د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲ تله ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۴۳

د اوکراین په ختیځ ښار دیبالڅیف کې جګړه روانه ده


روسیې او روس پلوو بېلتونپالو هغه طرح رد کړې چې د اوکراین په ختیځ کې د اوربند د دوام لپاره په سیمه کې د ملګروملتونو سوله ساتي ځواک د ځای پرځای کېدو غوښتنه کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند پرون وویل، په مینسک کې د اوربند لاسلیک شوې موافقه باید د اوکراین د بحران د حل اساس وي.

له دې مخکې کییف د دولتي ځواکونو او روس پلوو بېلتونپالو ترمنځ د اوربند د ټینګښت لپاره د ملګروملتونو د سوله ساتي ځواک د منځګړتوب غوښتنه کړې وه.

د اوکراین په ختیځ ښار دیبالڅیف کې جګړه روانه ده او سره له دې چې د اوربند موافقه لاسلیک شوې خو دا ستراتیژیک ښار اوس هم ناارامه دی.

اوکراین په سیمه کې د اوربند د انفاذ او رعایت لپاره د ملګروملتونو منځګړتوب غواړي خو روسیه یې مخالفت کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند الکساندر لوکاشیویچ Aleksandr Lukashevich پرون وویل، کییف مسوولیت لري چې د دې تړون عملي کېدل یقیني کړي.

نوموړي دا غوښتنه چې د ملګروملتونو سوله ساتي ځواکونه دې د اوربند په انفاذ کې منځګړتوب وکړي رد کړه.

د اوکراین د دفاع او امنیت ملي شورا د تېرې چارشنبې په ورځ د سوله ساتو ځواکونو د منځګړتوب لپاره د ولسمشر پیتروپوروشینکو غوښتنه تایید کړه.

پوروشینکو وویل چې د ملګروملتونو ماموریت د اروپايي ټولنې د پولیسو په چوکاټ کې ترسره کېدای شي:

″د اوکراین د ملي امنیت او دفاع شورا دا پرېکړه تایید کړه چې د سوله ساتو ځواکونو قطعو ته، د اروپايي ټولنې د پولیسو د ماموریت په چوکاټ کې اوکراین ته د ورتلو بلنه ورکړل شي.

دا ماموریت به د ملګروملتونو د امنیت شورا د پرېکړې پر بنسټ ترسره کېږي.″

له بلې خوا د روسیې آر آی اې RIA خبري آژانس په ختیځ ښار دونېڅک کې د بېلتونپالو د مشر دینیس پوشیلین Denis Pushilin له قوله راپور ورکوي چې وايي، په سیمه کې د سوله ساتو ځواکونو هرراز حضور به د مینسک له موافقې څخه سرغړونه وي.

په ملګروملتونو کې د روسیې سفیر ویتالي چورکین هم ویلي چې په دې اړه د پوروشینکو وړاندیز داسې شکونه رامینځ ته کړي دي چې ښايي اوکراین نشي کولای د مینسک پر موافقو عمل وکړي.

د یوه بل خبرله مخې د اروپايي ټولنې د باندنیو اقداماتو د ادارې عمومي منشي ماسېيي پوپوفسکي پرون وویل، اوکراین ته د پوځي ځواک د استولو په برخه کې له هرې پرېکړې مخکې د پوروشینکو د وړاندیز په اړه نور وضاحت ته اړتیا لیدل کېږي.

د مینسک د توافق له مخې چې تېره اونۍ لاسلیک شو دواړو خواوو یعنې اوکرایني ځواکونو او روس پلوو بېلتونپالو خپلې درنې وسلې باید د جګړې له لومړۍ کرښې څخه اېستلې وای.
ویل کېږي چې له دې سیمو څخه ځینې درنې وسلې اېستل شوې خو په دیبالڅیف ښار کې بېلتونپال لاهم خورا زیاتې وسلې لري.

د اوکراین ولسمشر ویلي چې شاوخوا ۲۵۰۰ دولتي سرتېرو له دې ښار څخه په شاتګ کړی خو د اوکراین پوځ وايي چې له دیبالڅیف څخه وتل یو تنظیم شوی پلان و.

پوځ وايي چې په دې ترڅ دیارلس سرتېري وژل شوي او څه باندې یونیم سل ټپیان دي. پوځ همداراز وايي د بېلتونپالو په لاس د دیبالڅېف له سقوط وروسته ۹۰ سرتېري اسیران شوي او له اتیا زیات نور تري تم دي.

په همدې حال کې د ناټو عمومي منشي یینز ستولتینبېرګ ویلي دي چې د بېلتونپالو له خوا اوربند ته درناوی نه کول د سولې موافقې ته ګواښ کوي.

ده زیاته کړه، روسي سرتېري او د روسیې د هوايي مدافعې قطعې او تجهیزات په اوکراین کې فعالیت کوي او ځینې کړۍ ملاتړ ترې کوي.

XS
SM
MD
LG