د لاسرسي ځای

تازه خبر

بشکیک کې تاوتریخوالی، ۳۰ ژوبلو کې ۱۵ پاکستاني زده کوونکي دي


په بشکیک په سلګونو اوسیدونکي د می پر ۱۷مه د بهرنیو اتباعو د لیلیې مخې ته راټول شوي دي: انځور مې ۱۷، کال ۲۰۲۴ز
په بشکیک په سلګونو اوسیدونکي د می پر ۱۷مه د بهرنیو اتباعو د لیلیې مخې ته راټول شوي دي: انځور مې ۱۷، کال ۲۰۲۴ز

په کرغزستان کې د مې ۱۷مې او ۱۸مې تر مینځ شپې مهال د تاوتریخوالي په پېښو کې د ژوبلو کسانو شمېر ۳۰ ته پورته شوی دی.

د کرغزستان حکومت وايي داسې ښکاري چې د دې تاوتریخوالي هدف بهرني زده کوونکي او مهاجرین ول. د کرغزستان امنیتي ځواکونو د زده کوونکو ترمينځ د تاوتریخوالي په ترڅ کې د بشکیک ځینې برخې کلابندې کړې دي.

بشکیک کې بریدګرو ډلو د بهرنیو زده کوونکو پر استوګنځايونو بریدونه کړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:41 0:00

د کرغزستان حکومت د مې پر ۱۸مه ویلي چې د تېرې شپې په تاوتریخوالي کې ټول ۳۰ کسان ژوبل شوي دي.

د مشال راډیو د کرغز څانګې مسوول مدیر کوبات قاسبمېکوف د مې پر ۱۸مه مشال راډيو ته وویل چې حالات اوس تر کنټرول لاندې دي.

نوموړی وايي: "د تیرې شپې له تاوتریخوالي وروسته وضع اوس ارامه شوېده. تر دې دمه لږ تر لږه ۳۰ کسان ژوبل شوي دی. د پاکستان سفارت ویلي چې په ژوبلو کې ۱۵ پاکستاني زده کوونکي دي. خو په حقیقت کې د ژوبلو شمېر ښايي لوړ وي."

کرغزستان کې تاوتريخوالي کې لسګونه زده کوونکي ژوبل شوي دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:10 0:00

بلخوا پر ټولنيزو رسنيو خپرو شويو يوشمېر ويډيوګانو کې ليدل کېږي چې د بهرنيو زده کوونکو استوګنځايونو باندې بريدونه کېږي او هغوی وهل ټکول کېږي. مشال راډيو لا تر اوسه د هغوی ويډيوګانو د کره والي په اړه څه نه شي ويلی.

د کرغزستان په بشکیک ښار کې د پاکستان، هند، مصر او ګڼو نورو هیوادونو محصلین په طب، انجینیرۍ او نورو څانګو کې لوړې زده کړې کوي. راپورونه وايي د مې پر ۱۷مه ناوخته زیات شمېر ځايي خلک د بهرنیو زده کوونکیو د هاسټلونو مخې ته ورغلي او په ځینو محصلینو یې تشدد هم کړی دی.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:42 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د احتشام لطیف په نوم یو زده کوونکي د مې په ۱۸مه مشال راډیو ته وویل چې اصلاً جګړه د مصریو او ځايي زده کوونکیو ترمينځ څو ورځې وړاندې شوې وه خو اوس ځايي خلک د بهرنیو زده کوونکیو خلاف راپورته شوي دي. نوموړي وویل، ځايي خلک یوازې احتجاج نه کوي بلکې بهرني زده کوونکي له هاسټلونو وباسي او ډبوي یې. نوموړي زیاته کړه چې په خپل پوهنتون کې بند پاتې دی.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:59 0:00

