د امریکا ولسمشر وایي، په سوریه کې باید جګړې ودریږي، ترڅو د امریکا او د هغه د نړېوالو ملاتړېو ځواکونه په دغه هېواد کې د داعش ځپلو ته پاملرنه زیاته کړي.
له هغه وروسته چې له بشري مرستو ډک تر سل زيات موټر په سوریه کې محاصره شویو سيمو ته ورسېدل، ملګرو ملتونو ويلي چې ...
ترکېي په سوریې کې د جګړې د ختمیدو لپاره د ځمکني عملیاتو د پیلیدو غوښتنه کړې ده.بل خوا د ملګروملتونو سازمان اعلان کړی دی چې په سوریې کې کلابند شوېو...
د ناټو یو شمېر غړو او د ملګرو ملتونو عمومي منشي په سوریه کې پر روغتونو او ښوونځیو پروني هوایي بریدونه چې په لسګونو کسان په کې ووژل شول، وغندل.
ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او د امریکا متحده ایالاتو دا بریدونه غندلي او له ښکیلو خواوو یې غوښتي چې د ملکیانو خوندیتوب باوري کړي.
په سوریه کې د اوربند موافقه چې له څو کاله خونړېو جګړو وروسته په دې وروستیو کې موافقه پرې وشوه په دې هېواد کې د سولې لپاره هیلې راژوندۍ کړې دي.
د ترکيې صدراعظم تاييد کړه چې ترکي ځواکونو د سوريې په شمال کې پر ځينو اهدافو حملې کړې دي.
کاناډا وايي، تر راتلونکو دوو اونیو پورې په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت د وسله والې ډلې پر ضد هوايي بریدونه پای ته رسوي.
د امریکا د پوځ یوه لوړ پوړي چارواکي جنرال سېن مک فارلانډ پرون دوشنبې په یوه خبرې غونډه کې وویل، عراقي ځواکونو د رمادي په بیرته نیولو کې خپله وړتیا وښودله.
د سوریې د اپوزیسیون اصلي ډله چې جنیوا ته رسیدلې؛ وایي، غواړي چې په سوریه کې شخړې پای ته ورسېږي؛ خو دا نه ده څرګنده چې هغه به په روانو خبرو کې برخه واخلي او کنه؟
فنلنډ او سویډن د لسګونه زره کډوالو د ایستلو لپاره خپل پلانونه اعلان کړل. د دوی د اعلان هدف اروپا ته د غیرقانوني کډوالو د تګ مخنیوی دی.
د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسس پر تهران غږ کړی چې د منځني ختیځ د سولې په پرمختګ او د ترورېزم د خپراوي په مخنیوي کې هڅه وکړي.
نور راوښيه