د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲ تله ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۴۳

ترکي ځواکونو په سوریه کې پوځي عملیات وکړل


ترکي ځواکونو د سوریې په خاوره کې دننه په هغو پوځي عملیاتو کې برخه اخیستې چې وايي؛ هدف یې په یوه زیارت کې د کلابندو ترکي سرتېرو ژغورل و.

سلګونه ترکي سرتېرو چې ټانکونو او الوتکو یې ملګرتیا کوله؛ د شنبې په ماخستن د سوریې په قلمرو کې پوځي عملیات وکړل.

ترکي چارواکي د دې عملیاتو هدف د هغو کلابندو پوځیانو ژغورل بولي چې دنده یې د ترکانو لپاره د یوه سپېڅلي زیارت ساتنه او خوندي کول و. ترکیې ویره لرله چې دا زیات ښايي د اسلامي دولت ډلې له داعش له خوا تر ګواښ لاندې وي.

ویل کېږي چې په زیارت کې د عثماني امپراتورۍ د موسس لومړي عثمان نیکه سلیمان شاه ښخ شوی و او د امنیت لپاره یې موظف ترکي سرتېري له څو میاشتو راهیسې د اسلامي دولت ډلې یا داعش له خوا کلابند شوي وو.

د ترکیې صدراعظم احمت داود اوغلو وویل چې شپږسوه سرتېري او سل ټانکونه او زغره وال ګاډي په داسې حال کې چې بې پیلوټه کشفي الوتکو یې له هوا ملاتړ کاوه کوباني ښار ته نژدې د سوریې قلمرو ته ننوتل. د ترکیې پوځ وايي چې د دې عملیاتو په ترڅ کې یو سرتېری په یوه پېښه کې مړ شوی دی.

د ولسمشر رجب طیب اردوان د دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې یوه ډله سرتېري د سرحد په ۳۵ کیلومتره واټن کې د سوریې په حلب ښار کې د فرات سیند په اوږدو کې د سلیمان شاه زیارت ته ولاړل او بلې ډلې د سرحد په یوازې دوه سوه مترۍ کې هغه سیمه ونیوله چې دا زیارت له سره په کې جوړ شو.

د ترکیې صدراعظم وايي چې پوځیانو له عملیاتو وروسته د زیارت مخکینی ځای وران کړی دی. داود اوغلو زیاتوي چې د دې عملیاتو په اړه د امریکا په مشرۍ نړیوال ایتلاف ته خبر ورکړل شوی و.

د سوریې د بهرنیوچار وزارت د ترکیې عملیات غندلي او دا یې پر خپل هېواد څرګند تېری بللی.

دې وزارت په یوه بیان کې چې دولتي خبري آژانس خپور کړی؛ ویلي چې دا عملیات د ترکیې او داعش ترمینځ د ژورو اړیکو څرګندونه کوي.

بیان زیاتوي چې د ترکیې حکومت په انقره کې د سوریې سفارت ته د دې عملیاتو په اړه خبر ورکړی و؛ خو د دمشق تایید ته یې انتظار ونه کړ.

سلیمان شاه چې ګومان کېږي په دیارلسمه میلادي پېړۍ کې به په فرات سیند کې ډوب شوی وي؛ د هغې کورنۍ مشر و، چې وروسته یې عثماني امپراتوري جوړه کړه.

XS
SM
MD
LG