د لاسرسي ځای

تازه خبر

محمد مخبر د ابراهيیم رييسي تر وژل کېدو وروسته د ایران سرپرست ولسمشر ټاکل شوی


د ايران سرپرست ولسمشر محمد مخبر. پخوانی انځور
د ايران سرپرست ولسمشر محمد مخبر. پخوانی انځور

د ايران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه ای د دې هېواد د ولسمشر تر وژل کېدو وروسته، نن(مې ۲۰مه) محمد مخبر د سرپرست ولسمشر په توګه ټاکلی دی.

د ایران سرکاري اژانس ارنا راپور ورکوي چې محمد مخبر د ولسمشر ابراهيم رییسي مرستيال وو چې د ايين ترمخې به ۵۰ ورځې د هېواد چارې سمبالوي او وروسته به د نوي ولسمشر لپاره انتخابات کېږي.

ایرانیو ژغورنکيو د ولسمشر د هیلي کاپټر نسکورېدو په ځای کې مړي موندلي دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:13 0:00

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او ورسره نور چارواکي د هیلي کاپټر لوېدو په پېښه کې وژل شوي دي.

دا خبره د ایران دولتي خبرې اژانس ارنا د مې پر ۲۰ په یو بیان کې کړې ده.

بیان لیکي چې ژغورونکو نن سهار (مې ۲۰مه) د الوتکې د نسکورېدو په ساحه کې د الوتکې د بدنې ټوټې وموندې. له ابراهیم رییسي او حسین امیر عبداللهیان سره په دولتي پلاوي کې اته نور کسان هم ملګری ول.

د ایراني رسنیو په وینا، دغه څرخي الوتکه پرون "د خرابې هوا له کبله" د ایران په شمال لوېدیځ کې نسکوره شوه.

د ايران دولتي ټېلېويژن (خبرګزاري صدا و سیما) د مې پر ۱۹مه خبر ورکړ چې دا پېښه د ختيځ اذربایجان صوبې په جلفا کې شوې ده. ختيځ اذربایجان د ايران له ۳۱ صوبو يا ولايتونو څخه يوه ده.

ایراني چارواکي وایي چې ولسمشر رییسي د قیز قلعه سي بند د پرانیستې لپاره تللی وو چې د اذربایجان ولسمشر الهام عليېف سره يې ګډه پرانیسته وکړي. چې تر دې وروسته ولسمشر رييسي او عمله یې په څو هيليکاپټرونو کې تهران ته پر لاره وو چې د پېښې ښکار شول.

تسنیم خبري اژانس د پېښې د ساحې درې بُعدي ویډیو هم خپره کړې چې له مخې یې الوتکه پر یوه غرنۍ سیمه چې په ځنګلونو پوښلې ده، سقوط شوې ده.

د ایران حکومت ویلي چې دغه الوتکه د درېیو الوتکو په کاروان کې شامله وه او دوې نورې الوتکې په خوندیتوب په تبرېز کې ښکته شوې دي.

د ایران رهبر ایت الله علي خامنه‌اي د مې پر ۱۹مه وویل ، د ایران خلک دې اندېښنه نه کوي، ځکه د ده په وینا د دغه هېواد په چارو کې به هېڅ ډول ځنډ او خنډ رانه شي.

د الوتکې د نسکورېدو په باب د راپورونو له خپرېدو وروسته د عراق، ترکیې، روسیې، اذربایجان او ارمنستان په ګډون ګڼو هېوادونو د پلټنې په عملیاتو کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

توندلاری سیاستوال ۶۳ کلن ابراهیم رییسي په ۲۰۱۷م کال کې د حسن روحاني په وړاندې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ماتې خوړلې وه، خو په ۲۰۲۱م کال کې د ایران د ولسمشر په توګه وټاکل شو.

د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو مشرانو د ابراهيم رییسي او د نورو چارواکو پر مړينه خفګا ښوولی دی. پاکستان د پینځو ورځو ماتم اعلان کړی دی.

د دې هېواد وزيراعظم شهباز شريف د مې پر ۲۰مه پر اېکس پاڼه د دې اعلان تر څنګ ويلي چې له ايرانیانو سره په دې غم کې به د پاکستان بیرغ نیمه ځوړند وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG