د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ: د ګوادر پر هوټل برید کې پېنځه کسان وژل شوي، شپږ ژوبل


د ارشیف انځور - په ګوادر کې چین په یو شمېر برخو کې پانګونه کوي
د ارشیف انځور - په ګوادر کې چین په یو شمېر برخو کې پانګونه کوي

پراګ - د پاکستان پوځ وايي، د بلوچستان د ساحلي ښار ګوادر پر پرل کانټېنېټل هوټل په برید کې پېنځه کسان وژل شوي.

د پوځ عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د مې پر ۱۲مه، په یوه بیان کې وویل، په عملیاتو کې یې ټول، درې بریدګر وژلي او هوټل یې له وسله والو پاک کړی.

د پوځ بیان وايي، د مې پر ۱۱مه تر برید وروسته پوځي سرتېرو په هوټل کې عملیات پیل کړل چې پکې پېنځه کسان ووژل شول چې پکې څلور یې د هوټل کارکوونکي او یو د پاکستان بحري ځواک سرتېری دی.

ای اېس پي ار وايي، په ژوبلو کې دوه د پوځ کپتانان، دوه د بحري ځواک سرتېري او دوه د هوټل کارکوونکي دي.

د پوځ په بیان کې راغلي چې د خالي پر ورځ چې وسله والو ودانۍ ته د ننوتو هڅه کوله نو د هوټل ساتونکي یې مخه ونیوله او په نښته کې هغه ووژل شو. تر دې وروسته، وسله والو په پوړو (زینو) کې ناتاره ډزې کړې دي چې پکې د هوټل دوه کارکوونکي هم ژوبل شول.

دوی په ګوادر کې چې، د [چین پاکستان اقتصادي لار] د پروژو مرکز دی، برید وکړ چې نړۍ ته وښيي چې په سیمه کې موجودګي لري.
انور ساجدي

تر دې مخکې، بېلا بېلو خبري اژانسونو او د پاکستان ډان ورځپاڼه ویلي ول چې په برید کې د هوټل درې ساتونکي وژل شوي او څلور ژوبل دي.

د پوځ بیان زیاتوي چې په عملیاتو کې د پوځ د چټک غبرګون، بحري ځواک او پولیسو سرتېرو برخه اخیستې.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د بلوچستان په ګوادر کې پر پرل کانټېنېنټل هوټل د وسله وال برید غندنه کړي ده.

د پاکستان سرکاري خبري اژانس اې پي پي د وزیراعظم په حواله وویل، دا ډول بریدونه د اقتصادي پروژو او پرمختیايي چارو د زیانمنولو لپاره کېږي.

د پېښې ذمه واري بېلتونپاله ډلې بلوڅ لېبرېشن ارمي (بې اېل اې) منلې.

اژانس فرانس پرېس لیکي، په اسلام اباد کې د چین سفارت هم د حملې غندنه کړې.

ګوادر د بلوچستان په جنوب لویدځ کې پروت ساحلي ښار دی چې د چین – پاکستان اقتصادي لار د پروژو مهم مرکز بلل کېږي او هلته چین د بندر او هوايي ډګر په ګډون په یو شمېر نورو برخو کې پانګونه کوي.

د بلوچستان د چارو پوه او د انتخاب ورځپاڼې مدیر انور ساجدي د مې پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل، څه موده مخکې د بلوڅ بېلتونپالې ډلې فعالیتونه کم شوي ول:

"په بلوچستان کې دا ډول پېښې له ۲۰۰۶ز کال راهیسې روانې دي. اوس یې شاوخوا ۱۳ کاله کېږي. دا ترهګري کله کمېږي او کله زیاتېږي. د بلوڅ لېبرېشن ارمي سرګرمۍ کمې شوې وې خو زما په اند، دا ډله کمزورې شوې وه نو ځکه یې له درو نورو ډلو سره اېتلاف وکړ. دوی په ګوادر کې چې، د [چین پاکستان اقتصادي لار یا سيپیک] د پروژو مرکز دی، برید وکړ چې نړۍ ته وښيي چې په سیمه کې موجودګي لري."

د چین له کاشغره د پاکستان تر ګوادره تلونکې اقتصادي لارې یو شمېر پروژې لري. دا لار به چین د منځني ختیځ په ګډون له افریقايي هېوادونو سره وتړي.

انور ساجدي وايي، د پاکستان حکومت د ګوادر امنیت لپاره وار له مخه اقدامات کړي.

د ده په خبره، په دې ښار کې پر هوټل دا ډول حمله د ارزښت وړ ده.

بلوڅ لېبرېشن ارمي د ۲۰۱۸ز کال په نومبر کې په کراچۍ کې د چین پر کونسلګرۍ برید کړی وو چې پکې د پولیسو په ګډون څلور کسان وژل شوي ول.

XS
SM
MD
LG