دا خبره د ایران دولتي خبري اژانس ارنا د مې پر ۲۰ په یو بیان کې کړې ده. بیان لیکي چې ژغورونکو نن سهار د الوتکې د نسکورېدو په ساحه کې د الوتکې د بدنې ټوټې وموندې.
د پاکستان دولتي خبري اژانس ای پي پي د پاکستان سفارت په حواله نن خبر ورکړي چې په بشکیک کې مېشت بهرني زده کوونکي چې پاکستانيان هم پکې شامل دي، څو ورځې وړاندې د مصري زده کوونکو سره نښتي شوي وي.
نوموړي د مې پر اتمه له امریکايي ټېلېوېژن سي اېن اېن سره په مرکه کې وویل چې په رفح کې تر يو ميليون زیاتو خلکو پناه اخیستې ده
د نوې درجه بندۍ ترمخه، پاکستان د ۱۸۰ هېوادونو په نوملړ کې ۱۵۲م او افغانستان ۱۷۸م مقام ته ښکته شوي دي.
د مشال راډیو ازبکۍ څانګې داسې اسناد هم ترلاسه کړي دي چې ښيي چې الټیمو ګروپ د ګیسو له دولتي شرکت ازټرانسګاز څخه څه باندې ۶۶ مېلیونه ډالر ترلاسه کړي دي او هغې کمپنۍ له ترکمنستانه شاوخوا یو ارب (مېلیارده) مکعب میټره ګیس درامد (وارد) کړی دی.
نور وښیئ