د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: ځوانانو ته د ټکنالوژۍ په برخه کې زده کړې ورکړل شوې


په جلال اباد کې شالوخوا سلو تنو نجونو او هلکانو ته د ټولنیزو ستونزو د اوارۍ په لار کې د ټکنالوژۍ په رول څلور ورځیني ښوونيز سيمینار کې زده کړې ورکړل شوې.

په جلال اباد کې شاوخوا سلو تنو نجونو او هلکانو ته د ټولنیزو ستونزو د اوارۍ په لار کې د ټکنالوژۍ په رول څلور ورځیني ښوونيز سيمینار کې زده کړې ورکړل شوې.

دغه ښوونيز سيمينار د ټیکنيشن شرکت یا په افغانستان کې د ټکنالوژۍ د پراختیا ادارې له خوا د تیرې دوشنبې په ورځ پیل شوی و او د پنجشنبې تر مازيګره يې دوام وکړ. د يادې ادارې مشر عمر منصور انصاري مشال راډيو سره په خبرو کې وويل، له دغه سيمينار نه يې هدف دا و چې ځوانان خپلو ټولنيزو ستونزو ته د ټکنالوژۍ پر مټ حل لارې ولتوي.

(( د افغانستان نوښت لابراتوارونه يا افغانستان انويشن لبز د اجتماعي نوښت يو پروګرام دی او هدف يې دا دی چې ټولنيز فعالان د ټکنالوژۍ له متخصصانو سره کينوي، لومړي په ټولنيزو ستونزو او مشکلاتو خبرې کوي، بیا د هغې د اوارۍ لپاره په مختلقو ټکنالوژيو کار وکړي چې هغه د سافټ وير په شکل کې د کمپيوټر پروګرام وي چې له هغې نه په موبایل، ویب او ډسکټاپ باندې ترېنه استفاده کيږي.))

په دغه سيمینار کې په غوټ اکثريت کې د ننګرهار کمپيوټر ساینس زده کوونکو ګډون کړی و چې په اتو ګروپونو کې يې په اتو بینادي ستونزو لکه تعليم، روغتيا، ټرانسپورټ، فقر، زراعت، امنیت او چاپيریال ساتنه يې خپل نظریات سره شريک کړل.

د دغه ښوونيزو سيمينار زده کوونکي خوشاله وو چې د ټکنالوژۍ په برخه کې يې ډير څه زده کړل. دوه تنو يې مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:

(( شکريه مې نوم دی او د ننګرهار د کمپيوټر ساينس پوهنځي د دویم کال محصله یم. دا څو ورځې چې موږ دلته کار وکړو، زموږ په ايډيا کې ډیر تغیرات راغلل، او دې پروګرام ماته ډیره ګټه ورسوله، ما سره داسې ايډيا نه وه چې د ویب سايډ په يوه برخه کې دې داسې کارونه هم وشي. یوازې فیسبوک او ايميل مې کارولو، اوس موږ ته ايډيا په لاس راغله، هڅه به وکړو چې نوښتونه رامنځته کړو.))

(( نوم مې عبدالبصير دی، د خوست ولایت او په جلال اباد کې د کمپيوټر ساينس پوهنځي د څلورم کال محصل یم. په لبز پروګرام کې مې برخه اخیستې وه. موږ غواړو چې داسې پروګرامونه په افغانستان کې نور هم زیات شي، ځکه چې موږ ترې ډیره فایده واخیسته او تجربه مو زیاته شوه. ما ترې د اپليکیشن او سافټ ویر په برخه کې ډیر څه زده کړل. په کار ده چې د افغانستان هر ولایت ته دوی ولاړ شي او خلکو ته په ټکنالوژۍ په برخه کې زده کړې ورکړي.))

په افغانستان کې د ټکنالوژۍ د پراختیا ادارې مسوولين وايي چې تر دې وړاندې يې په کابل او هرات کې ورته پروګرامونو باندې ښوونيز سيمينارونه جوړ کړي او په پام کې لري چې له دې وروسته په يو شمير نورو ولایتونو کې ورته ښوونيزه سيمينارونه جوړ کړي او ځوانانو ته د ټولنیز نوښت په برخه کې پراخه

XS
SM
MD
LG