د لاسرسي ځای

تازه خبر

اېمنسټي انټرنېشنل: د اسیې بي بي او کورنۍ ژوند ته یې خطر دی


اسیه بي بي
اسیه بي بي

د بخښنې نړيوال سازمان اندېښنه ښودلې چې د پاکستان سپريم کورټ له خوا د مذهب سپکاوي په مقدمه بېګناه ګرځول شوې اسیه بي بي او د هغې دکورنۍ ژوند له جدي خطر سره مخامخ دی.

د اکتوبر پر ۳۱ مه نېټه د سپريم کورټ له خوا د عيسوي ښځې اسيه بي بي د مذهب سپکاوي په مقدمه کې د بېګناه ګرځولو په غبرګون کې په پاکستان کې د پرتشدده مظاهرو او له هغه وروسته د حکومت او تحريک لبيک ترمنځ شوي تړون نړيوال هېوادونه او د بشري حقونونو سازمانونه اندېښمن کړي دي.

د بخښني نړيوال سازمان اېمنسټی انټرنېشنل د چارشنپې د ورځې په بيان کې ويلي، د پرتشدد مظاهرو او تړون وروسته زنداني اسيه بي بي او د هغې د کورنۍ ژوند له جدي خطر سره مخامخ دی.

په تړون کې حکومت د تحريک لبيک دا شرطونه منلي ول چې د اسيه بي بي نوم به له هېواده وتو کنټرول لېسټ کې اچوي او که د سپريم کورټ د فيصلې پرضد عدالت ته د بياکتنې درخواست ورکړل شو نو حکومت به پکې مداخله نه کوي.

اېمنسټی انټرنېشنل وايي، مقدمې ته د بيا کتنې د اورېدنې لپاره نېټه نه ده ټاکل شوې خو د سازمان په خبره، که د سپريم کورټ فيصله بیرته واخيستل شوه نو اسيه بي بي به پانسۍ کېږي.

خو د سازمان په وينا که چېرته فیصله برقراره وساتل شوه او هغه خوشې کړل شوه نو په دې صورت کې به د اسيه بي بي ژوند له خطر سره مخامخ وي او هجوم به هڅه کوي چې له هېواده يې دباندې تلو ته پرېنږدي.

سازمان پر خپله ويبپاڼه د بېړني اقدام تر سرليک لاندې پر خلکو غږ کړی چې په سمدستي توګه پاکستاني چارواکيو ته وليکي چې د سپريم کورټ فيصله دې برقراره وساتل شي ، اسيه بي بي دې خوشي کړل شي او هغه دې له خپلې کورنۍ سره په خوندي توګه هغه هېواد ته په لېږلو کې ورسره مرسته وکړې چې هغوي غواړي پکې پناه واخلي.

په بیان کې ويل شوي، بايد پر حکومت دا ږغ هم وشي چې د سپريم کورټ لوړپوړي ججان او چارواکي دې له پرتشدد مظاهرچينو خوندي کړي او د مذهب سپکاوي قانون دې منسوخ کړي.

اېمنسټي انټرنېشنل زياتوي، د سازمان موندنې ښیې چې په پاکستان کې د مذهب سپکاوي قانون د مسلکي، شخصي او مذهبي دښمنيو او د مالي ګټو لپاره د پلمې په توګه استمعالېږي.

سازمان غوښتنه کوي، د مذهب سپکاوي قانون دې منسوخ کړل شي او بل يو داسې قانون دې جوړ کړل شي چې له نړيوال قانون او معيارونو سره سم وي.

XS
SM
MD
LG