اسحاق امیري د افغانستان له ننګرهاره د سندریزې نړۍ هار تر غاړه کړی او دا دی د چيک په پراګ کې یې لا هم له سینې سره ټینګ نیولی دی. ښاغلي امیري ته که د نړۍ د هرې ژبې سازنده (موسیقي غږونکي) او سندرغاړي ملاو شي، دده مسلکي خپلوي ورسره جوړه شي،،،،، همداسې هنري خپلوي یې له زیتا سره هم جوړه شوې.