د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په متحده عرب اماراتو کې د شل اوریز نړیوال کپ د غوراوي سیالیو کې پرله پسې څلور لوبې ګټلې دي.
افغان لوبډلې لومړی پاپواګیني هیواد راچپه کړ، بیا یې هالېنډ رانسکور کړ ، وروسته یې ډنمارک راوغورځاوه او نن د جمعې ورځ د مارچ ۱۶ مه نېټه یې نېپال په ګونډو کړ.
د دې لوبډلې کپتان نوروز منګل له نیپال لوبډلې څخه د لوبې تر ګټلو وروسته له مشال ریډیو سره په مرکه کې وویل چې دوی د افغانانو ملاتړ او هڅونې ته اړتیا لري.
د مشال ریډیو همکار بوریوال کاکړ له نوروز منګل څخه د دې مرکې په پیل کې پوښتلي چې د نیپال په وړاندې تر سره شوې لوبه کې یې پلان څه وو.