په ننګرهار کې د دوه نيم مليونو په ارزښت د محصلینو لپاره د هاسټل يا لیلې ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته پرانستل شوه چې ۱۲۰۰ محصلینو د اوسیدو ظرفیت لري.
د ننګرهار پوهنتون د محصلینو لپاره د لیلې دغه ودانۍ د افغانستان د نشه يي توکو پر ضد د مبارزي وزرات له اړخه د هغو لس ميلونو دالرو له بودیجې څخه جوړه شوه چې په ۲۰۱۳ کال کې په ننګرهار کې د کوکنار کر صفر ته راښکته شوی و. د دغې ودانۍ د پرانستې پر مهال د افغانستان د نشه يي توکو په ضد د مبارزې وزيرې پوهندوی سلامت اعظیمي خبريالانو ته وويل:
(( دغه ودانۍ د دوه اشاریه پينځه مليونو ډالرو په ارزښت په نړیوالو معیارونو جوړه شوې. ننګرهار يو فرهنګي او تاریخي ولایت دی چې تر اوسه پورې په کې د اوه نیم ميلونو ډلرو پورې هغه پروژې عملي شوي چې د کوکنارو د کر د کمښت له امله ورته منظورې شوې وې.))
د ننګرهار پوهنتون عملي مرستيال محمد ناصر کاموال وايي چې دغه لیلیه د ۱۲۰۰ تنو محصلینو د اوسیدو ګنجایش لري.
(( دا ودانۍ تقریباً څه د پاسه دولس سوه شاګردانو ته د اوسیدلو ځای برابروي، په اساسي توګه جوړ شوې، یوازینی مشکل يې د برق د ترانسفرمر دی چې اوس مو وزير صاحبې ته هم وویل، والي صیب ته يې هم وايو او د لوړو زده کړو وزیر ته مو هم ويلي، که برق ستونزه حل شي، انشاالله نور مشکل نه شته.))
د افغانستان د نشه يي توکو په ضد دمبارزې وزارت د جي پي ای پروژې غړی عبدالله هاشمي چې د لیليې د ودانې د چارو یو تن څارونکي دی، وايي، د لیليې ودانې په ټولو نړیوالو معیارونه جوړه شوې او هيچا ته مو دا موقع نه ده ورکړی چې درغلي په کې وکړي.
(( هغه ټول ټسټونه چې د يوه ساختمان یا ودانۍ لپاره مناسبه دي، هغه موږ دلته استفاده کړي دي. د کوالټۍ په لحاظ به په اینده کې هيڅ مشکلات ولري، د خدای په فضل موږ ډیر خوشاله وو چې څوک دې په کې فساد وکړي او یا خدای مکړه موږ په کې ملوث اوسو.))
د ننګرهار پوهنتون د لیليې دغه نوې څلور پوړيزه ودانۍ په ۵۲۰۰ مربع ځمکه باندې په دریو بلاکونو کې جوړه شوې چې ټولې په کې ۱۳۰ خوني دي، چې ۹۶ په کې د خوب لپاره دي، لس خوني په کې د مطالې لپاره او پاتې خونې د چای او ډوډۍ خوړلو لپاره ځانګړې شوي دي.