د تونس په مرکز کې مشکوکو تروریستانو پر بهرنیو ګرځندویانو برید وکړ او د څو اروپایي هېوادو نژدې شل ګرځندویان یې ووژل.
د تکریت ښار د بېرته نیولو په مقصد د عراقي ځواکونو عملیات یوه مهم پړاو ته رسېدلي دي. عراقي ځواکونه وړمه ورځ تکریت ته ننوتل او د راپورونو له مخې د ښار یوازې یوه وړه برخه د...
عراقي چارواکي وایي، د تکریت ښارد نیولو لپاره د اسلامي دولت له ډلې سره جګړه روانه ده او د دې ښار ډیرې برخې عراقي ځواکونو نیولي دي.
په تېره یوه اونۍ کې درېیم ځل دی چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش وسله وال د عراق د شمال پر لرغونو ساحو چې د نړۍ له بېسارو تاریخي میراثونو څخه ګڼل کېږي حملې کوي.
د امريکا لوی درستيز جنرال مارټين ډيمپسي نن ويلي چې ۲۳۰۰۰ شيعه جنګيالي چې د ايران په ملاتړ جګړه کوي، سني قبايلي مشران او د عراق پوځيان اوس مهال د اسلامي دولت ډلې د يوازې څو سوو سخت دريځو پر وړاندې په جګړه بوخت دي.
د اسلامي دولت ډلې په عراق او سوریه کې د ډله ییزو او بې رحمانه وژنو ترڅنګ ډېر مهم لرغوني آثار او اته موزیمونه هم له منځه وړی دي. په دې موزیمونو کې داسي قیمتي او مهم اثار وو...
په داسې حال کې چې په سوریه کې د بشار الاسد د رژیم ضد جهادیانو په دې وروستیو میاشتو کې د جګړو جبهو کې د نظر وړ پرمختګونه کړي وو؛ د سوریې دولتي خبري رسنیو د جمعې په ورځ...
کله چې شپېته کلنه ورده او د هغې کورنۍ د نومبر په مياشت کې په کوباني کې د اسلامي دولت ډلې له پرمختګه وتښتېدل؛ يو د اغوستلو له کالو پرته دوی له ځانه سره بل هيڅ نه وو اخيستي.
په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت په نوم وسله والې ډلې تیره اونۍ د موصل په مرکزي کتابتون کې تر یولک زیات کتابونه او تاریخي نسخې وسوځولې.ګارډین ورځپاڼه وايي، د ویرانۍ او تخریب...
د مصر یوې محکمې د دوشنبې په ورځ د علا عبدالفتاح په نامه فعال چې په ۲۰۱۱م کال کې یې د وخت د جمهور رییس حسنی مبارک پرضد لاریونونه او مظاهرې تنظیم کړې وې؛ په پنځه کاله بند
ترکي ځواکونو د سوریې په خاوره کې دننه په هغو پوځي عملیاتو کې برخه اخیستې چې وايي؛ هدف یې په یوه زیارت کې د کلابندو ترکي سرتېرو ژغورل و.
روسیې او روس پلوو بېلتونپالو هغه طرح رد کړې چې د اوکراین په ختیځ کې د اوربند د دوام لپاره په سیمه کې د ملګروملتونو سوله ساتي ځواک د ځای پرځای کېدو غوښتنه کوي.
نور راوښيه