د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسراییلۍ سندرغاړې د یورووېژن سیالیو فاینل ته لاره موندلې ده


یوشمېر اسراییلیان د عدن ګولان فاینل ته په رسېدو خوشالي کوي - د مې نهمې انځور.
یوشمېر اسراییلیان د عدن ګولان فاینل ته په رسېدو خوشالي کوي - د مې نهمې انځور.

اسراییلۍ سندرغاړې عدن ګولان په داسې حال کې د یورووېژن په نوم د نړیوالې سیالۍ پایلوبې (فاینل) ته لاره موندلې ده چې په سویډن کې د غزې جګړې پر ضد پراخه مظاهره شوې ده.

هغې د مې پر نهمه د سویډن د مالمو ښار په لوی تالار کې د ۹،۰۰۰ نندارچیانو په موجودګۍ کې د "هریکېن" یا (طوفان) په نوم سندره وړاندې کړه او د خلکو د رایو په مټ یې د مې پر ۱۱مه د نړیوالې مقابلې پایلوبې ته لاره ومونده.

د هغې د سندرې ویلو پر مهال کومه ناوړه پېښه و نه شوه خو پر هم هغه ورځ، د پولیسو د اټکل له مخې، تر ۱۰،۰۰۰ زیاتو کسانو، چې د اقلیمي یا اب و هوا بدلون پر وړاندې نومیالۍ مبارزه ګرېتا تونبرګ هم پکې شامله وه، د مالمو په عمومي څلورلاره کې د غزې جګړې پر وړاندې د مظاهرې پر مهال غوښتنه وکړه چې اسراییل دې د سندرو له هغې سیالۍ وباسي.

په مالمو کې زرګونه کسانو د غزې جګړې پر ضد مظاهره وکړه - د مې نهمې انځور.
په مالمو کې زرګونه کسانو د غزې جګړې پر ضد مظاهره وکړه - د مې نهمې انځور.

د فرانسې خبري اژانس وايي چې مظاهرچیانو وروسته له هغه ځایه د ښار تر جنوبي برخې پورې لاریون وکړ. هغوی په غزه کې د جګړې درولو او ولسي وګړو د وژنې مخنیوي غوښتنې کولې.

ټاکل شوې چې یورووېژن وروستۍ سیالي د مې پر ۱۱مه وشي.

د سندرو په هغې نړیوالې سیالۍ کې د اسراییلو په ګډون د ۲۶ هېوادونو، فرانسې، جرمني، اېټالیا، هسپانیا، برېتانیا، سویډن، کروېشیا، قبرص، فېنلینډ، ایرلینډ، لېتوانیا، لګزمبورګ، پورتګال، سربیا، سلووېنیا، اوکراین، ارمنیا، اسټریا (اتریش)، اېستونیا، جورجیا (ګورجستان)، یونان، لېتوانیا، نېدرلینډز (هالینډ)، ناروې او سوېټزرلینډ (سوېس) سندرغاړي برخه اخلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG