د وسله والو طالبانو یو چارواکی وايي، ډله یې په راتلونکي کې په حکومتي نظام کې یوازې واک نه ورکول غواړي بلکې له اوسنیو ادارو سره به په ګډه کار کوي.
په قطر کې د وسله والو طالبانو ویاند سهیل شاهین د جنورۍ پر ۳۰مه بیان ښايي د افغان مشرانو اندېښنې د ارامه کولو په خاطر ورکړل شوی دی.
سهیل شاهین اسوشيېټډ پرېس خبري اژانس ته په یو غږیز پیغام کې وویل چې طالبان له خپلو هیوادوالو سره په داسې افغانستان کې اوسېدل غوړي چې پکې هر څوک شامل وي.
دا وخت وسله وال طالبان د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په قطر کې په خبرو اترو کې بوخت دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه د کابل له حکومت سره له مذاکراتو انکار کړی دی او پر دې ټینګار ر کوي چې د سولې هوکړې ته تر رسېدو مخکې باید بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي.
خو په کابل کې د امریکا پخواني سفیر ریان کراکر بیا خبرداری ورکړی که له افغانستانه امریکايي ځواکونه ووځي، طالبان به د ټول واک اخېستلو لپاره جګړه پیل کړي.
کراکر له فارن پالیسي خپرونې سره په مرکه کې ویلي دي، اوس طالبان هره ژمنه چې زړه يې وغواړي کوي يې خو دغه ډله پوهېږي چې که امریکایان له افغانستانه ووځي، د دغو تړونونو د پلي کولو لپاره به کومه لاره نه وي پاتې.
په ورته وخت کې د نړیوالو چارو یو شمېر افغان کارپوهان وايي، وسله والو طالبانو هم نور دا درک کړی چې په یوازې ډول او د جګړې له لارې واک ته رسېدل ستونزمن دي.
له ډلې یې سید خالد سادات مشال راډيو ته ویل: "د طالبانو دا دریځ چې پخوا يې نه درلود، دا یوه مثبته خبره او په خبرو اترو کې لوی سیاسي پرمختګ دی، ځکه کله چې یوه جنګي ډله له ډیموکراسۍ خبرې کوي، خلکو سره د سیاسي مشارکت خبره کوي او د ماضي د هېرولو لپاره پیغامونه ورکوي، دا په دې معنا چې سولې ته باید هیلې زیاتې شي او دغه هیلې کولای شي چې د سولې روانې هڅې لا ګړندۍ کړي."
وسله والو طالبانو او زلمي خلیلزاد ویلي د قطر په مزاکراتو کې پرمختګ شوی دی. خلیلزاد راونه اوونۍ وویل چې د سولې لپاره پر موافقو باندې په اصولي ډول اتفاق شوی دی.
شاهین سهیل وویل ټاکل شوی چې د فبرورۍ پر ۲۵مه په دوها کې د خبرو اترو بل پړاو پیل شي.
د طالبانو د بیان هرکلی
د افغانستان د ولسي جرګې مرستیال منشي عرفان الله عرفان په پنجشنبه د سولې په اړه د وسلهوالو طالبانو د وروستي بیان هرکلی کړی دی.
نوموړي ازادي راډیو ته ویلي چې پرمختګونه د خوشبینۍ وړ دي، خو طالبان باید خپلې خبرې په عمل کې ثابتې کړي.
د افغانستان حکومت بیا هم ټینګار کړی چې دوی باید له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي.