وروسته ساه ورکړه، يو اسلام اباد مېشت څېړنيز مرکز وايي، شمالي وزيرستان چې پکې په تېره مياشت کې د هېواد د نورو برخو پرتله تر ټولو زياتې د تشدد پېښې رامنځته شوي، هلته داسې ښکاري چې وسله وال د ځېنو سيمو بېرته نيولو هڅه کوي.

د شخړو او امنيتي مطالعاتو ادارې په نوم دغه مرکز خپل مياشتنی راپور د مې پر لومړۍ نېټه خپور کړی دی.

د سيمه ييزو چارو پوه رحيم الله يوسفزی وايي که څه هم ناامني يو ځل بيا زياته شوې خو داسې نه ښکاري چې وسله وال به د شمالي وزيرستان ځېنې سيمې ونيسي.

"په شمالي وزيرستان کې حالت ښه نه دی، هدفي بريدونه زيات شوي، پر پوځ حملې کېږي، پر حکومتي پلويانو بریدونه کېږي. وسله وال به اراده لري او هڅه به هم کوي چې ځينې سیمې ونيسي خو له زیان سره به مخ شي. ځکه يوه علاقه نيول او بيا د هغې دفاع کول اسانه نه ده ځکه چې هلته پوځ موجود دی."


رحيم الله يوسفزی زياتوي، د ګرم موسم له راتلو سره سم وسله والو بریدونه زيات کړي ځکه چې د يخنۍ پرتله په ګرم موسم کې وسله وال فعاليتونه اسان وي او بله دا چې رياست له کو وېډ ۱۹ ناروغۍ سره په مبارزه بوخت دی نو وسله والو له دې څخه په استفاده کولو خپل بريدونه زيات کړي دي.

خو د سيمه ييزو چارو پوه افراسياب خټک بيا له دې سره اتفاق نه کوي او وايي، ترڅو چې پاکستان د ښه او بدو وسله والو پاليسي نه وي ختمه کړې نو تر هغو وسله وال نشي ختمېدای.

"دوی تل داسې کړي چې څه ته ښه طالبان او څه ته بد طالبان وايي، خو په اصل کې دا ټول خراب دي او په وزيرستان کې چې اوس اړی ګړی جوړ دی نو دا هم هغه طالبان کوي چې پاکستان له اوږدې مودې راهيسې ساتلي او د دغې پاليسۍ له کبله پښتنو ډېره مرګ ژوبله کتلې ده، لکونه خلک بې کوره شوي، بمبارۍ شوي دي، ټېنکونه راغلي دي نو دا غلط سياست دی. د پاکستان حکومت ته پکار ده چې له دې غلط سياسته لاس واخلي او د وسله والو ډلو د ساتلو کار پرېږدي."

خو د پاکستان د پوځ پخوانی بريګيډيېر محمود شاه دغه تورونه ردوي او وايي چې پاکستان د ټولو وسله والو ډلو ضد بې توپيره عمليات ترسره کوي او د پاکستان په زياتره برخو کې امنيت پر ځای کړل شوی.

په شمالي وزيرستان کې زياتېدونکې نا امني او لاملونه؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:30:14 0:00

البته نوموړی د مې پر دویمه له مشال راډیو سره په خبرو کې وويل چې د ترهګرۍ مخنيوي پر قامي تګلاره بشپړ عمل پکار دی.

د شخړو او امنيتي مطالعاتو ادارې د مې پر دويمه مشال راډيو ته په لېږل شوي مياشتني راپور کې ويلي چې په اپرېل مياشت کې د پاکستان دننه په ترسره شویو نهو بريدونو کې تر ټولو زيات شپږ بريدونه په قبايلي سيمو کې شوي دي چې پکې اته امنيتي اهلکار وژل شوي دي.

راپور زياتوي، په شمالي وزيرستان کې د زياتې بدامنۍ اندازه له دې لګېدای شي چې د تشدد په پېښو کې ۹۰ سلنه مرګونه په شمالي وزيرستان کې شوي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG