د ټاکنو کمېشن د مارچ پر ۳۰مه، په خبرپاڼه کې ويلي دي چې د سېنېټ انتخاباتو مهالوېش سره سم، ټاکل شوې وه چې د ۴۸ خالې څوکيو ډکولو لپاره د اپريل په دوېمه نېټه انتخابات وشي. د انتخاباتو لپاره ۱۴۷ نوماندانو کاغذونو جمع کړي ول.
د پېښور په حیات اباد کې د تاترې تاڼې د پولیسو یوه افسر د خپل نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې پيښور او شاوخوا سیمو کې یې د افغان سیټیزن کارډ لرونکو کډوالو د استوګن ځایونو نقشې جوړول او د دوی تفصیلات راغونډول پیل کړي دي.
بیجینګ دغه برید غندلی او له پاکستانه یې غوښتي چې په دې اړه هر اړخیزې پلټنې وکړي او د خپلو زرګونو وګړو چې د چین او پاکستان په اقتصادي دهلیز یا سیپېک پروژه کې کار کوي، ساتنه وکړي.
دا تر هغه وروسته ده چې د اسلام اباد های کورټ شپږو قاضيانو د مارچ پر ۲۵مه قاضي فایز عیسا ته ليک استولی وو چې پکې غوښتنه شوې وه چې په "عدالتي چارو کې دې د استخباراتي ادارو د مداخلې" په اړه پلټنې وشي.
فضل الرحمان وویل چې احتجاجي تحریک د اپرېل له ۲۵مې پیلوي او بیا یې نورو ځایونو ته غځوي. "د اپرېل پر ۲۵مه له بلوچستانه خپل تحریک پیلوو. موږ دې جلسو ته د عوامي (ولسي) اسمبلۍ نوم ورکوو. د اپرېل پر ۲۵مه به په پښین کې جلسه کوو."
د پېښور های کورټ دوه قاضیانو جسټس اعجاز انور او جسټس وقار احمد مشتملې جرګګۍ د مارچ پر ۲۲مې حکم، وکیل نعمان محب کاکاخېل د درخواست د لومړنۍ اورېدنې وروسته خپور کړی دی.
نور وښیئ