کله چې شپېته کلنه ورده او د هغې کورنۍ د نومبر په مياشت کې په کوباني کې د اسلامي دولت ډلې له پرمختګه وتښتېدل؛ يو د اغوستلو له کالو پرته دوی له ځانه سره بل هيڅ نه وو اخيستي.
ورده وايي:
"موږ خپل کورونه، خپل شتمنۍ، خپل موټرونه تر شا پرېښوول. يوازينی شی چې موږ وژغورلی، هغه زموږ کوچنيان وو."
د ورده کورنۍ يو شمېر دوکانونه درلودل چې په کې ټلويزيونونه او ټليفونونه خرڅېدل. د دې کورنۍ مځکې او پټي هم درلودل. دا هر څه له دوی څخه هغه وخت پاتې شول چې دوی د خپل ژوند ژغورلو لپاره تېښتې ته اړ شول. له هغه وروسته دوی له ترکيې څخه عراقي کردستان ته ننوتل.
د ورده د قصې يوه برخه په هغه ويډيو کې خپره شوې ده چې د برتانيې د نړيوال پرمختيايي ادارې يا DFID له خوا ورسره د مرکې پر مهال جوړه شوې ده.
د DFID د راپور له مخې، په ۲۰۱۴م کال کې د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې له لاسه دوه میلیونه خلک له خپلو کورونو بې ځايه شول.
په کوباني ښار کې د داعش ډلې د جګړې له کبله شا او خوا ۱۵۰،۰۰۰ خلک له دې ښاره او شا او خوا کليو څخه وتلو ته اړ شول.
د سوريې د بې ځايه شوي وګړو د شمېرې په اړه بيلابېل راپورونه ورکول شوي دي. د کرد سیاستوالانو په وينا، ترکيې ته تر دوه لکه زيات د سوريې بې ځايه شوي وګړي ننوتلي دي.
د ورده د کورنۍ په شان ګڼ شمېر نوري کورنۍ هم له تاوتريخوالي څخه وتښتېدې. ورده وايي: هيڅ څوک له خوشالۍ خپل کور نه پريږدي.
د ورده کورنۍ اوس د عراق په شمال کې د کډوالو په يوه کمپ کې اوسي.
دا وايي، موږ چې لومړی دلته راغلو؛ دلته هيڅ هم نه وو. موږ هر څه ته اړتيا درلوده او په لومړيو ورځو کې مو له لوږې فاقې کولې.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو نړيوالې ادارې دغه کډوالو ته خوراکي توکي لکه بوره، وريجي، صابن او شامپو ورکړي دي.
ورده وايي، لږ تر لږه اوس موږ خپل کوچنيان خو مړولی شو.
د امريکا په مشرۍ د اييتلافي ځواکونو د بمباريو وروسته د داعش ډله له کوباني څخه وتلې ده. شا او خوا ۲۵۰۰۰ خلک اوس بيرته خپلو سیمو ته ستانه شوي دي.