د لاسرسي ځای

تازه خبر

اصفه بوټو زرداري د قامي اسمبلۍ غړې منتخب شوې ده


اصفه بوټو زرداري له خپل ورور بلاول بوټو زدراري سره ـ پخوانی انځور.
اصفه بوټو زرداري له خپل ورور بلاول بوټو زدراري سره ـ پخوانی انځور.

د پاکستان د اوسني ولسمشر اصف علي زرداري او د پخوانۍ وژل شوې وزیراعظمې بې نظیر بوټو کشره لور اصفه بوټو زرداري د قامي اسمبلۍ غړي منتخب شوې ده.

د مارچ پر ۲۹مه، هغه د سيند صوبې د بې نظیر اباد د قامي اسمبلۍ د ۲۰۷مې حلقې څخه بغیر له مقابلې غړې منتخب شوې ده.

پر هغې څوکۍ اصف علي زرداري د فبرورۍ د اتمې په ټاکنو کې بریالی شوی وو خو د ولسمشر په توګه له ټاکل کېدو وروسته څوکۍ خالي شوې وه.

د ټاکنو کميشن په وينا ټولو نوماندانو د اصفه بوټو په حق کې خپل کاغذونه بېرته اخیستي ول.

د پاکستان تحريک انصاف ملاتړي اميدوار سردار شيرمحمد رند پشمول د اووه احتمالي کاندیدانو کاغذونه د ټاکنو کمېشن رد کړي ول.

اصفه بوټو د اکسفورډ بروکس پوهنتون څخه په سیاسياتو اوسماجي علومو کې دبي ای سند تر لاسه کړی او د ماسټرۍ ډګري يې د ۲۰۱۶ز کال په جولای کې ديونيورسټي کالج لندن څخه اخیستې ده.

اصفه بوټو په پاکستان کې د پوليو رنځ د ختمولو ترټولو کم عمره سفیره هم ټاکلې شوي وه.

XS
SM
MD
LG