د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۳۰

د سوریې د ۵ کلن جنګ د پای ته رسولولو لپاره هڅې تېزې شوي


د سوریې د اپوزیسیون اصلي ډله چې جنیوا ته رسیدلې؛ وایي، غواړي چې په سوریه کې شخړې پای ته ورسېږي؛ خو دا نه ده څرګنده چې هغه به په روانو خبرو کې برخه واخلي او کنه؟

د سوریې د اپوزیسیون اصلي ډله وایي؛ غواړي چې په سوریه کې شخړې پای ته ورسېږي. د خبرو اترو عالي کمېټې چې د سعودي عربستان له ملاتړه برخمنه ده؛ یو پلاوی پرون جنیوا ته ورسېد.

د دغې کمیټې ویاند سلیم مسلط وویل؛ دا ډله غواړي چې خبرې بریالۍ شي؛ خو د سوریې حکومت باید له محبسونو څخه ښځې او ماشومان خلاص کړي او محاصره شویو سیمو ته مرستې پرېږدي؛ خو له دې سره - سره د خبرو لپاره مخکې تر مخکې شرط نه ږدي:

"دا زموږ شرطونه نه دي. دا هغه موافقه وه چې د ملګروملتونو د امنیت شورا پنځلسو غړیو لاسلیک کړې وه. دا زموږ لپاره مهمه ده چې دغه عام وژنه ودرو. د روسيې په بمباريو کې زموږ خلک او ماشومان ويشتل کېږي؛ د لوږې له لاسه مري.

دلته د دې لپاره راغلي يو چې دغه ستونزه حل کړو؛ وروسته به خبرې کوو. لږ تر لږه موږ بايد وګورو چې نړېواله ټولنه لېوالتيا لري او د سوريې له خلکو سره په همکارۍ کې جدي ده."

په پام کې ده چې د خبرو اترو عالي کمېټې پلاوی به په جنیوا کې چې د سوریې د حکومت او اپوزیسیون ډلې را ټولې شوي؛ د ملګروملتونو له مرکچي سټیفن ډي میسټورا سره مقدماتي غونډه وکړي.

د خبرو اترو عالي کمېټه کې د سعودي عربستان ملاتړي د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د مخالفو سیاسي او پوځي ډلو استازي شامل دي.

د سوریې پخواني مرستیال صدراعظم قادري جمیل چې د سوریې د اپوزیسیون د خلکو د بدلون او آزادي د جبهې استازیتوب کوي؛ د شنبې په ورځ په جنیوا کې د خبرو د عالي کمیټې د پلاوي په اړه رویټرز ته وویل:

"دا ښه خبر دی، خو زما په باور د سعودي عربستان ملاتړې د سوریې د اپوزیسیون د خبرو عالي کمیټه له دې پرته چې د جنیوا په خبرو کې برخه واخلي بله لاره نه لري؛ ځکه د ملګروملتونو د امنیت شورا پرېکړه لیکونه په دې ټینګار کوي چې په اپوزیسیون کې شاملې ټولې ډلې باید د جنیوا په خبرو کې ګډون وکړي؛ ترڅو د سوریې له خلکو سره مرسته وکړي چې له روان بشري ناورین څخه ووځي او د سوریې د شخړو د هواري لپاره یوه سیاسي حل لاره پیدا کړي.

هرهغه څوک چې د جنیوا په خبرو کې ګډون نه کوي؛ د سوریې د سیاسي حل لارې څخه ځان لېري ساتي. دغه بهیر پر مخ روان دی."

ملګروملتونو د خبرو له پیلېدو مخکې دا نه وه په ډاګه کړې چې کومو ډلو ته یې په دغو خبرو کې چې د تېرې جمعې له ورځې راهیسې پیل شوي؛ د ګډون بلنه ورکړې، خو سخت د ریځې د اسلامي دولت ډله او د القاعده څانګه النصره جبهه په دې خبرو کې برخه نه لري. په خبرو کې د سوریې د کردانو د ډلې ګډون هم په یوه لانجمنه مسئله بدله شوې.

د ډیموکراټیک اتحاد ګوند یوه چارواکي وویل؛ استازي یې د شنبې په ورځ وروسته له هغې له جنیوا ولاړل چې په خبرو کې ګډون ورنه کړل شو.

ترکیه دا ډله یوه تروریستي ډله بولي او د سعودي عربستان ملاتړې د خبرو عالي کمېټه هم ادعا کوي چې دغه ډله د سوریې حکومت ته ډېره نژدې ده.

د ملګروملتونو امنیت شورا تېره میاشت یو پرېکړه لیک صادر کړ چې په هغه کې له ټولو خواوو غوښتنه شوې چې محاصره شويو سیمو ته سمدستي بشري مرستو ته اجازه ورکړي؛ بندیان خوشې کړي او د ملکي خلکو د استوګنو پر سیمو حملې ودروي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري موافقه کړې وه چې د جنیوا خبرې به د مونشن په نړېوال امنیتي کنفرانس کې چې د فبرورۍ په ۱۱ پیلیږي؛ وارزوي.

ملګروملتونو ویلي د سوریې د سولې په خبرو کې چې شپږمیاشتې به دوام وکړي؛ لومړی هڅه کوي یوه اوربند ته لاره هواره کړي او وروسته د دغې جګړې چې له پیل راهیسې په کې له دونیم لکو زیات کسان وژل شوي؛ سیاسي حل لاره ومومي.

XS
SM
MD
LG