ایرانیان د جون پر ۱۸مه د نوي ولسمشر انتخاب لپاره رایې اچوي. د ایران له ۸۰ میلیونه خلکو څخه یې ۵۹ میلیونه د ۲۰۲۱ز کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ووټ اچولو حق لري.
۶۰ کلن سختدریځه ملا ابراهیم رییسي د انتخاباتو تر ټولو پیاوړی نوماند بلل کېږي. رییسي پخوانی قاضي دی چې په ۱۹۸۸ز کال کې یې د هغو مقدمو له مشرانو یو وو چې په چټکۍ یې زرګونه سیاسي بندیانو ته د مرګ سزاګانې اورولې وه. د بشري حقونو د دفاع سازمانونه تور پورې کوي چې رییسي د بشریت ضد جرمونه کړي دي.
تر نوموړي وروسته عبدالناصر همتي د انتخاباتو دویم مهم امېدوار بلل کېږي چې یوازینی منځلاری سیاستوال بلل کېږي. ۶۴ کلن همتي د ایران د مرکزي بانک مشر وو چې د ولسمشرۍ څوکۍ ته د نوماندۍ لپاره له دندې ګوښه شو.
دا په داسې حال کې ده چې د ایران شورای نګهبان وار له مخه د مهمو معتدلو سیاستوالانو نوماندي رد کړې.
د ولسمشرۍ موده او شرطونه یې
په ایران کې ولسمشر د څلورو کلونو مودې لپاره منتخبېږي او له اساسي قانون سره سم، یو کس چې یو ځل ولسمشر شي نو په پرله پسې ډول یوازې یو وار بیا نوماندېدای شي.
د مثال په توګه اوسنی ولسمشر حسن روحاني په ۲۰۱۳ز او په ۲۰۱۷ز کلونو کې د انتخاباتو ګټونکی اعلان شو. نوموړی اوس د درېیم ځل لپاره د ولسمشرۍ څوکۍ ته نه شي نوماندېدای خو کولای شي چې بیا په ۲۰۲۵ کال کې ځان دې څوکۍ ته نوماند کړي.
ولسمشر څنګه ټاکل کېږي؟
د ایران له ایین سره سم، د هغه هېواد هر ۱۸ کلن وګړی کولای شي چې په انتخاباتو کې رایه وکاروي او مستقیماً ولسمشر منتخب کړي. خو د مشال راډیو د ایرانۍ څانګې فردا راډیو مشر مدیر نیوشا بقراطي وايي، ظاهراً ولسمشر د خلکو په رایو انتخابېږي، خو اصلاً د هغه هېواد شورای نګهبان نوماندان غوره کوي او بیا یې ستر مذهبي مشر پرېکړه منظوروي.
د ایران ولسمشریزو انتخاباتو بهیر په مکمله توګه جمهوري یا ډېموکراټیک نه دی.نیوشا بقراطي
په ایران کې په ۱۹۷۹ز کال کې تر اسلامي انقلاب وروسته د ستر مذهبي مشر دفتر، انقلاب ساتونکی ځواک او د شورای نګهبان په ګډون یو شمېر نورې ادارې جوړې شوې چې د هېواد د ټولو چارو په چلولو کې اساسي رول لري.
ایت الله علي خامنه يي اوسمهال د هغه هېواد ستر مذهبي مشر دی.
د بقراطي په خبره، په حقیقت کې د ایران مذهبي مشر د ولسمشر په انتخاب کې غیر مستقیم او مستقیم رول لري. "د ایران ولسمشریزو انتخاباتو بهیر په مکمله توګه جمهوري یا ډېموکراټیک نه دی. له قانون سره سم، خلک باید په مستقیمه توګه ولسمشر منتخب کړي، خو په عمل کې داسې نه ده ځکه چې هر کس نه شي کولای چې انتخاباتو ته نوماند شي."
د شورای نګهبان جوړښت او دنده
په ایران کې د شورای نګهبان په نوم اداره ۱۲ غړي لري چې د ولسمشرۍ د نوماندانو ارزونه کوي او بیا یې د انتخاباتو لپاره وړ بولي او یا یې هم نااهله کوي.
د شورای نګهبان نیمايي غړي قانونپوهان او نیمايي یې اهل تشیع دیني عالمان وي چې د بقراطي په خبره، د ایران مذهبي مشر یې مستقیماً یا غیر مستقیماً ټاکي.
"ستر مذهبي مشر د شورای نګهبان شپږ اهل تشیع عالمان مستقیماً غوره کوي او پر دنده یې ګوماري. د عدلیې مشر پاتې شپږ قانونپوهان ټاکي او د ایران ستر مذهبي مشر په مستقیمه توګه د عدلیې مشر ټاکي. نو په دې توګه د ستر مذهبي مشر ټاکلي خلک دا فیصله کوي چې څوک انتخاباتو ته نوماندېدای شي او څوک نه شي نوماندېدای."
د فردا راډیو مشر اېډېټر بقراطي وايي، شورای نګهبان د ۲۰۲۱ز کال انتخاباتو لپاره یو شمېر معتدله امېدواران رد کړل.
بي بي سي وايي، د اوسني ولسمشر لومړی مرستیال اسحاق جهانګیري چې منځلاری سیاستوال دی او د ایراني پارلېمان پخوانی مشر علي لاریجاني هغه نومیالي کسان ول چې شورای نګهبان انتخاباتو ته له درېدو منع کړل.
له هغې پرته د جون پر ۱۷مه درې نور سیاستوالان چې شورای نګهبان غوره کړي ول، له خپلې نوماندۍ تېر شول.
نیوشا بقراطي وايي، له ایراني قانون سره سم، شورای نګهبان بې له سپیناوي یا وضاحت ورکولو نوماندان غوره کولای یا ردولای شي.
څوک انتخاباتو ته نوماندېدای شي؟
د ایران اساسي قانون د ولسمشرۍ انتخاباتو نوماندۍ لپاره شرطونه بیانوي او د هغه هېواد پارلېمان ایین تعبیروي.
د بقراطي په خبره، اساسي قانون د نوماندانو لپاره ځینې مهم شرطونه ایښي دي. "د ایران ولسمشرۍ څوکۍ ته یوازې سړي نوماندېدای شي او ښځې یا د بل جنس کسان د دې څوکۍ وړ نه دي. هر هغه کس چې د اهل تشیع د جعفري فقې لاروی نه وي او ۱۲ امامان نه مني، نشي کولای چې د ولسمشرۍ څوکۍ ته نوماند شي. په دې معنا، سنیان او د نورو مذهبي لږکیو کسان انتخاباتو ته نشي درېدای. همداراز، هر کس چې انتخاباتو ته نوماندېږي، باید پر اسلامي انقلاب او د ستر مذهبي مشر پر مطلق ځواک او واک باور ولري."
بقراطي زیاتوي، خو له دې شرطونو پرته داسې هم شوي چې شورای نګهبان ځینې نوماندان په دې رد کړي چې له هغو کسانو سره یې تعلق لاره یا د هغو کسانو پلوي یې کوله چې د ستر مذهبي مشر له تګلارو سره یې اختلاف لاره.
په ایران کې د ولسمشرۍ انتخابات پر داسې مهال کېږي چې هغه هېواد د اټومي پروګرام پر سر د امریکا تر بندیزونو لاندې دی او د اقتصاد خرابوالي له وجې په ولس کې غوسه زیاته شوې ده.
د فېسبوک تبصرې