ترکېي په سوریې کې د جګړې د ختمیدو لپاره د ځمکني عملیاتو د پیلیدو غوښتنه کړې ده.
بل خوا د ملګروملتونو سازمان اعلان کړی دی چې په سوریې کې کلابند شوېو ښارونوته به د مرستندویه موادو کاروانونه ولیږل شي.
د دغه سازمان یوه چارواکي ویلي چې سوریې د دغو کاروانونو پرمخ د لارو د خلاصولو موافقه کړې ده.
په دې وروستیو کې د سوریې په تړاو د روسیې او ترکېې ترمنځ تاوتریخوالی ډیر شوی دی.
انقره په سوریې کې د روسیې هوایې بمبارۍ وحشیانه عمل بولي، خو په ورته وخت کې وایي چې له ځمکني عملیاتو پرته د سوریې جګړه ختمیدای نه شي.
یوه ترکي چارواکي ویلي چې هېواد یې له نړېوالو قواوو څخه غواړي چې په سوریې کې ځمکني عملیات وکړي، خو دغه چارواکې زیاتوي چې د ترکېې له خاورې به په سوریې کې یو اړخیزعملیات ونه شي.
ترکېه د سوریې د پنځه کلنې کورنۍ جګړې د ختمیدو لپاره د هغه هېواد د ولسمشر بشارالاسد لېرې کېدل ډیر مهم عنصر بولي، خو روسیه او ایران د اسد د رژیم پر پاته کېدو ټینګار کوي.
بل لورته امریکایي چارواکي وایي، سعودي عربستان چې ترډیره یې د خپل ګاونډي یمن بحران ته پام کړی دی، اوس په سوریې کې د امریکا په مشرۍ ایتلاف سره یوځای شوی دی.
ایران بیا سوریې ته د سعودي عربستان د ځواکونو د استولو په اړه خبرداری ورکړی دی.
په سوریې کې د ځمکنیو عملیاتو د پیل خبره داسې مهال کېږي چې ملګري ملتونه د سوریي هغو ښارونو ته چې کلابند دي، د بشري مرستو د رسولو خبره کوي.
د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي سټیفن ډیمسټورا پرون په دمشق کې د سوریې د بهرنیو چارو له وزیر ولیدالمعلم سره ولیدل.
د سوریې حکومت ژمنه کړې چې د مرستندویه کاروانونو پرمخ به لارې خلاصي پریږدي.
ډي میسټورا ویلي چې د دغو مرستو لیږل د سوریې د حکومت د ژمنو یوه ازموینه هم ده.
د سوریې د بهرنیو چارو وزیر د سې شنبې په ورځ خبریالانوته وویل چې هېواد یې نړېوالو قوانینو ته ژمن دی او د ملګروملتونو د بشري مرستو پرمخ به لارې ونه تړي.
تر ۴۸۶ زره ډیر کسان په هغو سیمو کې ژوند کوي چې یا د سوریې د حکومت تر محاصرې لاندې دي او یا د حکومت د مخالفینو په واک کې دي.
ویل کېږي په دغو سیمو کې ځیني کسان د خوارځواکۍ او لوږې له کبله مړه شوي دي.
اوس د سوریې قواوو د روسیې په هوایې ملاتړد حلب ښارشاوخوا سیمې تر برید لاندې نیولي او دغه ښار یې کلا بند کړی دی.