د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۴۱

د اسلامي دولت ډلې په موصل کې یو لک کتابونه او تاریخي اثار له منځه وړي

په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت په نوم وسله والې ډلې تیره اونۍ د موصل په مرکزي کتابتون کې تر یولک زیات کتابونه او تاریخي نسخې وسوځولې.

ګارډین ورځپاڼه وايي، د ویرانۍ او تخریب دې سترې څپې د نړیوالو اندیښنې زیاتې کړې دي.

د ورځپاڼې په حواله، د یونسکو مشرې "ایرینا بوکووا" د روانې میاشتې په پيل کې خبرداری ورکړی و چې ښايي پر سیمه د کتابونو او نورو تاریخي اثارو د تخریب داسې څپه راشي چې د بشریت په تاریخ کې یې ساری نه وي لیدل شوی.

میرمن بوکووا په موصل کې د موزیمونو؛ کتابتونو او پوهنتونونو د ویجاړېدو له امکانه شديده اندیښنه څرګنده کړې وه. دې ویلي وو چې د اسلامي دولت په نوم وسله وال په هغو سیمو کې چې تر کنټرول لاندې یې دي؛ د اقلیتونو د کلتوري میراثونه له منځه وړي.

په عراق کې د نینوا الغد په نوم ټلویزیوني شبکې د دوشنبې په ورځ د موصل پر مرکزي کتابتون د حملې خبر ورکړ او ویې ویل چې وسله والو په دې کتابتون کې د عربي ورځپانو یو زوړ ارشیف چې د شلمې پيړۍ په پيل کې جوړ شوی و؛ زړې نقشې، لاسي خطونه او د عثمانیانو د وخت ډير پخواني اثار وسوځول.

د ګارډین په حواله، یو شمېر کسانو پر فیس بوک ویلي چې که څه هم کتابونه سوځول شوي؛ خو د کتابتون ودانۍ پرځای ده؛ خو دقیق معلومات نشته.

د دې ترڅنګ د پنجشنبې په ورځ یوه پينځه دقیقه یې ویډیو خپره شوه چې وسله وال کسان په کې څرګندیدل چې چکشونه/ څټک یې اخیستي او تاریخي مجسمې خرابوي.

ګارډین وايي، په دې موزیم کې د اشوریانو د زمانې یوه مجسمه هم وه چې تر میلادي مخکې؛ په نهمه پيړۍ پورې مربوطه وه او په تیروسل ګونو کلونو کې د موصل په موزیم کې ساتل کېده.

دا ویډیو اول پر ټویټر خپره شوې وه او اسلامي دولت په نوم وسله والو تبلیغاتي نښان ورباندې لګیدلی دی.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG