د لاسرسي ځای

تازه خبر

ازادې اروپا راډیو د روسیې د رسنیو د څار ادارې ګواښ رد کړ


یو اوکراینی سرتېری د فبرورۍ پر ۲۶مه په کییف کې له روسیو ځواکونو سره د نښتې له ځایه تېرېږي.
یو اوکراینی سرتېری د فبرورۍ پر ۲۶مه په کییف کې له روسیو ځواکونو سره د نښتې له ځایه تېرېږي.

د ازادې اروپا راډیو د روسیې د رسنیو د څار دولتي ادارې روسکومنادزور له خوا د روسۍ ژبې کرنټ ټایم ټېلېوېژن ووبپاڼې د تړلو ګواښ رد کړی دی.

روسکومنادزور ګواښ کړی دی چې که د ازادې اروپا راډیو کرنټ ټایم څانګې پر اوکراین د روسیې د یرغل په اړه معلومات لیرې نه کړل نو ووبپاڼه به یې وتړي.

مشال راډیو د ازادې اروپا راډیو د پښتو څانګه ده چې هره ورځ د نهه ساعته خپرونو ترڅنګ پر ووبپاڼه او ټولنیزو شبکو خبرونه، شننې، تبصرې، ویډیوګانې او نور مطالب خپروي.

د ازادې اروپا راډیو مشر جېمي فلای د فبرورۍ پر ۲۷مه د روسیې د رسنیو د څار دولتي ادارې د خبرداري په غبرګون ویلي چې که کرنټ ټایم پر خپله ووبپاڼه په اوکراین کې د وژلیو او نیول شویو پوځیانو په اړه پر واقعیت ولاړ خبرونه لیرې نه کړل، نو د روسیې په وینا په راتلونکو ساعتونو کې به په هېواد کې هغه ووبپاڼه وتړي.

فلای وايي، د روسکومنادزور "خبره نه شي منلی."

هغې ادارې د فبرورې پر ۲۷مه په یوه لیک کې پر کرنټ ټایم تور پورې کړی چې په پراخه کچ یې د معلوماتو په خپرولو د قانون سرغړونه کړې او د دې ترڅنګ یې "داسې ناسم معلومات ورکړي چې ګواکې د اوکراین پر خاوره له دعوو سره سم، روسي پوځیان وژل شوي او نیول شوي دي."

په خط کې لیکل شوي چې که کرنټ ټایم معلومات لیرې کړل نو باید د تصدیق لپاره د روسیې د رسنیو څار هغې ادارې چارواکو ته یو نوټیفیکېشن یا لیک واستوي.

کرنټ ټایم ټېلېوېژن او ووبپاڼه وايي، د معلوماتو لیرې کولو پلان نه لري - انځور له ارشیفه.
کرنټ ټایم ټېلېوېژن او ووبپاڼه وايي، د معلوماتو لیرې کولو پلان نه لري - انځور له ارشیفه.

کرنټ ټایم ټېلېوېژن او ووبپاڼې هم جېمي فلای ته ورته خبره کړې او وايي چې د خبري مطالبو لیرې کولو نیت نه لري.

کرنټ ټایم زیاتوي چې ووبپاڼه یې لا هم په روسیه کې پرانیستې ده او که چارواکو وتړله نو بیا به هم خلک د شخصي شبکې یا وي پي اېن او له نورو لارو پاڼې ته لاسرسی ولرلای شي.

روسکومنادزور د ازادې اروپا راډیو روسۍ کرنټ ټایم ووبپاڼې ته ګواښ پر داسې مهال کړی دی چې د فبرورۍ پر ۲۸مه پر اوکراین د روسیې د حملې پر پینځمه ورځ هم په کییف او خارکیف کې نښتې شوې دي.

روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین د فبرورۍ پر ۲۴مه په اوکراین کې د "پوځي عملیاتو" اعلان وکړ او و یې ویل چې مقصد یې د "ولس محفوظ" ساتل دي. ده وویل چې دغه ګام یې د اوکراین له خوا د ورپېښو "خطرو" په ځواب کې پورته کړی.

پر اوکراین تر حملې وروسته امریکا او اروپايي ټولنې پر روسیې د یوشمېر نویو بندیزونو لګولو اعلان وکړ او ملګرو ملتونو سمدستي د جګړې درولو غږ وکړ.

XS
SM
MD
LG