د ننګرهار د ځوانانو چارو امريت له يوه طبي علومو انسسټټیوټ سره یو قرارداد لاسليک کړ چې له مخې به يې هر کال تر دوه نیم سوو پورې غریبو ځوانانو ته په شپیته سلنه رعایت دوه کلني زده کړې ورکوي.
په ننګرهار کې پر دولتي پوهنتون سربيره ګڼ شمير شخصي پوهنتونونه هم فعاليت کوي خو بيا هم هر کال په زرګونه ځوانان چې له دولسمو ټولګيو څخه فارغيږي، له لوړو زده کړو څخه محروم پاتې کيږي.
همدې ته په کتو سره د ننګرهار د ځوانانو چارو امريت ارياناد طبي علومو انسټټيوټ سره يو قرارداد لاسليک کړ چې له مخې به يې هر کال ۲۵۰ تنه ځوانان په شپيته سلنه رعایت په طبي برخو کې د دوو کلونو په موده کې په زده کړو سمبالوي. په دې اړه د ننګرهار په اطلاعات او فرهنګ رياست کې يوه غونډه جوړه شوې وه چې د ځوانانو امريت په چوکاټ کې ورته د ګڼ شمير ولسواليو د ځوانانو د شوراګانو استازي وربلل شوي ول.
د ننګرهار د ځوانانو چارو امر مطیع الله احمدزي غونډې ته د خبرو کولو پر مهال وویل:
(( اریانا طبي انسسټتيوت ته هغه ځوانان چې د ننګرهار د ځوانانو چارو امريت لخوا ورپيژندل کيږي، په شپیته سلنه تحفیف به زده کړې ورکول کيږي.))
په ننګرهار کې د اريانا طبي علومو انسټټيوټ عمومي مسوول ډاکټر محمد اصف شرفزی مشال راډيو سره په خبرو کې وويل، دوی به نه یوازې ورپيژندل شوي ځوانان په کم فیس باندې روزي، بلکې هغو بې وسو ځوانانو ته به وړیا زده کړې هم ورکوي چې د تعليم کولو لپاره وس نه لري.
(( موږ نن داسې يو تفاهمنامه د ځوانانو چارو له امريت سره لاسليک کړه چې موږ به دوی ته له دوه سوه څخه تر دوه سوه ينځوس پورې محصلين په شپيته سلنه تحفیف باندې او همدا رنګه ستاسو د ميک له لارې غږ کوم چې هغه ځوانان چې ډير زیات اقتصادي مشکل ولري، هغوی ته به په وړيا توګه زده کړې ورکول کيږي.))
د ننګرهار د ځوانانو امريت په چوکاټ د مومندو او شینوارو د ځوانانو شورا مشر باختر شینواري مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې دی به په یادو ولسواليو کې ځوانان وهڅوي چې په کم فیس زده کړې تر لاسه کړي.
(( د مومندو او شینوارو ولسواليو کې هغه ولسوالۍ چې په سرحدونو کې پرتې دي، ځوانان يې تعلم ته لاسرسی نه لري، نو د دغه پروګرام د پیليدو سره به زه هغه ځوانان تشویق کړم چې له دولسمو ټولګيو فارغ دي او د لوړو زده کړو تنده لري، اریانا انسټټیوت به يې تشویق کړم چې د تعليم په جامه سمبال شي.))
د اريانا طبي علومو انسټتيوټ چارواکي وايي چې دوی به په نرسنک، قابله ګۍ، راډيولوژي، ستوماتولوزي، ټکنالوژي په برخه کې ښځينه او نارینه ځوانانو ته د دوه کلونو په موده کې په شپيته سلنه رعایت زده کړې ورکوي.