د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ تله ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۵۴

سویډن او فنلنډ لسګونه زره کډوال له خپلې خاورې وباسي


فنلنډ او سویډن د لسګونه زره کډوالو د ایستلو لپاره خپل پلانونه اعلان کړل. د دوی د اعلان هدف اروپا ته د غیرقانوني کډوالو د تګ مخنیوی دی.

دا دوه هیوادونه له افغانستان او منځني ختیځ څخه د لسګونه زره کډوالو له سخت بحران سره مخامخ دي ځکه چې له جګړه ځپلو هیوادونو څخه اکثر کډوال د سکاندناوي هیوادونه د خپل وروستي منزل په توګه غوره کوي.

د فنلنډ حکومت په پام کې لري چې دې هیواد ته په ۲۰۱۵ کال کې د رسیدلو کډوالو له درېیو دوه برخې چې د پناه غوښتنې لپاره غوښتنلیکونه یې نه دی منل شوي وباسي.

د فنلنډ د کورنیوچارو وزارت د کډوالو د چارو د ادارې مسوولې مشرې پایوي نیرګ Paivi Nerg فرانسپرس خبري آژانس ته وویل چې دې هیواد ته د رسیدلو شاوخوا دوه دیرش زره کډوالو په سلو کې تخمینا پنځه شپیته به وایستل شي.

د سویډن د کورنیوچارو وزیر هم پرون اعلان وکړ چې هیواد یې ښايي تر اتیا زرو پورې پناه غوښتونکي چې غوښتنلیکونه یې رد شوي دي وباسي.

اندریش اینګوار ایګمن Anders Ingvar Ygemanپرون وویل، حکومت د ۶۰ زرو کسانو د ایستلو په اړه څیړنه کوي خو کیدای شي دا شمیره له اتیا زرو واوړي. ایګمن ویلي حکومت پولیسو او د کډوالو مسوولو ادارو ته دنده سپارلې چې خپلو هیوادونو ته د رد شویو پناه غوښتونکو د استولو چارې تنظیم کړي.

تیرکال له ۱۶۰ زرو زیات کډوال سویډن ته تللي وو، چې دا د دې هیواد نفوس ته په پام سره یوه ډیره لویه شمیره ده. د دې پناه غوښتونکو ډیری افغانان دي. اروپا ته د پناه غوښتونکو د تلو بهیر له سړې هوا سره سره روان دی.

په همدې حال کې جرمني وايي چې مراکش، الجزایر او تونس د مصوون هیوادونه دي او کډوالو ته به یې سیاسي پناه ورنکړي.

له دې اعلان سره د افریقا د دې دریو هیوادونو د کډوالو لپاره به په اروپا کې پناه اخیستل ډیر ګران شي.

په داسې حال کې چې اروپايي هیوادونه د کډوالو له بحران سره لاس ګریوان دي یو مخکښ هالنډي سیاستوال ويلي دي چې هالنډ د اروپايي ټولنې له ځینو غړو سره پر هغه پلان کار کوي چې له مخې یې یوشمیر کډوال ترکیې ته استول کیږي.

هالنډی سیاستوال دیدریک سمسام Diederik Samsom وايي، د دې پلان له مخې تر دوه نیم لکو پورې هغه کسان به هم د پناه غوښتونکو په توګه ومنل شي چې لادمخه په ترکیه کې اوسي.

خو د بشري حقونو یوې مدافع ټولنې- د عفوې نړیوال سازمان دا پلان غندلی او وايي د کډوالو د ستنولو پریکړه له بنسټه ناسمه ده.

XS
SM
MD
LG