د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانان ولې خپل کوشني ماشومان بهرنو هېوادونو ته لېږی


زه په دې خپه یم چې ولې موږه افغانان دومره لوږې اخیستي يو چې خپل ځوان زوی یا خپل دیارلس کلن ماشوم له ځانه جلا کوو.

په دې وروستيو کې ګڼ شمير افغانان خپل کم عمره بچې په غير قانوني لارو اروپا او استرلیاته ليږي. په همدې خاطر يوې غير دولتي موسسې په جلال اباد کې ښځينه او نارینه مدني فعالان رابللې وو او د يوه سيمينار په ترسره کولو سره يې په هغو عواملو بحث وکړ چې ولې خلک خپل نابالغه ماشومان اروپايي هیوادونو ته لیږي.

دغه سيمينار د دوشنبې په ورځ د جلال اباد کې د افغانستان د څيړنې او ارزونې ادارې لخوا جوړ شوی و، چې په لسګونو تنه ښځينه او نارينه مدني فعالان يې وربللې ول.


د یادې ادارې يو تن مسوول مدثرشاه اپريدي مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې دوی د بحثونو له لارې هغه عوامل پیدا کوي چې خلک خپل نابالغه ماشومان بهرنيو هیوادونو ته ليږدوي.


نوموړي وويل:


((د افغانستان ډير خلک او خاصکر ماشومان چې له خپلې کورنې نه پرته يورپ او استرليا ته ځي، او د دې لپاره څه پاليسي هم نه شته. نه ورته حکومت څه پاليسي جوړه کړې او نه کومه داسې غټې پروژې پاليسي جوړه کړې چې دغه ماشومان په لاره له کومې مشکلاتو نه تيريږي او دلته نه د کومو مشکلاتو له وجي بهر ته ځي. د همدې لپاره موږ غواړو چې حکومت ته يوه پاليسي جوړه کړو چې په خپل هيواد کې د دغو ماشومانو مشکلات حل شي.))

د ننګرهار ولایتي شورا غړې حميرا رفیع چې د دغه سيمينار ګډونواله وه، مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې کورنيو ته په کار دي په ځای د دې چې خپل بچيان بهرنيو هیوادونو ته ولیږي ، له وطن سره د مینې درس ورکړي.

(( هغه قدر او عزت چې يو څوک په خپل ملک کې لري، په خپله کورنۍ کې يې لري، په خارج ملکونو کې نشته. لارې هم سختې دي، په ځنګلونو کې شپې کوي، په بحرونو کې تلف کيږي، په موټرو کې وژل کيږي، یانې په خپل ژوند لوبې کوي. نو له کورنيو څخه مو دا هيله ده چې کوشش دې وکړي چې خپلو اولادونو ته داسې تربیه ورکړي چې د خپل ملک خدمت وکړي.))

د ننګرهار د ښځو چارو رياست د فرهنګي چارو مسووله، تورپيکۍ شينواري له دولت نه غواړي چې په خپل هیواد کې ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي او بهرنيو هیوادونو ته يې د تګ مخه يې ونيسي.

(( زه په دې تاسف کوم چې ولې موږه افغانان دومره حرص اخیستي يوو چې خپل ځوان زوی یا خپل دیارلس کلن ماشوم چې هغه په ماشومانو کې شميرل کيږي، هغه موږ له ځانه جدا کړو. دا به څنګه مور او پلار وي چې په دومره سختو لارو کې خپل بچي بهر ته لیږي. موږ يې چې کله د رسنيو له لارې ګورو چې په غرونو او رغونو کې مزلې کوي، موږ ته د هغوی په حال ژړا راځي. بیا دولت ته هم په کار دي چې د دې مخه ونیسي، خپل وطن کې ورته د کار زمينه برابره کړي. خو په تاسف سره زه وايم چې زموږ شپارسم پاس او لیسانسه هم دلته بیکاره ګرځي.))

د افغانستان د څيړنې او ارزونې ادارې مسوولين وايي چې دوی په پښتون ميشتو دوه ولایتونو پکتيا او ننګرهار کې خپله سروي مکمله کړې او دا اندازه ورته لګيدلې چې د پکتیا پر تله له ننګرهار څخه زیاتو خلکو خپل کم عمره ماشومان اروپا او استرليا ته لیږدولي دي.
دوی وايي چې له مدني فعالانو يې نظریات راټول کړي چې د افغانستان د دولت سره به يې شريکوي او په ګډه به داسې لارې چارې راوباسي چې خلک دې ته زړه ښه نه کړي چې خپل اولادونو د روزګار لپاره بهرنيو هيوادونو ته ولیږدوي.

XS
SM
MD
LG