د راه نجات يا د خلاصون د لارې د شورا يو شمير غړي ته راغلي او په دغه ولایت کې يې د یادې شورا د سيمه ييز دفتر پرانسته وکړه.
د خلاصون د لارې شورا منسوبين وايي دوی د افغانستان بیلابیلو ولایتونو ته سفرونه کوي او له قومي مشرانو او دیني عالمانو سره په دې خاطر ګوري چې په ګډه افغانستان له کرکیچن حالت څخه راوباسي.
د راه نجات يا خلاصون د لارې د شورا يو شمير غړي د دوشنبې په ورځ د سید اکبر اغا په مشرۍ ننګرهار ته راغلي ولاو د يوې غونډې په ترڅ کې يې د یادې شورا د سيمه ييز دفتر پرانسته وکړه.
د خلاصون د لارې د شورا مشر سید کبر اغا وايي چې په ننګرهار کې دیني عالمان او قومي مشران د خپل حرکت برخه جوړوي او د افغانستان ستونزو ته حلارې لټوي.
(( ننګرهار ته د دې لپاره راغلي یو چې موږ غواړو چې په افغانستان کې د خلاصون د لارې په نامه باندې قومونه نوشته کړو او د هغه لپاره درجه بندي وکړو، د هغو لپاره درجه بندي وکړو، بیا داسې يو اساس ورته جوړ کړو چې موږ په کومه لایحه باندې د قومونو خلک راجمع کوو، علما څومره راجمع کوو، قومي مشران څومره راجمع کوو او با نفوذه اشخاص څومره راجمع کوو، چې دا طریقه مو جوړه کړه د طریقې مطابق به بیا موږ عمل کوو، بیا به يوه سرتاسري شورا د دې لپاره جوړوو چې د افغانستان مشکل پخپله افغان حل کړي.))
دا چې د دغه حرکت موخې څه دي، د یادې شورا يو تن بنسټ ايښودونکي غړی حاجي عبدالودوصديقي مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:
(( د شورا موخې او اهداف دا دي چې په افغانستان کې دا مشکلات، تکلیفونه، جنګونه او اختلافونه پای ته ورسيږي. او دا ملت منسجم شي، یو شي، تصمیم ونيسي او خپل سرنوشت پخپله وټاکي.))
په دغه غونډه کې د ننګرهار ولايت په لسګونو قومي مشرانو او ديني عالمانو برخه اخيستې وه.
د ولايتي شورا مرتسیال ذبیح الله زمری چې په یاده غونډه کې يې ګډون کړی و، مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، هر هغه حرکت چې په ملک کې د ثبات او سولې لپاره په صادقانه توګه کار کوي، ولسونه يې ملاتړ کوي.
(( دا شوراګاګانې باید داسې فعالیت وکړي چې د خلکو اذهان او ذهنونه اګاهانه ويښ کړي چې د شورا تر څنګ ولسونه ودريږي، ولس له شورا سره ځان يو کړي، په دې ملک سمون راولي، سوله راوړي، ثبات راوړي، فساد وکړي، دغسې شوراګانې بيا کاميابیدی شي. او که د شخصي ګټو پر بنیاد وي، یا فرمایشي شوراګانې وۍ، زه فکر کوم چې د هغې پايلې به منفي وي.))
د یادولو ده چې تر دې وړاندې د راه نجات شورا په کابل، مزار شريف، هرات او بامیان ولایتونو کې سيمه ييز دفترونه پرانستي او د هر دفتر لپاره يې څوارلس کيسز کميسیون جوړ کړی چې د زونونو په کچه دیني عالمان او قومي مشران له ځانه سره يو ځای کړي او د خبرو له لارې افغانستان له اوسني کرکيچن حالت څخه راوباسي.
د يادې شورا منسوبین وايي چې دوی به د دولت وسله والو مخالفینو او حکومت سره خبرې کوي او د دواړو لورو غوښتنې به اورو او د هغو په رڼا کې به د سولې او ثبات لپاره لاره پیدا کوي.