د سید شاه رخ خان په نوم یو ځوان چې د خیبر پښتونخوا نه د لوړو زده کړو لپاره بشکیک ته تللی، د مې پر ۱۸مه یې مشال راډیو ته وویل چې حالات ورته ښه نه برېښي: "زه د طب زده کوونکی یم، زما اخری کال دی. زموږ طرف ته حالات ډېر خراب دي، تیره شپه زموږ په هاسټلونو حملې شوې دي. ځايي خلک راغلي او چې څوک مخې ته ورغلی، هغه یې ډبولی. دوی دې ته هم نه دي کتلي چې دا جینۍ ده که هلک دی خو تر تشدد لاندې یې نیولی دی. "

نوموړی وايي، که پوځ د هغوی هاسټل ته په وخت نه وای رسېدلی نو د هغوی ډېری ملګري به ژوبل شوي وای.

په ورته وخت کې د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د کرغزستان په پلازمېنه بشکیک کې پر پاکستانيو زده کوونکو ترسره شویو بريدونو تشويش څرګند کړی دی.

د وزيراعظم دفتر د مې پر ۱۸مه په يو خپور شوي بيان کې ويلي چې شهباز شريف د کشميري چارو، ګلګت بلتستان او سرحدي سيمو مرکزي وزير امير مقام ته بشکيک ته د تلو امر کړی دی.

امير مقام به د مې پر ۱۸مه شپې مهال بشکيک ته روانېږي او هلته به د پاکستانيو زده کوونکو د ستونزو د هواري لپاره کار کوي.

وزيراعظم تر دې وړاندې، په یو بيان کې په کرغزستان کې پاکستانۍ سفارتخانې ته امر کړی چې زده کوونکو ته د مرستو رسولو لپاره دې خپلې ټولې هلې ځلې وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چاروزارت د مې پر ۱۸مه د یو بیان په خپرولو سره ویلي چې هغوی د کرغزستان له چارواکو سره په اړونده موضوع تماس نیولی تر څو د پاکستانیو محصلینو خوندیتوب باوري کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت په بیان کې وړاندې راغلي چې د کرغزستان چارواکو د پاکستانیو په شمول د ټولو بهرنیو محصلینو خلاف د تشدد د پېښو غندنه کړې او ژمنه یې کړې ده چې د دې پېښو پلټنه به کوي او عاملینو ته به سې سزا ورکړي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي د پاکستان سفارت د زده کونکو او د هغوی د کورنیو پوښتنو ته د ځواب لپاره د مرستې لاینونه پرانیستي دي . د بهرنیو چارو وزارت وايي په پاکستان کې د کرغزستان سفیر حسن علي ضیغم د خپل هیواد له لوړ پوړو چارواکو سره په نږدې رابطه کې دی. د کرغزستان د روغتیا وزارت په وینا، څلورو پاکستانیانو ته ابتدايي طبي مرسته ورکړل شوی او یو بل چې جامه یې زخمي شوی، په هسپتال کې یې علاج کېږي.

هلته په اسلام اباد کې د کرغزستان د سفارت شارژدافیر میلس مولدالیېف د خارجه دفتر د ډایرېکټر جنرل اعزاز خان لخوا خارجه دفتر ته راغوښتل شوی وو چې ورته یې د پاکستاني زده کوونکو په وړاندې د تېرې شپې د پېښو په اړه د پاکستان د حکومت د ژورو اندېښنو څرګندونه وکړه.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:05:58 0:00

دا پېښه په داسې حال کې وشوه چې کرغزستان د بهرنیو کارګرانو د ایستلو کوششونه پیل کړې دي. د می پر ۱۶مه د ملي امنیت په اړه د کرغزستان کمیټۍ اعلان وکړ چې ۲۸ اسناد نه لرونکي پاکستاني کارګران یې نیولي دي. د می پر ۱۵مه د بشکیک پولیسو د ۴۰۰ څخه زیاتو بهرنیو زده کونکو لخوا په موټرسایکلو او سکوټرو د سامان رسولو خدمتونه بند کړل او وې ویل چې د ټرافیکي اندېښنو له امله یې دا ګام پورته کړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG