د ګل په شپه ناوخته د قبايلي سيمو د غړو او سياسي مشرانو احتجاج پای ته ورسېد او دا دعوه يې وکړه چې مرکزي حکومت يې ټولې غوښتنې ومنلې. په دغه غوښتنو کې قبايلي سيمې په خېبر پښتونخوا کې شاملول، د پېښور های کورټ واک تر قبايلي سيمو غځول او اېن اېف سي اېوارډ کې درې فيصده برخه شامله وه.
د حکومت له خوا د مسلم ليګ ن ګوند د خېبر پښتونخوا صدر امير مقام باور ورکړو چې حکومت به ژر فاټا اصلاحاتي راپور عملي کوي. خو د مشرانو له خوا د احتجاج ختمولو اعلان ځوانانو او نورو يو شمېر غړو ونه منلو.
خو د دې احتجاج په پای کې راغلي ځوانانو د سياسي مشرانو دا لوظونه ونه منل او باور لري چې يو وارې بيا له دوي سره دوکه وشوه، يواځې پر لفظي توګه ورسره خبرې وشوې.
په دغه نه منونکو کې يوه لويه شمېره د ځوانانو وه چا چې دا تور پورې کړو چې يو وارې بيا يواځې د خبرو باور ورکړل شو خو په ليکلي بڼه لا هم کوم ثبوت يا باور مخې ته نه دی راغلی.
په دې اړه د قبايلي زده کوونکو د اتحاديې مشر شوکت عزيز د نهې په ورځ مشال رېډيو ته وويل چې له دوي سره وړاندې هم څو څو وارې دا رنګ لوظونه شوي دي. د ګورنزهاوس پېښور مخې ته په مظاهره کې هم ورته دا رنګ باور ورکړل شوی وو خو هغه لوظونه کله هم نه دي پوره کړی شوي نو ځکه دوي اوس تګلاره ټاکي چې څنګه کولی شي د فاټا اصلاحاتو عملي کولو لپاره احتجاج نور اغېزمن کړي.
شوکت وايي "عملي کار نيشته بس په هغه وخت کې راباندې احتجاجونه ختم کړي بيا وروستو هېڅ هم نه وي، هم دا وجه وه چې موږ د شپې د مظاهرې ختمولو نه انکار کړی وو"
په دغه مظاهره کې ګډون کوونکی يو بل ځوان سميع الله اپريدی چې هم د قبايلي زده کوونکو د سازمان سره تعلق ساتي وايي چې دوي تر هغې دا لوظونه منلو ته تيار نه دي تر څو چې په عملي توګه پر دې کار نه وي روان شوی ځکه چې له وړاندې هم دوي ته څو څو وارې لفظي باور ورکړل شوی دی.
د اپريدي په وينا " پر سټېج يو شاه جي ګل اپريدی وو چې مطمين ښکارېدو. شهاب الدين خان او ساجد توري مطمين نه ښکارېدل. بيا موږ له شهاب الدين وپوښتل نو هغه وويل چې زه خاموشه يم هېڅ نه شم ويلی. هم دا وجه ده چې موږ ډېر بې اعتباره شو"
سميع الله اپريدی ځان مطمين بولي چې په دومره لوی شمېر کې قبايلي خلک د خپل حق لپاره اسلام اباد ته راغلل.
دغه ځوانان وايي چې دوي به د قبايلي سيمې د سياسي اتحاديې "آل فاټا سياسي اتحاد" له چارواکو سره په ګډه مخکې تګلاره جوړوي.
د ال فاټا سياسي اتحاد يو مشر نثارمومند هم دا دريځ لري چې د حکومت له خوا د دوي سره دوکه شوې او بايد په کاغذي شکل کې دوي ته ښودل شوي وی چې څنګه به وفاقي حکومت د دوی غوښتنې پوره کوي.
"د اطمينان لپاره پکار دا وه چې موږ ته يې په ليکلې بڼه څه راکړې وې چې پرې د دوي لاسليک وې چې هو دا دوي په دې شکل کې ومنل. دا ټولې يواځې په لفظي توګه خبرې شوي دي کومې چې د دوه درې کالو نه روانې دي. اوس هم د قبايلي سيمې د اصلاحاتو خبرې يواځې تر لوظونو پاتې دي"
خو د دې هر څه پرته له خېبرايجنسۍ منتخب د پارليمان استازی شاه جي ګل اپريدي د دغه احتجاج ختمېدو وروستو مشال رېډيو ته ويلي وو چې د دوي درې واړه غوښتنې منل شوي دي.
هم دا راز د وزيراعظم سلاکار اميرمقام هم ويلي وو چې دوي به ژر تر ژره د فاټااصلاحاتي راپور په عملي کولو کار پېلوي.