د لاسرسي ځای

تازه خبر

وسلوالو په پېښور کې د مدرسې مشر وژلی او زوی یې ژوبل کړی دی


په پېښور کې پولیسو تر برید وروسته د سړک یوه برخه تړلې او پهره کوي - د نومبر ۲۴مې انځور.
په پېښور کې پولیسو تر برید وروسته د سړک یوه برخه تړلې او پهره کوي - د نومبر ۲۴مې انځور.

پولیس وايي، د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې وسلوالو د یوې مدرسې مهتمم وژلی او د هغه زوی یې ژوبل کړی دی.

د پېښور د پیشته خرې تاڼې د پولیسو یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته وویل، د سپینې وړۍ جامعه عصریه مهتمم عزت الله د نومبر پر ۲۸مه د جمعې تر لمانځه وروسته په خپل ګاډي کې له نهه کلن زوی سره روان وو چې په بورډ بازار کې ورباندې وسلوالو برید وکړ.

هغه وویل، په ډزو کې عزت الله پر هم هغه ځای ووژل شو او زوی یې ژوبل شو چې روغتون ته یې لېږدولی دی.

تر اوسه معلومه نه ده چې د مدرسې پر مشر برید چا او ولې کړی دی خو پولیس زیاتوي چې پلټنې یې پیل کړې دي.

  • انځور سایز

    خالده نیاز

    خالده نیاز د خیبر پښتونخوا په نوښار کې د مشال راډیو خبریاله ده چې د سیمې پر سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي چارو او داراز، د ښځو او بشري حقونو په اړه رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG