د مارچ پر اتمه د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت د مشال تر رڼا لاندې اوونيز بحث کې د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې شينکۍ کړوخېل ويلي چې د طالبانو افغانستان د ښځو لپاره "په يو زندان بدل کړی" دی. د بحث بلې ګډونوالې او د ملي جمهوري غورځنګ د خيبر پښتونخوا مشرې بشری ګوهر وويل چې د پاکستان په سياسي ګوندونو کې ښځو ته په فیصله سازۍ کې ونډه نه ورکول کېږي. بشپړ بحث وګورئ.
د مشال تر رڼا لاندې
چار شنبه ۸ مارچ ۲۰۲۳
پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) او یوشمېر سياسي ګوندونو د زیاتېدونکو حملو پرضد د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې پاڅونونه او مظاهرې کړې دي. اخوا د پاکستان رياست هم له تېرو شاوخوا دوو لسیزو راهيسې په "ترهګرۍ ضد جګړه" کې بوخت دی. د مشال تر رڼا لاندې بحث کې پر دې خبره بحث شوی چې ایا په ترهګرۍ ضد بیانیه کې د پاکستان دولت او پښتون ژغورنې غورځنګ طبیعي اتحادیان دي او که څنګه؟