د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۵۴

ډيمپسي: شيعه جنيګالي او د عراق ځواکونه به د داعش پرضد جګړه وګټي


ډيمپسي
ډيمپسي

د امريکا لوی درستيز جنرال مارټين ډيمپسي نن ويلي چې ۲۳۰۰۰ شيعه جنګيالي چې د ايران په ملاتړ جګړه کوي، سني قبايلي مشران او د عراق پوځيان اوس مهال د اسلامي دولت ډلې د يوازې څو سوو سخت دريځو پر وړاندې په جګړه بوخت دي.

خو ډيمپسي خبرداری ورکړ، تر هغه وخته چې د سني اکثريت تکريت ښار ته چې د بغداد د شيعه حکومت تر لاس لاندي دی، بشري مرستې او نور ملاتړ نه وي ورکول شوی، دا بريا به څه ډېره مانا ونه لري.

ډيمپسي عراق ته د خپل سفر پر مهال په يوه امريکايي الوتکه کې دا خبرې وکړې.

ډيمپسي عراق ته ځي تر څو د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې پر ضد په جګړه کې د ايران د رول په اړه وپوهيږي او په دې چې د عراق د راتلونکي لپاره به دا څه مانا ولري.

ډيمپسي ويلي، دی غواړي وويني چې د عراق مشران اوس هم د شيعه مسلمانانو، سني عربانو او کردانو تر منځ ملي وحدت او سياسي ګډون ته ژمن دي که نه.

د عراق حکومت وايي، ځواکونو يې له اسلامي دولت څخه د مارچ په ۶مه د تکريت سره نږدې د در ښار نيولی دی.

العراقيه تلويزيون ويلي چې حکومتي ځواکونو، شيعه جنګيالو او سني قبايلي جنګيالو د در په جګړه کې ګڼ شمېر سخت دريځي وژلي دي.

د عراق د پوځ قومندان ويلي، د در ښار په بشپړه توګه آزاد شوی دی او ځواکونه تياری کوي چې د يوه بل مهم ښار العلم پر لور وړاندې ولاړ شي.

دا جګړه د هغو عملیاتو برخه ده چې د موصل ښار بيرته نيولو په مقصد کيږي او نن د دې جګړې شپږمه ورځ ده.

په همدې حال کې د عراق په انبار ولايت کې، د امريکا پوځ ويلي عراقي پوځيانو او شيعه ملېشه ځواکونو د بغدادي ښار د داعش له سخت دريځو څخه تصفيه کړ.

XS
SM
MD
LG